وینډي شیرمن : دامریکا مشهوره مرکچۍ

 
دواشنګټن او تهران ترمنځ داتومي خبرو وروستۍ پریکړه او جوړجاړې دخپل ډول بېساری او پیچلې  او باریکه هغه دی، ډېرو شنونکو ورته  دسختو خبرو نوم ورکړی دی ، یو شمېر بیا وايي موږ نه پوهیږو،چې  له دې جوړجاړي څخه  چا ډېره ګټه پورته کړې ده؟
که دګټې خبره یو اړخ ته کړو، دې کې بیا هیڅ شک نشته،چې  دواړو خواوو ډېرې هلې ځلې کړې دي او په دې برخه کې تر ټولو مشهوره بیا شپیته کلنه  مېرمن ده،چې د سپین ماڼۍ د دوو مشرانو باور او اعتماد یې خپل کړې دی، دا مېرمن توانیدلې ده،چې ددې مهمو خبرو مهمه برخه وي، دا مېرمن  یهودۍ ده ایران او اسرائیلو دواړو ورته دشک په سترګه کتل او د نوموړۍ دهر وړاندیز او خبرې په اړه به یې شک کاوه.
له هر ډول نیوکو او شک سربېره مېرمن شېرمان وتوانیده،چې ورسپارل شوې دنده په ښه توګه تر سره کړي، مېرمن شېرمان د ولسمشر باراک اوباما ستره مرکچۍ  او په بهرنیو چارو وزارت کې درېیمه  لوړپوړې  مسووله ده.
وینډي شیرمان څوک ده؟
وینډي شيرمان په ۱۹۴۹  کې زیږیدلې ده او دامریکا د دیموکراټ ګوند ل مخکښو څېرو څخه ده، دپخواني ولسمشر بیل کلنټن دواکمنۍ پرمهال یې بهرنیو چارو وزارت ته لار موندلې ده، هغه مهال  له شمالي کوریا سره دامریکا داتومي خبرو اترو مسوولیت ورسپارل شوې وو، داوباما دواکمنۍ پرمهال دبهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن  دهڅو او سپارښتنې له مخې  مېرمن شېرمان بیرته  بهرنیو چارو وزارت ته راوستول شوه او دایران داتومي پروګرام دوسیه ور وسپارل شوه .
دولسمشر بوش ( زوی ) دواکمنۍ پرمهال مېرمن شېرمان په بهرنیو چارو وزارت کې دنده پرېښوده او دجمهوري غوښتونکو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
 
نیویارک ټایمز دمېرمن شیرمان دهڅو په اړه په خپل یو راپور کې لیکلي دي: مېرمن شیرمان  له ایران سره دخبرو اترو په برخه کې نه ستړی کېدونکې هڅې کړې دي اود امریکا دسترې مرکچۍ په توګه یې  ۳۰ بهرني سفرونه یې کړې دي، او دایران داتومي پروګرام نږدې څارنه یې کوله او له ځینو مهمو نظامي ځایونو څخه  لیدنه  دکار او فعالیت مهمه برخه وه.
دسیاسي فعالیت پړاونه
مېرمن شیرمان  سیاسي فعالیت په واشنګټن کې دوکالت  لپاره ددفتر له  پرانېستو څخه پیل کړی دی ، دې دفتر به  په ستراتیژیکو اړیکو او خبرو اترو کې  حکومت ته مشورې او سپارښتنې کولې ، په ۱۹۹۵ ز کې  بیل کلنټن دامریکا دبهرنیو چارو وزارت مرستیاله  وټاکله ، له دې وروسته بیا  له شمالي کوریا سره دخبرو اترو په برخه کې د امریکا دبهرنیو چارو وزیرې ماډلین اولبرایت  مرستیاله شوه.
په ۲۰۰۹ ز کې شېرمان د سپینې مانۍ سلاکاره شوه، موده وروسته  په سیاسي چارو کې دمېرمن کلنټن  مرستیاله وټاکل شوه ، دجون کیري تر راتګ پورې دوزارت  مرستیاله وه،چې وروسته بیا له ایران سره دخبرو اترو دوسیه او مسوولیت ور وسپارل شو .
مېرمن شېرمان تل هڅه کوله،چې دایرانیانو باور تر لاسه کړي او داتومي ستونزې ته حل  ومومي، دایران په اړه د نوموړۍ دومره اخلاص  یهودان ، په واشنګټن کې یهودي لابي ګر اندېښمن کړي وو، مېرمن شېرمان  وخت ناوخت  ایراني نظام او حکومت ته دا ډاډګیرنه ورکوله،چې امریکا یوازې  داتومي کشالې او ستونزې حل غواړي نه نور څه .
مېرمن شېرمان په ۲۰۱۳ ز کې په قزاقستان کې دایران له بهرنیو چارو وزیر سره ناسته درلوده نوموړې ورته وویل : له  مذاکراتو څخه زموږ موخه له ایراني نظام سره خبرې دي، نه دنظام ړنګول او یا بدلون ،شېرمان په دې ناسته  دایت الله خامنئي دهغې فتوا ستاینه وکړه، چې د اتومي وسلو جوړول یې حرام  ګڼلي وو.
څه ، چې ترسره شول دا ددې مانا نه ورکوي،چې مېرمن شېرمان  دخبرو اترو پر مهال  ډېره نرمه او یا سسته وه ، دایران داتومي پروګرام په اړه دنوموړې دریځ له هغو خبرو څخه مالومیږي، چې  په ۲۰۱۳ ز کې یې په ګانګرس کې کړې وې ، شېرمان هغه مهال د ایرانیانو په اړه ویلي وو:
خبرې سخت پړاو ته ننوتې دي، خو چل او دوکه دایرانیانو په خټه کې اغیږل شوې ده.
دې څرګندو په ایران کې غوغا راپورته کړه ، ملایانو له  حسن روحاني وغوښتل، چې له امریکایانو سره دخبرو اترو  په اړه غوڅ دریځ راخپل کړي  دیو لوړي پوړي امریکايي چارواکي دا ډول څرګندونې له سپکاوي پرته بل څه نه شي کېدای . له دې څخه دامریکا د زړه خبره مالومیږي.
وسپنیزه ښځه
مېرمن شېرمان  د ولسمشر کلنټن او اوباما دحکومتونو له اړخه ډېره وستایل شوه او لامل یې  په اتومي دوسیو کې دنوموړې زیرکتیا او پوهه ښودل شوې ده، ولسمشر اوباما خو داهم ور زیاته کړې ده، چې مېرمن شېرمان دخپل پېر / عصر  له نوموتو ډیپلوماتانو څخه یوه ده، اوباما له ایران سره په خبرو کې  ډېره تکیه پر همدې مېرمن کوله  اوباما دهمدې مېرمن پر لاس  په  بهرنۍ تګلار کې تر ټولو مهمه او له جنجاله ډکه ستونزه دخولې پر ځای پر لاس حل کړې ده.
دمېرمن شېرمان  سلف ولیام بیرنز،چې په ۲۰۱۳ ز کې یې له ایرانیانو سره دپټې ډیپلوماسۍ په برخه کې مهم اودپاموړ کرکتر و،چې وروسته بیا دا خبرې اترې پر رسمي هغو واوښتلې ، نوموړی وايي : مېرمن شېرمان  تل پر دې باور وه،چې  زموږ خبرې  کومه نیمګړتیا نه لري.
دبهرنیو چارو وزیر جون کیري ،چې دامریکا دملي ګټو په ساتنه او دفاع کې یې ډېره تکیه پر مېرمن شېرمان وه  وايي : ملګرو ته سپارښتنې او لارښوونې ، تجربه  له ډیپلوماسۍ سره لېوالتیا، دسختیو پر مهال ارام اعصاب  دا ټولې هغه ځانګړنې دي،چې مېرمن شېرمان یې لري.

یهودي شالید او دخیانت تور
مېرمن شېرمان،چې  دپخواني ولسمشر کلنټن او ولسمشر باراک  اوباما دواکمنۍ پرمهال  سیاست کاوه، کلنټن  دشمالي کوریا اتومي دوسیه ور وسپارله  او دشېرمان په مشرۍ امريکايي پلاوی وتوانیده،چې په ۱۹۹۴ ز کې شمالي کوریا دېته راماته کړي،چې له خپل اتومي پروګرام څخه لاس واخلي ، هغه مهال  شیرمان دجمهوري غوښتونکو له سختو نیوکو سره مخ شوه او خیانت تور یې پرې پور کړ ، دبوش (پلار) دمهال دبهرنیو چارو وزیر جمیس بیکر  خو دا هم ور زیاته کړه،چې شېرمان له شمالي کوریا سره دخبرو پرمهال  غوڅ دریځ نه لري او هڅه کوي،چې کوریا دلاسه کړي.
وينډي شېرمان  دنیویارک له بډایه او مهمې یهودي کورنۍ سره تړاو لري، له ایران سره داتومي خبرو اترو پرمهال شېرمان  کومه اندېښنه نه درلوده، خو خپله اسرائیل  ډېر اندېښمن وو، خو په څرګنده یې دشېرمان دماموریت په اړه څه نه ویل ، دلته اوباما غوښتل،چې په واشنګټن کې اسرائيل پلوه یهودانو ته ډاډ ورکړي،هر څه، چې کیږي، له تاسې به پټ نه وي  او دخبرو اترو دهر پړاو په اړه به یې پوره مالومات ورسره شریکول، مېرمن شېرمان به داسرائیل دملي امنیت له سلاکار یوسي کوهین سره منظمې ناستې درلودې.
شېرمان دبهرنیو چارو وزارت  درېیمه لوړ پوړې مسووله ده  له اسرائیلو سره به یې  غوڅې او شمېرلې خبرې کولې ، جیروزالیم پوست اسرائیلې ورځپاڼې د۲۰۱۴ ز  کې دمهمو اسرائیلي شخصیتونو په سر کې راوستې وه.
 له سیاسي ډګره وتل :
مېرمن شېرمان وخت ناوخت  ویلي دي،چې رسمي دنده او سیاست پریږدم او شخصي ژوند ته مخه کوم ، اوس ،چې له ایران سره خبره  خلاصه شوه نو ددې پریکړې  دعملي کېدو وخت رارسیدلې دی.
۶۵ کلنه شېرمان له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې وايي  : دوه اوږده کلونه وو، فکر نه کوم،چې  له دې وروسته کوم رسمي منصب تر لاسه  کړم .
ځینې کارپوهان وايي : کېدای شي مېرمن شېرمان  دمېرمن هیلري کلنټن دټاکنیز کمپاین مشري  ومني، ځکه په ۲۰۰۸ ز کې هم له  مېرمن کلنټن سره ولاړه وه .