هوانګ رولون؛ بقال چې میلیاردر شو


چینايی « هوانګ رولون» یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې له تشه لاسه یې ځان تر میلیاردری رسولی.
نوموړی د فوجیان ولایت د لیانګجیانګ له ښارګوټي د باندې په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی دی.
همدا چې د خپلو لاسو او پښو شو کار یې شروع کړ. لومړی کار یې په کوڅو کې د توکو پلور یا زموږ او ستاسې د خلکو په وینا بقالي وه.
دی په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کې له خپل هېواد څخه د فلیپین پلازمېنې مانیلا ته کډوال شو. په دغه ښار کې تر څو کاله کار وروسته یو بریالی سوداګر شو.
چینايي سرچینې وايي چې په فلیپین کې د نوموړي د کار په اړه جزیات نه دي ترلاسه شوي.
د ۴۰ کلونو و چې بېرته خپل هېواد ته راستون شو او د «Fuzhou Golden
Resource Property Corporation» په نوم کمپنۍ یې جوړه کړه.
لومړنۍ پروژه یې د «ګوتای ټاور» و چې د فوژو له سیمه ییز حکومت سره په ګډه یې جوړ کړ. دغه مهال د چین په سوېل کې د سوداګریزو ملکیتونو کاروبار ښه رونق موندلی و. ده هم دری کاله پرله پسې خپل تمرکز د سوداګریز مراکزو پر جوړولو وکړ؛ خو وروسته یې د استوګنې د کورونو جوړولو ته هم مخه کړه.
سره له دې چې د املاکو د برخې ډېری کاروباریان د خپلو کارونو د تنظیم لپاره له بانکونو پورونه ترلاسه کوي، خو رولون په دې برخه کې محافظه کار چلند کاوه او له پور څخه یې ډډه کوله.
ده به خپل سټف ته ویل:« خپلې پانګې وکاروئ، ډېرې پردۍ پیسې مه کاروی چې بیا مو حرص ډېريږي.»
د فوژو د سوداګریزو او استوګنیزو املاکو په برخه کې تر بریالۍ پانګونې وروسته رولون په ۱۹۹۸ کال کې د پلازمېنې بيجېنګ د جایدادونو او املاکو مارکېټ ته مخه کړه.
د نوموړي کاروبار اوس په چین کې د املاکو او جایدادونو پر یوه ستره امپراطورۍ بدل شوی چې شاوخوا ۲۰ زره کسان ورسره کار کوي.
دې کمپنۍ په ۲۰ پنځه ستوریزو هوټلونو کې پانګونه کړې او ۱۰ ستر سوداګریز مراکز لري.
د کمپنۍ چې اوس یې نوم «Century Golden Resources Group» دی عواید په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پنځه میلیارده ډالرو ته ورسېدل.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۲۵ نېټې د شمېرو له مخې د هوانګ رولون پانګه دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په چین کې ۴۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د چین په پلازمېنه بیجېنګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.