دمخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت ۳۸ انکشافي پروژې لغوه شوې

 
رپوټونه وایی چې د مخدره مواد پرضد د مبارزی وزارت هغه ۳۸  انکشافی پروژی چې د امریکا سفارت لخوا تمویل کیده لغوه شوی.
دغه انکشافی پروژی د بدیل معیشت تر سرلیک لاندی په ولسوالیو او ولایتونو کې پلی کیده چې په دی وروستیو کې د امریکا سفارت لخوا یی فنډ بیرته ګرځول شوی.
ویل کیږی چی د مخدره توکو پرضد د مبارزی وزیر مبارز راشدی کوښښ کاوه چې دغه پروژی دی ددوی د بانډ قراردادی شرکتونو ته ورکړل شی.
دیو ساختمانی شرکت ریس د نوم نه ښودلو په شرط روهی ویب پاڼی ته وویل چی په وزارت کې د هرې پروژی د ورکړی پر سر له دوی نه پیسی غوښتل کیده او همدا لامل شو چی لویه څارنوالی ددغه وزارت څو تنه کارمندان د پیسو اخستلو پرمهال نیولی هم دی، د لوی څارنوالۍ یو منبع وایی چی دوی د مخدره مواد پرضد د مبارزی د وزارت څو تنه مامورین په دی تور نیولی چی له قراردایانو یی پیسی اخستل.
دغه کس وایی چی وزیر د قراردادونو په ریاست کې خپل کسان ځای پرځآی کړی او هرڅوک چی غواړی پروژه واخلی دوی ترې پیسی غواړی.
دهمدغو دلایلو پراساس کله چی امریکا سفارت له دی کیسو خبر شو عاجل یی د خپلو ۳۸ پروژ د لغوه اعلان کړی او ویلی دی چی د عدم شفافیت پراساس دوی دا پریکړه کړی.
دا په داسی حال کې ده چی په یو شمیر ادارو کې د غټو پروژ له قراردایانو څخه پیسی اخستل کیږی.