
په کابل کې د IOM او OIM نړیوالو ادارو او سیاری دفتر لخوا د انسانی قاچاق پرضد یوه ورځنی پوهنیز ورکشاپ چې موخه یی په افغانستان کې د انسانی قاچاق پرضد مبارزه او مخنیوی پای ته ورسیده.
په دغه یو ورځنی ورکشاپ کې د مختلفو دولتی او نا دولتی ادارو، مدنی ټولنی او ځوانانو استازو ګډون درلود او په افغانستان کې د انسانی قاچاق پرمخنیوی،عامه پوهنی او ددغه پدیدی پرضد د ګډی مبارزی پرڅرنګوالی خبری وشوی.
د پیسو په مقابل کې پر ماشومانو غیری قانونی تجارت، بهرنیو هیوادونو ته د فاحشی لپاره د ښځو استول،د ناقانونه لارو چارو نه بهرنیو هیوادونو ته د خلګو استول هغه موضوعات ول چې پر دغه یو ورځنی ورکشاپ کې پری خبری اتری وشول.
په پای کې د ورکشاپ ګډونوالو لخوا ددغه پدیدی پرضد جوړه شوی طرحه وړاندی شو ترڅو په افغانستان کې د انسانی قاچاق مخه ونیسی او ورسره ګډونوالو ته سندونه هم وویشل شول.