اموس هوستېټېر؛ د یو نیمو زرو ډالرو له کاره میلیاردر شوی



دا نو اوس تجربو ثابته کړې چې پیسې پیسې نه ګټي، بلکې نوښت او خلاقیت پیسې ګټي. ډېر خلک فکر کوي چې د پیسو د ګټلو لپاره ته باید حتما پیسې ولرې. یعنې که د کوم ستر کاروبار اراده لرې، نو باید د پیل لپاره یې پانګه هم ولرې. یو نیم زره ډالر ښايي اوس له ډېرو زیاتو کسانو سره وي، خو هېڅوک دا پیسې دومره نه ګڼي چې کاروبار دې ورباندې پیل کړي. نن داسې څوک در پېژنو چې د یو نیمو زور ډالرو له پیل کړي کاره میلیاردر شوی دی.
امریکایی « اموس هوستېټېر جر» د ۱۹۳۷ زېږدیز کال د جنورۍ په ۱۲ نېټه زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د پنګري په نوم د نیوجرسي ایالت په یوه ښوونځي کې کړې دي. وروسته یې د « امهرسټ» له کالج څخه د اقتصاد په برخه کې لسانس ترلاسه کړی.
په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې یې له هارورډ پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
اموس له فراغت سره سم د زده کړو د مهال له یوه ملګري سره په ګډه د کېبل په یوه کمپنۍ کې ۱۵۰۰ ډالره پانګونه وکړه او د کانټېنېنټل کبل وېژن په نوم کمپنۍ یې رامنځته کړه.
شریک یې په ۱۹۸۰ کال کې په یوه پوهنتون کې د دندې اخیستو پرېکړه وکړه، خو اموس خپل کار ته دوام ورکړ.
په څو کلونو کې دا کمپنۍ په امریکا کې د کېبلي خپرونو یوه له سترو کمپنیو څخه شوه، تر دې چې په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې په ۱۱ میلیارده ډالره د یو اېس وېسټ په نوم پر یوه کمپنۍ وپلورله.
تر پلور څلور کاله وروسته یې بېرته له «AT&T » سره مرسته وکړه چې دا کمپنۍ وپېري. اټ اېنډ ټي دا کمپنۍ په ۴۴ میلیارده ډالره وپېرله او په دې توګه اموس بېرته د کمپنۍ په بورډ کې کار پیل کړ.
نوموړی اوسمهال د پیلوټ هوس وینچیرز په نوم د پانګونې یو بنسټ هم لري. پر دې سربېره دی او مېرمن یې خیریه بنسټ لري چې له لارې میلیونونه ډالره د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره مصرف کړي او نور میلیاردران یې هم دغه کار ته هڅولي دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۲۴ مې نېټې د شمېرو له مخې د اموس هوسټیټېر جر پانګه دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ام ځای لري.
اموس دری اولادونه لري او د ماساچوسېټ ایالت په بوسټن کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.