
دپکتيا ولايت مرکز ګرديز کې دليکوال ،شاعر او ژورنالېست (اسرار اتل په وياړدغزل شپې مشاعره )وشوه.
دغه مشاعره داوښتون کلتوري ټولنې له خوا جوړه شوې وه ددې ولايت دمرکز او شاوخوا سيمو شاعرانو او دشعر مينه والو پکې برخه اخيستې وه.
ديادې ټولنې په استازيتوب محمد کريم نوښتګر دمشاعرې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او دا داډول مشاعرو جوړول ېې دکوزې او بر ې پښتوخوا دشاعرانو لپاره ګټوې وبللې .
نوموړي وويل ،چې د دډول مشاعرو له برکته په دې وروستی لسيزه کې دپښتو ادب زيات پرمختګ کړی دی او دغه ټولنه به لاهم دغه ډول پرګرامونو ته دوام ورکوي .
دکوزې پښتونخوا څخه راغلي ميلمه اسرار اتل خبرې وکړې او داوښتون کلتوري ټولنې له غړو څخه ېې مننه وکړه ،چې دوی ته ېې داسې زمينه برابره کړه ،چې ددې ولايت له شاعرانو سره له نږدې وګوري .
نوموړی وويل ادب هيچرې هم پولې نه پيژني او مونږ به لاهم په دې هڅه کې يو ،چې دکوزې اوبرې پښتونخوا فرهګيانو تر منخ راشه درشه پياوړې کړو او په بيلابيلو برخو کې دپرمختګ زمينه برابره کړو.
ورپسې مشاعره پيل شوه ،چې ګڼ شمېر شاعرانو پکې خپل شعرونه واورل ،چې ډيره برخه ېې هنري وه.
په مشاعره کې دپکتيا دمحلي سندرغاړو له خوا دموسيقۍ پرګرام وړاندې شو ،چې دګډونوالو او ميلمنو دخوښې وړ وګرځيد.
اوښتون کلتوري ټولنې له دې وړاندې هم په وار وار سره داډول غونډې او مشاعرې جوړې کړي دي .
ياده دې وي ،چې په دې مشاعره کې خوږمن ځاځي،انعام الله ګوهر،عادل عزيزي،فريد احمد تسکين،حضرت خان حليمي ،اسماعيل لاروي ،احسان الله مهجور،سميع الله پيوند،ساحل منګل ،احمد شا ګيله من،اجمل مسعودزي ،نور احمد حيران ،شاهدخان تنها،ايمل ښمر،سردارولي ورين ،احمدالله احمدي او يوشمېر نورو شاعرانو پکې شعرونه واورول.