
پاکستان
پاکستان ته ورپېښ ګواښونه او توکميزې شخړې
پاکستان اوطالبان
ورستۍ پرمختياوی
پوځ، طالبان، جګړه او راتلونکې سيناريوګانې
د پاکستان د له منځه تللو ګواښ څومره جدي دی ؟
د پاکستان هېواد :
د هند له نسه زېږېدلی دغه اسلامي هېواد د خپل تاريخ په اوږدو کې ډېرې لوړې ژورې ليدلي دي. په کور دننه د مدني او پوځي او بيا د ليبرال او مذهبي کړيو ترمنځ د واک پر سر سيالۍ دغه هېواد کله کله له ډېرو سترو ازمايښتونو سره مخامخ کړی دى. دغه هېواد لا هم پر دې نه دی بريالی شوی، چې د تل لپاره يو اسلامي، ډيموکراټيک او يا هم پوځي نظام ولري، خو يو څه چې روښانه دي هغه د دغو کشمکشونو په پآيله کې قانون، حکومتي ارګانونو او ملي جوړښت ته زيان رسېدلی، چې له شک پرته عام ولس يې هم اغېزمن کړی دى. سره له دې، چې پاکستان يو اټومي ځواک دی، خو د درېيمې نړۍ د نورو هېوادونو په څېر خپلې ځانګړې ستونزې هم لري، د چارواکو استبداد، د ولس په ارداه سترګې پټول او په بهرني سياست يې د پوځ او استخباراتي کړيو خېټه اچول هغه څه دي، چې دغه هېواد او ولس ورڅخه ځورېږي.
بل لوري ته دغه هېواد په ځانګړې توګه څارګرې ادارې (I.S.I)يې تل خپلې ګټې د نورو په بربادۍ کې لټولي، چې افغانستان او کشمير د دې ادعا د ثبوت ښې بېلګې کېدای شي. دغه اداره خو د نورو پر وړاندې په هېڅ شي اړه نه ده، که اړتيا پېښه شي د خپل هېواد تکړه او نوميالي اشخاص هم له منځه وړلای شي. همدارنګه د خپل هېواد تر ټولو ښکلې، سمسوره او عايد لرونکې سيمه هم د جګړو په ميدان بدلولای او خلک يې کډوالۍ ته اړ كولولاى شي. دوی عجيبې لوبې کوي! خو درحمان بابا دې شعر ته يې پام نه دی شوی.
کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې
چېرې ستا به دکوهي په غاړه لار شي
دغه اسلامي جمهوريت د اسيا په سويل کې پروت دى، ختيځ ته يې عربي سمندر د هند له هېواده بېلوي او لويديځ ته يې د افغانستان او ايران هېوادونه پراته دي. دغه سيمه د تاريخ په اوږدو کې د سند د نهر په نامه هم ياده شوې ده.
په ۱۹۴۷ز کال کې دغه هېواد له هنده د مسلمانانو د جلا ټاټوبي په نامه جلا شو. له هند څخه ډېرې مسلمانې کورنۍ پاکستان ته را کډه شوې، چې په دې سره په دغه هېواد کې د مسلمانانو سلنه ۹۷٪ ته ورسېده.
سره له دې چې اسلام د دغه هېواد رسمي دين دی، خو ژبنيو او توکميز توپيرونو هم د دغه هېواد په اتنيکي جوړښت خپل اغېز لرلی دى. د ۱۹۷۱ز کال د سر شمېرنو پر بنسټ د دغه هېواد ۶۵٪ په پنجابي ۱۷٪ سندي ، ۱۶٪ پښتانه او ۳٪ په بلوچي ژبه خبرې کوي، خو نورې وړې ژبې پكې هم شته دي. په پاكستان كېله پيله تر دې مهاله مركزي ادراه د ژبني تعصب پر بنسټ چلند كوي، چې ښه بېلګه يې د همدې تعصب له امله د بنګله دېش جلا کېدل دي.
که څه هم د دغه هېواد ولس ته د مشترک قاسم په توګه يوازې اسلام ور پاتې دی، خو داسې ويل کېږي چې ښايې اوس دغه نسخه هم ډېر کار ورنه کړي، ځکه په دغه هېواد کې ګڼ مېشت قومونه اوس په دې پوهېږي، چې حقونه يې د پنجاب او سند له هوسونو ځارېږي. بلوچان خپلې ستونزې لري او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې مبارزه پيل کړېده. په دغه هېواد كې پښتانه يوه بله د پام وړ اتنېكي كتله ده، چې حالات يې ورځ تر بلې خرابېږي غوږونه يې لا هم پوره نه دي خلاص شوي.
پاکستان ته ورپېښ ګواښونه:
پښتانه وايي : ((هوښياره مرغۍ په دوه لومو کې نښلي ))
هر چا به ويل پاکستان ډېر هوښيار هېواد دی، هر شر په خپله ګټه راڅرخوي، له هرې لوبې په خپله ګټه کار اخلي، خو دې ته يې پام نه و، چې هر عروج زوال لري.
اوس په پاکستان داسې يو حالت راغلی، چې دغه مجرب لوبغاړی پخپله هم هک پک دی، چې له دغې لوبې په کومه پلمه ځان شاته کړي، خو دا ځل داسې ښکاري چې لوبه د پآکستاني غاړې له ګوتو وځي. د دغه هېواد حالت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي. د هېواد پلازمينه (اسلام اباد) اوس په يوه ويده ښار بدله شوې، چارواکې د چورلکو په مرسته تګ راتګ کوي. ولس په اندېښنه کې دى، چې د دوی راتلونکی به څنګه وي ؟ ځانمرګي بريدونه، برمته كول او تښتول ... خو د ټول پاکستان په کچه معمول شوي دي. په ځينو ځانګړو سيمو لکه سوات، وزيرستان او باجوړ کې بيا د دغه هېواد پوځ د خپلو هغو رضا کارو سرتېرو پر وړاندې په جګړه بوخت دی، چې يو وخت به يې د دوی په استازيتوب هر ځای جګړې کولې. د سوات له دغه ښېرازې سيمې څخه د عملياتو له امله نږدې دوه نيم ميلونه خلک کډه شوي، د تازه رپوټونو پر بنسټ پنځه لکه نور دکډه کولو په حال کې دي. بل لوري ته په قبايلي سيمه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بمباريو د دغه هېواد ولس په خپل پوځ هم بې باوره کړی دى. په اقتصادې برخه کې د دغه هېواد اقتصاد مخ پرځوړ دی. پاکستان د راتلونکو دوو کلونو لپاره ۱۲ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري، ويل کېږي چې که دغه هېواد ته دغه پيسې ونه رسېږي نو په راتلونکو دوو کلونو کې به له اقتصادي رکود سره مخامخ شي.
دغو ګواښونو ته په لنډه توګه اشاره کوو:
دپاکستان پر خاوره د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه نه يوازې د پاکستان پر حرم د بهرنيانو د تېري مانا لري، بلکې خپله پآکستانی ولس داسې انګيري، چې حکومت يې پر سر معامله کړې ده. ناټو، د پاکستان ملکي حکومت او پوځ په ګډه د دوی په کورونو بمباري کوي او دوی له کورونو څخه ايستلو ته اړباسي. له دې ټولو دا معلومېږي چې د پاکستان حکومت پخپل لاس خپله خاوره او ولس له ځانه پردي کوي.
له هند سره د دغه هېواد شخړه اوږدې ريښې لري، نو لرې نه ده چې هند دې له داسې حساسې شېبې پر خپله ګټه کار واخلي. هند هڅه کوي نړيواله ټولنه قانع کړي، چې دغه هېواد د ترهګرۍ تر ټولو ستر توليدونکی دی نو ځکه خو يې پر وړاندې بايد په جدي توګه کار وشي. په دې وروستيو کې د پاکستاني حکومت له خوا د حافظ سعيد خوشې کولو هند نور هم ناراضه کړی دى.
د دغه هېواد د اټومي وسلو د راتلونکي په اړه اندېښنې په زياتېدو دي، څارونکي ويره لري، چې كېداى شي د دغو شخړو په پايله کې اټومي وسلې د ترهګرو لاس ته ورسېږي.
په اقتصادي برخه کې دغه هېواد ډېر ځپل شوی او حالت يې ورځ تر بلې خرابېږي. که څه هم امريکا دغه هېواد سره د مرستو ژمنې کوي، خو دا ځل ورسره دا خبره هم زمزه کوي، چې مرستې به يې د تېر په څېر سپين چک نه وي بلکې په مشروطه توګه به ترسره کېږي.
په کور دننه د پاکستان بېړۍ هغه مهال په بحر کې لاره وركه کړه، چې پاکستاني حکومت د اسلام اباد په سره جومات عمليات پيل کړل او دغلته يې په سلګونو وګړي ووژل. د بېنظير بوټو وژنه، د خلکو او مسلم ليګ ګوندونو ترمنځ سيالي او د قاضي القضات ستونزه هغه کړکېچونه وو، چې لږ تر لږه دغه هېواد يې په دغه موده کې پرمختګ ته پرېنښود، بلکې نور يې هم د دغه هېواد اقتصادي حالت ور خراب کړ. په امنيتي ډګر کې پښتونخوا او په ځانګړې توګه د ډيورنډ کرښې ته د څېرمه سيمو طالبانايز کېدل، په بلوچستان کې د بلوچانو خوځښتونه او... دا هر څه دکوم پلان له مخې وو او که څنګه ؟ پر دې نه غږېږو، خو ويلای شو چې دغو ستونزو په ډېرې چټکۍ د دغه هېواد شتون له ګواښ سره مخامخ کړی دى.
که څه هم شونې نه برېښي، خو داسې به وګنو چې پآکستان د طالبانو په له منځه وړلو لاسبری شو، القاعده له سترګو پناه شوه او په پآکستاني ښارونو کې چاودنې نه کېږي او د امريکا ولسمشر باراک اوباما هم پرېکړه وکړه، چې په افغانستان او پاکستان کې يې دنده سرته رسېدلې، طالبان مات شوي او القاعده له منځه تللې، نور نو زموږ موجوديت ته په دغې سيمې کې اړتيا نه ليدل کېږي. که دا کار وشي نو له يوې خو ا به پاکستان د نړيوالو مطبوعاتو له پآمه وغورځېږي او له بلې خوا دا په دې مانا نه ده، چې د القاعدې له ماتېدو سره به په پآکستان كې نور ازادي غوښتونکي خوځښتونه هم له منځه ولاړ شي، بلکې نور به هم پياوړي شي. بلوچان به د خپلو حقونو لپاره مبارزه ګړندۍ کړي، په کراچۍ كې به قومي ستونزې لا زور واخلي لكه، چې پښتانه او مهاجر قومي خوځښت څه موده وړاندې هم سره لاس او ګريوان شوي وو او (۵۰) کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه. ځکه خو ويلای شو، چې د پاکستان ستونزه يوازې په طالبانو او القاعده پورې ځانګړې نه ده، بلکې بلا ډېرې نورې ستونزې هم لري، چې دغه هېواد يې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په پاکستان کې توکميزو او نژادي شخړو ته لږ تم کېږو:
په پاکستان کې نژادي او توکميزه جګړه:
په پاکستان کې د نژداي شخړو ويره هغه مهال را پيدا شوه کله، چې د سوات بې ځايه شويو کډوالو ته د سند او پنجاب حکومتونو په دغو ايالتونو کې د مېشتېدو اجازه ورنه کړه، په سند کې د متحده قومي مومنټ ګوند د سوات پښتنو ته له دې امله اجازه ور نه کړه، چې ګويا د سند ايالت نفوس زيات دی او دومره شونتياوی نه لري چې مهاجرو ته ځای ور کړي، د دوی دا دليل د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵ مادې سره، چې ليکي : ( د ټول پاکستاني اتباعو حقونه سره برابر دي او هر پاکستانی کولای شي د پاکستان بېلابېلو سيمو ته په ازاده توګه سفر وکړي او يا هر ځای يې چې خوښه وي هلته واوسيږي) په ټکر کې دی، خو په سند کې د متحده قومی مومنټ او د پاکستان د خلکو ګوند د سوات مهاجر دغه ايالت ته له ننوتلو څخه منع کول او داسی فکر کېده، چې ګويا دوی بايد ويزه واخلی او بيا دغه ايالت ته ور ننوځي، دوی له دغو مهاجرو غوښتل چې سند ته تر ننوتلو د مخه بايد ځانونه راجسټر کړي او دوی ته يې ويلي وه، چې د ځانونو لپاره به دکمپ غوښتنه هم نه کوي.
دوی پنجاب او سند ته د سوات د مهاجرينو د نه پريښودلو لپاره دغه لاندی دلايل وړاندې کوي:
فاروق ستار، چې د متحده قومی مومنټ مشر دی، وايي: دغه ايالت ته د سوات د مهاجرينو د نه پريښودلو لامل زموږ دا ويره وه، چې له دوی سره به سند ايالت ته طالبان هم را ننوځي او د سند امنيت به له ګواښ سره مخامخ کړي، ځکه چې د مهاجرينو او طالبانو تر منځ توپير ډير ګران دی.
شازيه مري بيا وايي، چې په سند کې نورې دومره شونتياوې نشته، چې له سنديانو دې زياتې شي او موږ دې يې مهاجرو ته ورکړو، د سند د ايالت ټول شونتياوې يواځې د سنديا نو لپاره بسنه کوي او بس.
د پاکستان د خلکو ګوند استدلال بيا دا دی، چې که د سوات مهاجرو ته اجازه ورکړل شي چې د پاکستان په هرګوډ کې يې، چې خوښه وي، مېشت شي نو بيا به د دوی پېژندل ګران شي لکه اوس، چې د افغان مهاجرينو پېژندل ستونزمن دي. بايد موږ هغه تجربه له ياده ونه باسو، چې له افغان مهاجرو نه مو زده کړې وه، موږ افغان مهاجرو ته اجازه ورکړې وه، چې د پاکستان په هر ځای کې و اوسيږي خو اوس موږ ته سخته ده، چې د دوی او د خپلو پاکستانيانو ترمنځ تو پير وکړو.
خو ياد شوي درې واړه دلايل هيڅ منطق نه مني، د پاکستان د خلکو د ګوند دا دليل، چې که دوی ته په سندکې اجازه ورکړل شي نو بيا به يې پيژندل ګرانه خبره وي، بيخي د پاکستان د اساسی قانو د ۱۵مې مادي خلاف خبره ده، د سوات مهاجر خو له کوم بل هېواده نه وه راغلي، دوی د همدې پاکستان اوسېدونکي او تابعيت لرونکي دي او حق لري، چې د پاکستان د بل هر وګړي په څېر له خپلو حقونو څخه برخمن شي. همدارنګه د فاروق ستار دغه اندېښنه، چې د سوات له مهاجرو سره به طالبان هم دغه ايالت ته داخل شي، په دې مانا ده، چې يا خو پښتانه ټول ترهګر دي او يا خو د پاکستان اتباع نه دي، که پر دوی بمونه غورځول کېږي او يا يې طالبان او پنجابيان وژني نو د سند او پنجاب حکومتونو باندې کوم اغيز نه کوي، خو دا هرڅه به ډېرې بدې پايلې ولري.
په پاکستان کې د سوات مهاجرو سره د پنجاب او سند د حکومتونو دغه نامنونکی چلند د پاکستانيانو تر منځ دا ويره رامنځته کړې، چې که دغه مهاجر زيات شي او د پنجاب او سند حکومتونه ورته اجازه ورنه کړي نو دوی به اړشي، چې د خپلو حقوقو د لاسته راړولو په موخه کړکېچونه رامنځ ته کړي او په پاکستان کې به ژبني او توکميز تعصب ته لاره هواره شي.
په پاکستان کې اوس هم پښتانه د دغه هېواد نورو ايالتونو ته د سفر پر مهال ډېر سخت پلټل کېږي، کله خو يې مخه هم نيول کېږي، په پنجاب کې ورته د استوګنې لپاره کورونه په کرايه نه ورکول کيږي، د هوټلونو او ريسټورانټونو مالکان ورسره داسی چلند کوي لکه کوم هندوستانی چې پاکستان ته راغلی وی، ټولو پښتنو ته د ترهګر په سترګه ګوري او ترېنه وېره احساسوي، خو که دا لړۍ همداسی وي کارپوهان په دې اند دي، چې کېدای شي په پاکستان کې توکميزې او نژادي جګړې رامنځته شي.
پاکستان او طالبان:
دپاکستان د طالبانو تحريک په اوسنۍ تنظيمي بڼه د۲۰۰۷ زکال د ډيسمبر پر ۱۴مه نېټه رامنځ ته شو، خو د دغه تحريک اړتيا هغه مهال احساس شوه او ځينې فعاليتونه يې له هماغه مهاله پيل هم کړل، چې د ۲۰۰۱ ز کال په اکتوبر کې متحده ايالاتو پر افغانستان بريد وکړ. البته په نوييمو كلونو كې کله، چې طالبان پر افغانستان واکمن وو، ځينې وړې ډلګۍ په قبايلي سيمو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه رامنځ ته شوې وې. دساري په توګه د ځينې رپوټونو پر بنسټ، چې په ۱۹۹۸ز کال کې د حرکة الطلبة په نامه يو حرکت د اورکزيو په قبايلي سيمه کې په کار پيل کړی و. هماغه مهال دوی په همدغه سیمه کې محکمه هم رامنځته کړې وه.
اوسمهال د پاکستاني طالبانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي، اټکل کېږي، چې د۳۰- ۳۵ زرو تر منځ به وي.
په قبايلي سيمو کې دافغاني طالبانو پلويانو او خواخوږو خپل لومړي فعاليتونه له همدغو سيمو د طالبانو د خواخوږو د راټولو په بڼه پيل کړل. دغو فعاليتونو هغه مهال زور واخيست، چې له ۲۰۰۲ - ۲۰۰۴ز کال پورې پاکستاني دولت غوښتل په قبايلي سيمو کې هغه بهرني جنګيالي ونيسي، چې له افغانستان څخه دغې سيمې ته ور اوښتي دي.
طالبانو خپل فعاليتونه له همدغه مهاله لا پسې چټک کړل، تر څو پاکستاني حکومت په دې اړه فکر کاوه، طالبانو نږدې ۲۰۰ قومي مشران په دې تور وژلي وو، چې یا خو امريکا او یا هم پاکستاني دولت ته جاسوسي کوي. طالبانو ځانونه د همدغو وژل شويو يا په ټوله کې د قومي مشرانو ځای ناستي معرفي کړل او په قبايلي سيمه کې یې ټولې چارې په خپل لاس کې ونيولې.
د ۲۰۰۷ز کال د اکتوبر پر ۲۳ مه نېټه کله، چې د پاکستان دطالبانو په نامه دغه ډله رامنځته شوه، پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره کړل، چې د مهمندو په سيمه کې د دغه تحريک په چوکاټ کې پنځه جنګي ډلې په دې موخه سره راټولې شوي ، چې په نوموړې سيمې کې د فساد او ناوړه کارونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
هماغه مهال يو کس، چې ځان يې ابو النعمان عسکري معرفي کاوه، د دغې ډلې د وياند په توګه داسې څرګندونې کړې وې: دغه ډله په ۱۶ کسيزه شورا سره سلا شوې، چې د دغه تحريک چارې به څاري. خو دغه تنظيم له دې وروسته ورک شو او دوه مياشتې وروسته د ۲۰۰۷ د دېسمبر پر ۱۴ مه نېټه دپاکستاني طالبانو ترنامه لاندې د يو بل حرکت اعلان وشو، خو پاکستاني دولت يو کال وروسته د ۲۰۰۸ ز کال د اګسټ پر ۲۵مه نېټه دغه ډله ديوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.
که څه هم دغه ډله اوس په مطبوعاتو کې په همغه پخواني نامه يادېږي، خو دغې ډلې د ۲۰۰۹ز کال د فيبرورۍ پر ۲۳مه نېټه خپل نوم بدل کړ او د شورا الاتحاد المجاهدين په نامه يې خپل کار ته دوام ورکړ. په دغې شورا کې د پاکستاني طالبانو درې ځواکمن قومندانان يو ځای شوي، بيت الله مسيد، حافظ ګل بهادر او مولوي نذير.
تنظيمي جوړښت:
شورا الاتحاد المجاهدين له ۴۰ مهمو غړو څخه جوړه ده. دغه شورا د ټولو هغو ډلو ملاتړ کوي، چې د افغانستان د طالبانو دفکر ملاتړي دي. د جنوبي وزيرستان د طالبانو مشر بيت الله مسيد د دغې شورا د مشر په توګه، د شمالي وزيرستان د طالبانو مشر حافظ ګل بهادر د لومړي مرستيال په توګه او همدارنګه د باجوړ دطالبانو له خوا درېيم کس د فقير محمد نومېږي . دغه شورا د قبايلي سيمو د ټولو برخو استازي په خپل جوړښت کې لري. باجوړ، خيبر، کرمه، مومند، اورکزي، شمالي او جنوبي وزيرستان او همدارنګه د سوات د سيمې طالبان چېرته، چې مولانا فضل الله د تحريک نفاذ شريعت د ډلې مشري کوي او اوس مهال خو د حکومت پر وړاندې په جګړه هم بوخت دى.
پاکستاني طالبان خپلې موخې داسې بيانوي:
۱- د اسلامي شريعت پلي کول، په افغانستان کې د ناټو او امريکايې ځواکونو پر وړاندې جهاد کول او همدا راز د پاکستاني پوځ پر وړاندې دفاعي جهاد کول.
۲- د سوات په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې که د پاکستاني ځواکونو بريدونه ونه درېږي نو پر وړاندې يې سخت غبرګون ښودل.
۳- په قبايلي سيمه کې د ټولو پوځي پنډغالیو له منځه وړل.
۴- د پاکستاني حکومت له زندان څخه د سره جومات دامام مولانا عبدالعزيز را خوشې کول، چې په تېر اپريل کې دا کار وشو او نوموړی له بنده را خلاص شو.
۵- له دې وروسته به د پاکستان له دولت سره هېڅ راز سوله ييز تړون نه کوي.
په پاکستان کې شته طالب ډلې په لاندې سيمو کې فعاليت کوي :
۱- لومړۍ ډله د بيت الله مسيد تر مشرۍ لاندې په جنوبي وزيرستان کې فعاليت کوي او له مسيد قبيلې سره تړاو لري، چې خپله بيت الله هم له همدغې قبيلې څخه دی.
۲- دويمه ډله د ملا نذير تر مشرۍ لاندې په شمالي وزيرستان کې فعاليت کوي. دغه ډله د وزيرو په قبيله كې ډېر نفوذ لري، د دوی فعاليت په افغانستان پورې ځانګړی و او پر پاکستان د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو سخته مخالفه وه او اوس هم ده، خو په دې وروستیو کې د شورا الاتحاد الاسلامي تر را منځته کېدلو او د پاکستاني حکومت سره د تړون تر ماتېدلو را پدېخوا یې د پاکستاني پوځ پر وړاندې هم کله نا کله عملیات کوي.
۳- په باجوړ کې طالبان د ملا فقير محمد تر مشرۍ لاندې خپل فعاليت ته دوام ورکوي. دوی هم د ملا نذير په څېر پر پاکستان د امريکايې بريدونو د غچ اخيستنې چيغې وهي.
۴- بله ډله د صوفي محمد د زوم مولانا فضل الله هغه ده، چې د سوات په سيمه کې فعاليت کوي او دغلته د شريعت دپلي کېدو لپاره هڅه کوي.
۵- پر دې سربېره پخپله د صوفي محمد ډله ده، چې دملاکنډ په سيمه کې يې له نوييمې لسیزې راهیسې هغه مهال خپل فعاليت پيل کړ، چې د ټولټاکنو اصل يې ونه مانه او د شريعت دپلې کېدو غوښتنه يې وکړه، هماغه مهال يې له ځينو ډلو مرستې هم ترلاسه کړې، چې په سيمه کې د جماعت اسلامي د نفوذ مخه پرې ډب کړای شي.
په ۱۹۹۴ز کال کې ورسره بېنظير بوټو ژمنه وکړه، چې شرعي محکمې به ورته فعالوي خو دغه ژمنې په عمل کې پلې نه شوې، له دې وروسته په ۱۹۹۸ز کال کې نوازشريف هم ژمنه ورکړه، چې شرعي محکمې به فعالوي، خو دا ځل هم دغه پروسې دوام ونه شو کړای.
د ۱۱ سېپټمبر له پېښو وروسته صوفي محمد د امريکا پر وړاندې ستر لښکر تيار کړ، افغانستان ته هم له ځينو جنګياليو سره واوښت، خو د طالبانو د حكومت تر ړنګېدا وروسته پاکستان ته راستون شو او په پاکستان کې ونيول شو. څه موده وړاندې له بنده ازاد شو او يو ځل بيا یې په دغې لوبه کې ځان ورګډ کړ. د حکومت او مولانا فضل الله تر منځ يې منځګړیتوب وکړ او په سوات کې يې د سولې تړون رامنځته کړ، چې له مخې به يې په دغه سيمه کې شريعت نافذېږي، خو دغه پروسه هم بريالۍ نه شوه. په دې ورستيو کې يې مرستيال مولوي عالم او وياند امير عزت خان هم ديوې نښتې په ترڅ کې ووژل شول.
۶- د منګل باغ ډله ده، چې د خيبر ايجنسۍ په حدودو کې فعاليت کوي، دغې ډلې هغه مهال سر را پورته کړ، چې په دغې سيمې کې د بريالويانو او ديوبنديانو تر منځ شخړه رامنځته شوه. د دغې ډلې زيات غړي د يو بنديان دي.
۷- د هنګو په سيمه کې هغه خپرې ورې ډلې دي، چې ريښه يې سني او شيعه تاوتريخوالي ته رسېږي.
۸ ـ دا هغه ډله ده، چې غلا، چور چپاول او تښتول کوي، دغه ډله هم ځان طالبان ګڼي.
د پاکستاني طالبانو مالي سرچينې:
د ترهګرو د مالي سرچينو په اړه اندېښنه له پخوا څخه وه ، خو لا تر اوسه هېڅ کوم هېواد يا کوم سازمان په دې بریالی نه شو، چې د القاعدې او طالبانو مالي سرچينې په ګوته کړي، امريکا او ملګرو يې د القاعده ټول بانکې حسابابونه کنګل کړي او د نړۍ په ټولو بانکونو يې خپله څارنه سخته کړې، چې له دغې لارې څوک ترهګرو ته پيسی وانه استوي. خو بيا هم يو شمېر هېوادونه د سعودې عربستان حکومت او يو شمېر شيخانو ته د شک په سترګه ګوري ، چې دوی په نا سیده ډول د القاعده او طالب جنګياليو سره مرستې کوي او همدارنګه کله کله داسې رپوټونه هم خپريږي، چې افغاني طالبان د دغه هېواد د نشه يې توکيو د قاچاق څخه زياتې پيسې لاسته راوړي، خو دغو ټولو هېوادونو او سازمانونو دا نه ده پلټلې، چې پاکستاني طالبانو ته له کومه ځايه پوځي او مالي شونتیاوې برابریږي؟
عربي نړۍ، چې په سر کې يې سعودي عربستان دی، له پاکستان سره ډېرې ښې اړيکې لري، تل يې د پاکستان سره مرسته کړې او نه غواړي، چې پاکستاني طالبانو سره دې په دې موخه مرسته وکړي، چې د پاکستان حکومت ته ستونزې راولاړې کړي. اوس پوښتنه دا ده، چې د افغانستان له نشه يي توکیو څخه خو يواځې افغاني طالبان ګټه اخلي، نو پاکستاني طالبان امکانات له کومه ځايه پيداکوي.
يو شمېر پاکستاني ليکوالانو د پاکستاني طالبانو مالي سرچينو ته په لاندی توګه اشاره کړې:
سوات کې له قېمتي ډبرو، چارتراشو (ټمبر) او ماربلو څخه د پاکستان دولت ته ډېرې پيسې لاس ته ورتللې او د پاکستان د ماربلو زيات شمېر فابريکې په دغه سېمه کې دي ، چې نه يواځې د سيمې د اوسيدونکو اقتصادي حالت یې ښه کړی و، بلکې د پاکستان په اقتصاد کې يې هم د پام وړ رول لوبولی و، د يوې احصائيې له مخې د فاټا د ماربلو کانونو په يو کال کې په ميلونو ټنه توليدات لرل، د پاکستان حکومت د يوې احصائيې له مخې د فاټا د سيمې د ماربلو عايدات د ۲۰۱۳ ز کال پورې تر ۵۰۰ ميلونو ډالرو زيات اټکل کړي دي، چې اوس د پاکستان حکومت لاس ته نه، بلکې د طالبانو لاس ته ورځي.
پاکستاني طالبانو په ۲۰۰۸ ز کال کې د مهمندو ايجنسۍ د زيارت د ماربلو کانونه ونيول، چې دا په دغه سيمه کې تر ټولو مشهور کانونه دي، او همدارنګه يې د همدې کال د مارچ په مياشت کې د حکومت څخه د مينګورې په غرونو کې دemerald mining کانونه هم ونيول ، ورپسی طالبانو د ګجر او شموزۍ سيمو د ماربلو او قميتي ډبرو کانونه هم په خپله ولکه کې واخیستل او د دغو کانونو تجارت يې پيل کړ. د سيمې اوسيدونکي
هم له طالبانو خوښ وو، ځکه چې په سیمه کې د نا قانونه کیندنو او ځنګلونو وهلو لړۍ پيل شوه ، چې زياته ګټه يې پاکستاني طالبانو تر لاسه کوله. دا لا معلومه نه ده، چې طالبانو به له دغو کانونو او ځنګلونو څخه څومره عايدات لاسته راوړي، خو دولت ويلي و چې دوی يواځې د سوات د ناقانونه ځنګلونو د قاچاق له امله ۶۵ بيلونه روپۍ زيانميږي.
پر دې سربېره طالبانو جزيه اخيستل هم پيل کړل، دوی د اورکزیو د سيکانو څخه جزيه اخيستله، چې په پایله کې د سيمې پرېښودلو ته اړ شول. طالبانو بيا د دوی ځمکې او کورونه په اجاره نورو خلکو ته ورکړل.
بله دا، چې طالبانو د سيمې له اوسيدونکو څخه د عشر او زکات اخيستل هم پيل کړل .
لاندې نخشه، چې د بي بي سي له اردو ویبپاڼې څخه اخيستل شوې، په پاکستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمې په ګوته کوي او يا د طالبانو تر اغيز لاندې دي او يا هم په راتلونکي كې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي:
وروستۍ پر مختياوې
مخکې له دې چې دسوات دعملياتو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړو ، څو پوښتنې او بيا ورته دځواب موندنې هڅه کوو:
ولې پاکستاني حکومت لومړی دغلته له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ ؟
او اوس يې ولې پر وړاندې جنګېږي ؟
ښايې پاکستاني چارواکو به په دغې سيمې کې دمنځلارو طالبانو سره دسولې سياست د ازمويلو هڅه کوله، چې يوه موخه يې ورځنې د طالبانو په خپل منځ کې په منځلارو او متشددو وېشل هم ګڼلی شو. کېدای شي دوی دغه نسخه په افغانستان کې له امريکايانو کاپي کړي وي، چې غواړي په افغانستان کې له منځلارو طالبانو سره خبرو ته کښېني. بله خبره دا هم کېدلای شي چې پاکستانی حکومت غواړي په دغه پلمه پآکستاني طالبان له القاعده راجلا کړي.
امريکا نه غواړي دغه نسخه په پآکستان کې عملي شي، ځکه خو يې په سوات کې دشريعت له پلي کېدو سره خپل مخالفت څرګند کړ. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلينټن خپل غبرګون داسې څرګند کړ (( دغه تړون د پآکستان د حکومت او ولس لپآره ګواښ دی )) نوموړي هيله لري ، چې پاکستانی ولس هم بايد له دغه تړون سره خپل مخالفت وښيي . د امريکا لپاره دپاکستان دغه منطق هم دمنلو وړنه و چې غواړي منځلاري له متشددو بېل کړي. امريکايان باور لري چې د افغاني طالبانو ستونزه له پآکستاني طالبانو سره يوه څه توپير لري چې پاکستان لا دغه ټکي ته نه دی متوجه شوی، خو که هرڅه و و دپآکستان حکومت خپل کار وکړ.
په سوات کې يې د تحريک نفاذ شريعت د حرکت له مشر مولانا صوفي محمد سره "د شريعت په بدل کې امن" ترسرلیک لاندې يو تړون لاسليک کړ. دغه تړون چې دپښتونخوا حکومت په هڅو وشو له مخې به يې په دغه ښېرازه سيمه کې شريعت پلی کېږي، طالبانو په خپل وار د۱۰ ورځو لپاره له حکومت سره اوربند اعلان کړ او د ښه نيت دښکاره کولو په موخه يې هغه چيني انجينر هم خوشې کړ چې د۲۰۰۸ز د اګست په ۲۹مه يې تښتولی و. د حکومت له اړخه په پښتونخوا کې دحاکم ګوند "عوامي نشل پارټۍ " لومړي وزير امير حيدرخان هوتي د۲۰۰۹ز دفيبرورۍ پر ۱۶ مه نېټه په رسمي توګه اعلان وکړ چې په دغه سيمه( ملاکنډ او کوهستان ..) کې به شرعي نظام چې د نظام عدل په نامه يادېږي پلی کېږي. له دې يوه اونۍ وروسته دفبرورۍ پر ۲۳ مه نېټه مولانا صوفي محمد هم په مطبوعاتي کنفرانس کې راڅرګند شو او د پښتونخوا له حکومت سره يې د تړون په اړه معلومات ورکړل. نوموړي له طالبانو او پوځه وغوښتل چې په دغه سيمه کې دې د امن دپايښت په موخه ټول ورسره بنديان خوشې کړي. نوموړي له پوځ څخه وغوښتل چې روغتيايې او ښوونيز مرکزونه دې پرېږدي. که څه هم له همغه پيله پخپله د سوات خلک، خپلواکه کارپوهان، نړيوال څارونکي، په پاکستان کې ديموکراته خوځښتونه او ليبراله کړۍ دغه تړون ته خوشبين نه وو او دپايښت په اړه يې هم اندېښنې درلودي، خو دا کار وشو او د پاکستان په پارلمان کې هم تصويب شو، ولسمشره هم توشېح کړ . ويل کېږي کله چې دغه قانون ((دنظام عدل)) قانون د تصويب لپاره پاکستاني پارلمان ته وړاندې کېده نو طالبانو وويل هر هغه څوک چې د دغه قانون پر خلاف وي هغه مرتد دی وکيلانو له همدغه ويرې په غوڅ اکثريت سره دغه قانون تصويب کړ .
دپآکستان له منځه تللو ګواښ څومره سخت دی ؟
دپآکستان دشتون په اړه اندېښنو هغه مهال زور واخيست کله چې دسوات طالبانو سوات ته څېرمه سيمې بونير ته خپل فعاليتونه وغځول چې د پلازمينې اسلام اباد په سل کيلومترۍ کې پرته ده. دامريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کليټن هم په خپل وار خپله داسې اندېښنه څرګنده کړه: (( د اټومي پآکستان شتون له سخت ګواښ سره مخامخ دی ))
څه د پآسه ۶۰ کلن پاکستان له خپل ولس سره په جګړه کې ښکېل دی، هغه پوځ بريالی نه ښکاري چې دغه هېواد به ورباندې ډېر زيات نازېده. له اقتصادي اړخه د دغه هېواد اقتصادي حالت د افلاس کچې ته راټيټ شوی، مرکزي حکومت يې پر ټول هېواد په بشپړه توګه واک نه لري. هېواد د قطبي کېدو لور ته حرکت کوي، سيکولر دمذهبي پر وړاندې او منځلاري دمتشددو پر وړاندې ... ټول هغه څه دي چې د دغه هېواد راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کولای شي.
ځينې کارپوهان د پاکستان د دغه حالت ترشا د امريکا لاس ويني: د پاکستان دعلومو او ټيکنالوژۍ وزيرمحمدعزام خان سواتى هم ورته نظر لري، هغه وايي: په حکومت کې ټول په دې پوهېږي چې متحده ايالات هڅه کوي دغه اټومي هېواد تجزيه کړي او پوځ او څارګره اداره يې هم له منځه ولاړه شي.
نيويارک ټايمز هم داسې اشارې ورکړي چې هغه نظري نقشه چې په واشنګټن کې د نويو محافظه کارانو ترمنځ د بحث لاندې ده. د دغې نقشې له مخې پاکستان څو ټوټې ښودل کېږي. دنيويارک ټايمز په ليکنه دغه نقشه دپاکستان ځينو پوځي چارواکو هم ترلاسه کړې، نو ځکه خو دوی اوس داسې فکر کوي چې متحده ايالات نور نه غواړي دغه اسلامي، اټومي، نړۍ ته د جهاد او ترهګرۍ د توليد ستر مرکز په همدې بڼه پاتې شي.
لوېديځ په ټوله کې د دې پلوي دی چې پاکستان بايد تجزيه شي په ځانګړې توګه برتانيه په دې برخه کې ډېر کار کوي. څه موده دمخه يې هم ۱۲پاکستانيان په دې تور نيولي وو،چې ترهګرۍ سره اړيکې لري. د برتانيې په مطبوعاتو کې په دې اړه ځينې مقالې هم ليکل شوي چې پاکستان ته د نړۍ پر وړاندې دسترګواښ په سترګه ګوري.
د ډيلي ټلګراف ورځپاڼه ليکي: پاکستان دلوېديځ د امن پر وړاندې ستر خنډ دی. انډيپينډڼت ورځپاڼه هم ورته نظر لري او ليکي: د برتانيې امنيت په پاکستان کې په ترهګرو ډلو پورې تړلی دی ...
ځينې څېړنې داسې څرګندوي چې متحده ايالتونو د دغې نوې ستراتېژۍ په عملي کولو هم کار پيل کړی دى.
د بېلګې په توګه:
په قبايلي سيمو د امريکا دبې پيلوټه الوتکو بريدونه چې ترشايې دپاکستاني پوځ شرمول دي چې دوی دخپل هېواد په ساتنه کې پاتې راغلي. بل لوري ته امريکايان ټينګار کوي چې پر قبايلي سيمو يې بريدونه د القاعدې دځپلو او کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي. مګر په دغو بريدونو کې تر اوسه ډېر کم مخالفين وژل شوي دي. دهغو شمېرو پر بنسټ چې پاکستاني چارواکو په لاهور کې د نيوز ورځپاڼې ته ورکړي څرګندېږي چې د۲۰۰۸ دجنورۍ له ۲۹مې نېټې تراوسه له ۶۰ بريدونو يوازې په ۱۰ بريدونو کې د القاعدې غړي او مرکزونه په نښه شوي، نور۵۰ بريدونه دناسمو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي چې ۵۳۷ ولسي وګړي پکې وژل شوي دي. همدارنګه د۹۹ ورځو په ترڅ کې ۱۴ بريدونه شوي چې يوازې يو يې خپل هدف په نښه کړی او په شمالي وزيرستان کې يې د القاعدې يو قوماندان وژلى دى او د نورو ۱۳ بريدونو له امله ۱۵۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په پورتنۍ مقاله کې له لاندينو ماخذو ګټه اخستل شوې ده
1_ http://www.al-majalla.com/almajallaviperpro/Article?id=553
2- http://ar.qantara.de/webcom/show_softlink.php/_c-339/_lkm- 2845/i.html
3- http://www.moheet.com/show_news.aspx?nid=237533&pg=1
www.aljazeera.net حرکه طالبان باکستان
4-
۵ـ
الشرق الاوسط ورځپاڼه باكستان على شفا الانهيار - فضيل الأمي
6_http://www.islammemo.cc/Tkarer/Tkareer/2009/05/26/82393.html
7_الجارية "تشيناي" Institute For Topical Studies, Chenn