امریکایی داعیشیان په افغانستان کې!

 
په افغانستان کې د طالبانو له پروژې وروسته د داعش په نوم یوه بله خطرناکه ډله د لومړی ځل لپاره د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې خپل د شتون اعلان کوی.
د داعش لخوا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د دوی د جلب او جذب چارې پیل او خپلو پلویانو ته د ډالري معاش د ورکړې اعلان کوي.
په افغانستان کې د داعش د حضور تررسمی اعلان وروسته د سیمې په کچه د دوی ترهګرملګری تریوې قوماندی لاندی راټولیږی او خپل فعالیتونه ته په ختیځ او شمال کې په چټکۍ سره دوام ورکوی.
په سوریه کې د داعش له پیدا کیدو نه وروسته د لومړی ځل لپاره د جرمنی په پارلمان کې ددغه هیواد سیاستوالو په ښکاره توګه وویل چې له طالبانو وروسته امریکا غواړی دغه ډلې ته قوت ورکړی او په ښکاره یی ملاتړ کوی.
په ځانګړې ډول روسیه ویره لری چې د افغانستان د شمال لخوا امریکا غواړی ددغې پروژی د لاری روسیه له خطر او ګواښ سره مخامخ کړی، ایران هم ورته ویره چې ممکن د ایران اخندی رژیم پر وړاندی داعش خطرناکه ډله خپل فعالیتونه له دی ځایه منظم نکړی.
په نړیواله کچه له داعش ډلې سره امریکایی ډالر،امریکایی وسلې،اروپایی مینه وال او په غربی رسنیو کې منظم تبلیغاتی چارې هغه شکونه په حقیقت بدلوی کوم چې اټکل کیږی د داعش پروژې ترشا پخپله امریکایی کړۍ لاس لری.
د قدرت په نامه خپرونې د جولای په ۲۳ د بریتانوی ګارډین ورځپاڼې په حواله وایی چې د لندن په یو محکمه کې د سویډن یو اوسیدونکې د داعش سره د اړیکو لرلو په تورمحاکمه کیده چې د محکمې لخوا تر ابتدایی څیړنو وروسته په ناڅاپی ډول دغه قضیه تړل کیږی.
د ګارډین موندنې په ډاګه کوې چې امریکایی او بریټانیوی خفیه یا مخفی اداری له داعش سره په منظم ډول مرستې کوی او په همدې خاطر د نوموړی کس قضیه بندیږی ترڅو په هغه هیواد کې د عدلیی او استخباراتي ادارو ترمنځ ټکر واقع نشی.
ددغه قضیی د څیړنو په دوران کې په ډاګه کیږی چې امریکایی کړۍ داعش ته نه یواځی  امریکایی ډالر، وسلې، جنګی وسایل او نظامی موټرونه ورکوی بلکې دهغوې د جنګي روزنې مسولیت هم په غاړه لری.
داسې هم ویل کیږی چې  امریکایانو لخوا د  لیبیا څخه د جنګې وسلو لوی زیرمتونونه یا انبارونه په مخفی ډول سوریی ته انتقال شوی او وروسته بیا داعش ترهګرۍ ډلې لاس ته ورغلی.
د ۲۰۱۵ میلادی کال د  می اوجون په میاشتو کې د افغانستان د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې داعش ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه شروع کړل، په ښکاره به یی خلګ راټولو او دوې ته به یی د ډالرو په مقابل کې د یو ځای کیدو بلنه ورکوله.
د طالبانو تحریک پخوانی غړی او د ګونتامو له زندان نه خلاص شوی بندی مسلم دوست چې د ننګرهار ولایت د بټی کوټ ولسوالۍ اوسیدونکې دی په دغو سیمو کې د داعش لپاره پر فعالیتونو بوخت وو خلګو ته به یی ویل چې د میاشتی پنځه سوه ډالره ورکوی او بهرنیو جنګیالو ته به د طالبانو ښځې د وینزې په ډول ډالۍ کوی.
 د داعش دغه سیمه ایز قومندان او دوه نور مهم جنګی مشران هر یو شاهدالله شاهد او ګل زمان په دی وروستیود افغانستان د ملی امنیت اداری لخوا وژل شوې.
پوښتنه داده چې داعش وسله والې ډلې ته دومره ډالر له کومه راځی، دوي ته جنګې او امریکایی وسلې څوک ورکوی او د افغانستان په شمال کې ددوی د جګړې هدف څه دی؟
دا هغه پوښتنې دی چې ځواب یی د ګارډین او قدرت رسنیوپه تازه خپاره شوی مقالو کې وړاندی شوی او ټول پوهیږی چې ((غوا توره ده او شیدی سپینې))...