څېړنه:دهوږې روغتیايي ګټې

 
هوږه طبیعي میکروبي ضد مواد لري، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت ډیروي
هوږه د زکام ، ریزش لپاره ګټور درمل دي.
که چیرې هوږه په منظمه توګه وکارول شي انسان د زړه له ناروغیو ژغورل کیږي، ځکه هوږه دکولیسټرول مخه نیسي، هوږه داسې مواد لري،چې  وینه سختیدو ته نه پریږدي.
هوږه په وینه کې دشکر سلنه تنظیموي او د تومور مخنیوي کوي او ځینې علمي څیړنې دا هم وايي، چې هوږه دسرطان په مخنیوي کې دپاموړ رول لري.
دروغتیايي چارو کارپوهان دتازه یا خامې / اومه هوږې دکارولو سپارښتنه کوي، خو که چیرې یو څوک له هوږې سره حساسیت لري، دمعدې ستونزه لري دوی کولای شي،چې دهوږې غوړ وکاروي او کوم خاص بوي هم نه لري.