لوګرپوهنتون کې د دوو ودانيو دجوړېدو چارې پيل شوې

 
د لوګر پوهنتون لپاره د دوه نويو ودانيو د جوړنې چارې نن پيل شوی چې په نيږدې پنځلسو مياشتو کې به يې د رغونې چارې بشپړي شي .
دلوګر پوهنتون کې د دوو ودانيو دجوړولو چارې پيل شوې ،چې شاوخوا يو نيم کال کې به بشپړې شي .
په  دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزيرې پوهنوال ډاکټرې فريدې مومند، د لوګر والي حليم فدايي ، دپارلمان وکيلانو، قومي مشرانو او يو شمير نورو لوړو پوړو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه .
د لوګر پوهنتون مشر پوهنمل وحيدالله عبدالرحيمزي وويل چې دغه دوه ودانۍ چې يوه يې تدريسي او بله يې د ليلې ودانۍ دي هره يوه ېې په دريو پوړونو کې جوړيږي .
نوموړی وايي ددې ودانيو دجوړېدو مالي لګښت  يو ميلون امريکايي ډالرو په اندازه کيږي ،چې د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بوديجې لخوا ورکول کيږي  .
نوموړي دا هم  وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د يو شمير نورو  پروژو  د جوړ يدو چارې هم  پيل شي چې ورسره به د ياد پوهنتون زيات شمير ستونزي حل شي .
په همدې حال کې د هيواد د لوړو ذده کړو وزيرې فريدې مومند وويل چې وزارت يې ژمن دی چې د هيواد په کچه په پوهنتونونو کې متوازن پرمختګ رامنځ ته کړي او هم د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښوونکو د زده کړو د کچې د لوړيدو لپاره کار وکړي .
نوموړې وويل دلوګر پوهنتون ،چې تازه تاسيس شوی په هره برخه کې به ورسره مرسته  وکړي تر څو دغه پوهنتون په پښو ودريږي .
د لوګر والي حليم فدايي وويل چې د پوهنتون د ملا تړ لپاره يې په ولايتي کچه کميټه ټاکلي تر څو د پوهنتون ستونزو ته په اسانۍ سره حل لارې  پيدا کړي .
هغه دا هم وويل چې د پروژو پر ښه تطبيق به يې ټينګار زيات وي او هڅه به وکړي چې پروژې په ښه ډول تطبيق شي .
د يادونې وړ ده چې د لوګر د پوهنتون له ايجاد څخه نيږدې دوه کاله تيريږي خو تر اوسه پوري يې نيږدې ۱۰۰ تنه محصلين په کرايه تعمير کې د اوسيدو او تدريس چارې پر مخ وړي .