مذهبي ترهګري(تروریزم)

 
پنځمه صلیبي جګړه:۱۲۱۲، ز؛ شپږمه صلیبي جګړه: ۱۲۲۸، ز؛ اوه مه صلیبي جګړه:۱۲۴۸، ز؛ اتمه صلیبی جګړه: ۱۲۶۷، ز او د صلیبي جګړو پایلې:
د صلیبیانو د پرله پسې ناکامیو له امله په اروپا کې داسې سوالونه راپیدا شوي وو چې ولي خدای(ج) له دوي سره په دې مقدسه جګړه کې مرسته نه کوي؟ نو ځکه په کشیشانو او اسقفانو باندې بې باوره شوي وو، نو په دې اړه به هر چا ډول ډول خبرې او نظرونه ویل، ځینې خلک په دې ګروهه وو چې دغه مقدسه جګړه یوازې بې ګناه کسان ګټلی شي، په دې بنسټ په کال ۱۲۱۲/ ز، کې یو تن المانی ځوان نیکولاوس چې چندان مشهور نه ؤ وویل چې، ده ته خدای(ج) دنده ورسپارلي ده چې له بې ګناه ماشومانو څخه صلیبي لښکر جوړ کړي او هغوی د مقدسې ځمکې، بیت المقدس پر لوري رهبري کړي. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۹)
کشیشانو او نورو عادي کسانو د ده له دې کار سره مخالفت وکړ، خو بیا هم د نیکولاوس نظریه او غوښتنه په اسانۍ سره ډېرو ماشومانو ومنله، میندو او پلرونو ډېر کوښښ وکړ چې خپل ماشومان له دا ډول خیالونو څخه منع کړي مګر په زرګونو هلکان د نیکولاوس سره یو ځای شول او ډېرې جلکۍ د هلکانو په کالیو کې چې عمرونه یې له دولسو کالو څخه زیات نه ؤ له خپلو کورونو څخه په پټه ووتلې او ټول په نیکولاوس پسې روان شول... دېرش زره ماشومان د سن له دریاب او د آلپ له غرونو څخه تېر شول، ډېری ماشومان له لوږې څخه مړه شول او هغه ماشومان چې له کاروان څخه ورسته پاتې وو، د لیوانو خوارک شول، یوه ډله غله له دوی سره یو ځای شول او د لارې په اوږدو کې یې له دوی څخه د خوراک توکي او جامې پټې کړې، هغوی چې ژوندي پاتې شوي وو جنوا ته ورسیدل، په دې ځای کې ایټالیاویانو په دوی پورې تمسخر وکړ او دوی یې د خپل تصمیم په اړه په شک کې واچول، د کښتیو څښتنان حاضر نه وو چې دوی فلسطین ته ورسوي، نو کله یې چې دریم پاپ اینوکنتیوس ته پناه وروړه پاپ دوی په مهربانۍ سره خپلو کورونو ته د بېرته تلو لپاره وهڅول، یو شمېر په ناامیدۍ او خواشینۍ سره د آلپ غرونو پر لور ستانه شول او ډېرو یې په جنووا کې استوګنه غوره کړه... .
په همدې کال کې په فرانسه کې یو دولس کلن شپون اتین نومی د فرانسې پاچاه فیلیپ اوګوست ته ورغلو او ورته ویې ویل چې هغه مهال چې ما مېږې څرولې عیسَی(ع) راته ظاهر شو او راته ویې ویل چې د فلسطین د آزادولو لپاره د ماشومانو د صلیبي لښکر مشري په غاړه واخله، فلیپ ده ته وویل چې خپلو مېږو ته دې ولاړ شه، خو سره له دې یې بیا هم شل زره ماشومان راټول کړل تر څو د اتین تر جنډې لاندې فلسطین ته ولاړ شي، دغه د ماشومانو لوی لښکر د فرانسې د مارسي پر لور روان شو، ځکه چې اتین دوی ته زېری وکړی ؤ چې هلته به اقیانو خپله خوله خلاصه کړي او د بحر اوبه به وچې شې او ټول به فلسطین ته ورسیږو، کله چې د ماشومانو لښکر مارسي ته ورسید، اقیانوس خوله خلاصه نه کړه بلکه دوه تنه د کښتیو څښتنان راغلل او دوی ته یې وویل چې بې له کرایې یې فلسطین ته رسوي، ټول په اوو کښتیو کې سپاره شول په داسې حال کې چې د بریالتوب سندرې یې ویلې، حرکت یې وکړ، له دغو کښتیو څخه دوه یې د ساردنی جزیزې د ساحل سره نږدې ماتې شوې او ټول سپاره ماشومان ډوب شول، د کښتیو څښتنانو، نور ماشومان د فلسطین پر ځای مصر او تونس ته یوړل او هغوی یې د غلامانو په توګه خرڅ کړل، وروسته د دوهم فردریک په حکم د کښتیو څښتنان یې د دې جرم په ترسره کولو باندې په دار کړل.
درې کاله وروسته دریم اینوکنتیوس د لاتران څلورمې شورا څخه بیا غوښتنه وکړه چې د عیسی مسیح ټاټوبې له مسلمانانو څخ آزاد کړي... په پای کې په کال ۱۲۱۷/ ز، کې د صلیبیانو پنځم لښکر له آلمان، اتریش او مجارستان څخه د مجارستان پاچاه دوهم اندراش په مشرۍ، د فلسطین پر لور روان شو او د مصر د دمیاط ښار ته ورسیدل د دمیاط ښار یې وروسته له یوه کال محاصرې څخه ونیو، ملک کامل د مصر او سوریې سلطان د سولې وړاندیز وکړ په لُمړیو کې صلیبیانو د سولې وړاندیز رد کړ خو وروسته له ځینو جګړو څخه د سولې تړون د اتو کالو لپاره لاس لیک شو، په تړون کې راغلي وو چې مسلمانان به د مسیحانو اصلي صلیب بیرته  ورسپاري او د دمیاط ښار به بیا مسلمانانو ته پریښودل کیږي او د مسیحیانو ټول عسکر به له مصر څخه په شا کیږي، صلیبیانو د دغې ماتي عامل د آلمان او ایتالیې ځوان امپراتور دوهم فردریک وباله.(تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۹ــ۲۲۸۰)
 شپږمه صلیبي جګړه: ۱۲۲۸، ز  
د رُم امپراتور دوهم فردریک په کال ۱۲۲۵/ ز، کې د صلیبیانو غوندې ته ورغلو او لوړه یې وکړه چې په منځني ختیځ کې به د دمیاط ښار له محاصره کوونکو سره یو ځای کیږي، خو په ایتالیا کې د بېلابېلو سیاسي عواملو له امله او یا هم د پوره ایمان نه لرلو له کبله یې حرکت ونه کړ، فردریک چې د پرله پسې ناغېړیو له امله د پاپ لخوا د کافر حکم پرې شوی ؤ نو په کال ۱۲۲۸/ ز، کې یې د شپږمې صلیبې جګړې تکل وکړ، کله چې فلسطین ته ورسید د مسیحیانو لخوا هېڅ ډول مرسته ورسره ونه شوه ځکه چې نوموړی ټولو صلیبیانو مرتد او د کلیساء لخوا شړل شوی بللو... فریدریک خپل استازي ملک کامل ته ورولږل چې کامل په نابلوس کې د مسلمانانو د لښکر رهبري کوله، کامل په مودبانه ډول د فردریک لیک ته ځواب ورکړ، دوهم فردریک په عربۍ ژبه، ادبیاتو، علومو او فلسفه باندې پوهیده، ملک کامل او فردریک د یو او بل په ستاینو پېل وکړ چې په پای کې د جګړې پر ځای یې د سولې یو تړون وکړ چې مسلمانان او مسیحیان یې حیران کړل(۱۲۲۹/ ز) په تړون کې ملک کامل بې له قبه السخرې څخه عکا، یافا، صیدا، ناصره، بیتلحم او د ټول بیت المقدس سیمې یې فردریک ته ورکړې، په تړون کې راغلي وو چې مسیحي زیارت کوونکي حق لري چې نوموړو ځایونو ته ورشي تر څو د سلیمان په هیکل کې لمونځ ادا کړي، او مسلمانان هم په بیت لحم کې له دا ډول حقوقو څخه برخمن دي، دواړه خواوو منلي وه چې ټول اسیران آزادوې او تر لسو کالو او لسو میاشتو پورې به سوله ټینګه وي، دغه د کلیساء لخوا کافر شوي امپراتور وکړی شول، هغه څه ترلاسه کړي چې په یوه پېړۍ کې مسیحي نړۍ ترلاسه نه کړل... د بیت المقدس مسیحیان خوشاله وو خو نهم پاپ ګرګوریوس نوموړی تړون د مسیحیت لپاره توهین وبللو او هغه یې تصویب نه کړ.
لکه چې ومو ويل چې سلطان صلاح الدين ايوبي په کال(٥٨٣،ه)کې بيت المقدس له عيسويانو څخه ازاد کړ چې دا لوى برى وروسته له سلګونو کالو څخه الله تعالى دې ده په نصيب کړ، خو له بده مرغه چې دبيت المقدس ښار د صلاح الدين ايوبي وراره الملک الکامل لخوا د صلحې په نوم صليبيانو ته ورتسليم کړاى شو!!
وايي چې هغه ورځ چې پر مسلمانانو باندې غږ وشو چې له قدُس څخه دې ووځي او فرنګيانو ته دې پرېښودل شي داسې ژړاوې، فريادونه او شور زوږ خپور شو چې څوک يې نه شي بيانولى، چې دا کار مسلمانانو ته ډېر سخت تمام شو او دا يې د ملک کامل ډېر ناوړه خيانت وبللو ځکه چې دا د صلاح الدين ايوبي يوه ډېر لويه نښه او لاس ته راوړنه وه هغه وخت چې بيت المقدس يې تسليم او د فرنګيانو پاچا(امپراتور) په بيت المقدس کې شپه وکړه هېڅ چا د مسلمانانو د اذان غږ پورته نه کړ.(تاريخ ايوبيان ٤ ټوک ص٢٦٣-٣٦٥)
 جمال الدين محمد بن سالم بن واصل د ايوبيانو د تاريخ ليکوال وايي: زه د (٦٤١ / ه) کال په اخېر کې بيت المقدس ته ورغلم او ما راهبان او کشېشان د قُدسي تيږې سره نږدې وليدل چې د شرابو پيالې يې د قربانى په نوم معبد ته هديه کولې او هلته يې د شرابو څخه ډکې پيالې ايښې وې او د الاقصىَ په مسجد کې ناقوس (لوی زنګ چې په کلیساء کې زوړند وې او دعیسویانو د عبادت په وخت کې د اذان پر ځای غږول کیږي) زوړند  ؤ، اذان او په جمع لمونځ  په حرم شريف کې لغوه او کفر په هغه حرم کې ځاى نيولى ؤ... .(تاريخ ايوبيان ٥ ټوک ص ٣٢٩-٣٣٠) 
له فلسطین څخه د فردریک له ستنیدو څخه وروسته مسیحې اشرافو فلسطین په خپل واک کې واخیست او د دمشق له حاکم سره یې د مصر د سلطان پر وړاندې لاس یو کړ، د مصر سلطان د مرستې لپاره خوارزمي ترکان وغوښتل نو هغوی بیت المقدس تسخیر او لوټ کړ او د ښار ډېر خلک یې ووژل، ملک ظاهر بیبرس د، ۱۲۴۴/ ز، کال په اکتوبر کې مسیحیانو ته په غزه کې ماتي ورکړه او بیت المقدس یې محاصره کړ په داسې حال کې چې په اروپا کې پاپ اینوکنتیوس د امپراتور فردریک پر وړاندې مسیحیان د جهاد لپاره دعوت کول او ټول هغه کسان چې له امپراتور سره د جګړې لپاره حاضریدل د پاپ لخوا زېرې ورکړ شوی ؤ چې، هغه اجر او ثوابونه چې یوه صلیبي ته په صلیبي جګړو کې ورکول کیدل د امپراتور سره په جهاد کې هم ورپه برخه وو، د فرانسې پاچاه نهم لویي ډېر کوښښ وکړ چې پاپ او امپراتور سره پخلا کړي تر څو د صلیبي جګړو لپاره سره متحد شي، خو پاپ پخلا نه شو او پر ځای یې یو راهب د مغلو لوی خان ته ورولېږلو او وړاندیز یې ورته وکړ چې مغل او مسیحیان دې په کوچنۍ اسیا کې د ترکانو پر خلاف سره یو شي، خان یې په ځواب کې د مسیحي نړۍ د تابع کولو غوښتنه وکړه. (تاریخ تمدن، ص۲۲۸۱)
اوه مه صلیبي جګړه:۱۲۴۸، ز
 د بیت المقدس له سقوط څخه لږه موده وروسته د فرانسې پاچاه نهم لویي له صلیبي عسکرو سره یو ځای شو او د هیواد مشران یې وهڅول چې د ده پر لاره قدم کیږدي... په پای کې لویي په کال ۱۲۴۸/ ز، کې د فرانسې له شهسوارانو سره یو ځای د فلسطین پر لور وخوځید، صلیبیان د مصر د دمیاط ښار ته ورسیدل او ډېر زر یې نوموړی ښار ونیو، خو د نیل سیند د اوبو موسمي مستوالی چې صلیبیانو په خپله جګړیزه نقشه او پلان کې هېر کړی ؤ د دوی د رسیدو سره سم پېل شو او د نیل سیند خوا او شا ځمکې داسې تر اوبو لاندې شوې چې صلیبیان تر شپږو میاشتو پورې په دمیاط کې پاتې شول... کله چې صلیبي لښکر حرکت وکړ یو شمېر کسان یې له لوږې، ناروغیو او د فرار له امله له منځه تللي وو او پاتې کسان د بې انضباطیو او جنسې بداخلاقیو له کبله کمزوري شوي وو، د منصورې په سیمه کې سره له دې چې یو څه مقاومت یې وکړ خو بیا هم مات شول، لس زره صلیبیان، د فرانسې د پاچاه لویې په ګډون چې د نس خوږي (اسهال) په ناروغۍ باندې اخته ؤ د مسلمانانو لخوا ونیول شول(۱۲۵۰/ ز)
د عربو یوه ډاکټر د لویي تداوي وکړه او له یوې میاشتې سختیو وروسته د دمیاط ښار د تسلمیدو په شمول او پنځه سوه زرو لیور فدیې په ورکولو سره آزاد شو... لویې د خپل پاتې لښکر سره د عکا ښار ته ولاړ او تر څلورو کالو پورې هلته پاتې شو په دې هیله چې اروپایان به له خپلو داخلي جګړو څخه لاس واخلي او له ده څخه به په صلیبي جګړه کې ملاتړ وکړي، لویي چې له اروپایانو څخه ناامیده شو نو د پاپ اینوکنتیوس په شان یې خپل یو مشهور راهب ګیوم دو روبروکي د مغلو خان ته ولېږه او د پاپ غوښتنه یې تکرار کړه خو د خان ځواب هغه پخوانی ځواب ؤ چې پخوا یې اوریدلی ؤ لویي په کال ۱۲۵۴/ ز، کې له خپلو ډېرو ناهیلیو سره فرانسې ته ستون شو. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۸۲)
 اتمه صلیبی جګړه: ۱۲۶۷، ز
له ۱۲۵۶څخه تر ۱۲۶۰/ ز، کال پورې د سوریې په بندرونو کې یوه داخلي جګړه د وینزیانو او جنووایي سوداګرو ترمنځ پېښه شوه چې ټولې مسیحي ډلې په کې ښکیل شوې او په فلسطین کې د صلیبیانو ځواکونه یې کمزوري کړل، ملک ظاهر بیبرس چې له غلامۍ څخه د مصر سلطنت ته رسیدلی ؤ د خپل لښکر سره د ساحل پر غاړه روان شو او د مسیحیان په لاس کې ښارونه یې یو پر بل پسې ونیول، د قیصریی ښار په کال ۱۲۶۵/ ز، کې؛ صفد په ۱۲۶۶/ ز؛ یافا په ۱۲۶۷/ ز؛ او انطاکیه یې په ۱۲۶۸/ ز، کې ونیوله، مسیحي اسیران یې ووژل او یا یې په غلامۍ بوتلل او د انطاکیې ښار داسې لوټ او وران شو چې بیا یې د آبادۍ مخ ونه لید، نهم لویي چې په زړښت کې یې مذهبي احساسات پاریدلي وو، د دوهم ځل لپاره یې د صلیبي جنډې لاندې د فلسطین عزم وکړ(۱۲۶۷/ ز) له لویې څخه یوازې د ده درو زامنو پلوي وکړه خو د فرانسې اشرافو د لویي نقشه خوښه نه کړه او له ده څخه یې ملاتړ ونه کړ... د فرانسې پاچاه چې په حکومت کولو کې پوه سړی ؤ خو د جګړې په اداره کې ډېر ناپوه ؤ، دا ځل یې لږ شمېر پوځیان د تونس په خاوره کې کوز کړل په دې موخه چې د تونس مسلمان حاکم  مسیحي دین ته دعوت کړي او مسیحي یې کړي او وروسته پر مصر باندې له لویدیځ څخه یرغل وکړي، لویي لا د آفریقا په خره اوکې پښه نه وه ایښي چې یو ناڅاپه د معدې سخته ناروغي ورته پیدا شوه او په داسې حال کې چې د اورشلیم، اورشلیم کلمه یې په ژبه وه مړ شو(۱۲۷۰/ ز)
یو کال وروسته انګریز شهزاده ادوارد د عکا په ښار کې ښکته شو او څو بې ګټې بریدونه یې پر مسلمانانو باندې ترسره کړل خو په بیړې سره په انګلیستان د سیاسي پېښو د رامنځ کیدو له امله انګلیستان ته ولاړ تر څو سلطنت تر لاسه کړي د صلیبي جګړو په پای مسیحیانو هغه مهال له لویې ماتې او تباهې سره مخ شول چې یو شمېر جګړه غوښتونکو مسیحیانو په سوریه کې د مسلمانانو په یوه تجارتي کاروان باندې برید وکړ او د کاروان مالونه یې لوټ او نولس تنه مسلمان سوداګر یې په دار کړل او د مسلمانانو څو ښارونه یې لوټ کړل، سلطان خلیل وویل چې د دغو ورانیو او زیانونو تاوان دې مسیحیان ورکړي، خو د سلطان خلیل غوښتنو ته مسیحیانو مثبت ځواب ورنه کړ، نو سلطان د عکا ښار پر لور چې د مسیحیانو ټینګ سنګر ؤ لښکر ولیږه او وروسته له درې څلوېښتو ورځو له محاصرې څخه یې نوموړی ښار تر لاسه کړ، په دې جګړه کې شپېته زره مسیحیان اسیر ونیول شول او د سلطان خلیل په حکم غلامان او ووژل شول(۱۲۹۱/ ز) له دې پېښې څخه لږه موده وروسته د صور، صیدا، حیفا او د بیروت ښارونه آزاد شول، په اروپا کې وروسته له دې چا عملاً سر پورته نه کړ پوهیدل چې صلیبي جګړې پای ته رسیدلي دي. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۸۲)   
صلیبي جګړو چې تقریباً دوه سوه کاله یې دوام وکړ اروپایانو چندان ګټه ونه کړه،  بیت المقدس د لږ وخت لپاره په لاس ورغلو او یوازې یو هدف ته ورسیدل چې صلیبان په دې ارمان کې وو چې د اورشلیم په مقدسه خاوره کې مړه شې او همداسې وشول چې، (نګاهی به تاریخ جهان ۳۸۵)
 د صلیبي جګړو پایلې:
په لومړۍ جګړه کې وروسته له درو کالو مشکلاتو ګاللو څخه صلیبیان په څه خواریو د اورشلیم دیوالونو ته ورسیدل؛ صلیبیانو په دې جګړه کې داسې ترهګریزې کړنې تر سره کړې چې د نړۍ په هڅ دین او مذهب کې نه لیدل کیږي او(۸۸)کاله اورشیلم د صلیبیانو په لاس کې پاتې شو،(۱۰۹۹ــ ۱۱۸۷، میلادي)
په دوهمه جګړه کې د المان امپراتور کونراد په داسې حال کې آلمان ته ولاړ،چې ناروغ، مغلوب او زړه ماتی ؤ؛ د فرانسې پاچاه لویي بې ګټې او بې نتیجې، یو کال په فلسطین کې پاتې شو؛ د اورشلیم پاچاه (ګي دو لوزینیان) او رژینالد په جګړه کې ژوندې ونیول شول؛ په دوهمه جګړه کې یو هم د غینمتو څخه هغه اصلي صلیب ؤ چې عیسی(ع) یې پرې مصلوب کړی ؤ او عیسویانو ته یې ډېر ارزښت درلود.
په دریمه صلیبي جګړه کې مسیحیانو یوازې د عکا ښار تر لاسه کړ، خو بیت المقدس چې د صلیبیانو اصلي هدف ؤ له مسلمانانو څخه تر لاسه نه کړی شو په داسې حال کې چې د اروپا لویو لویو پاچاهانو ګډون په کې کړی ؤ د رُم امپراتور فردریک بارباروسا په اوبو کې ډوب شو او د فرانسې پاچاه فیلیپ اوګوست له جګړې څخه فرار وکړ او لکه چې ومولوستل د انګریزانو پاچاه وروسته له دوو کالو سختو مشکلاتو زغملو څخه بې نتیجې انګلستان ته ستون شو، چې په حقیقت کې ټولو اروپایانو دریمه صلیبي جګړه هم وبایلله.
په څلورمه جګړه کې صلیبیان، د بیت المقدس د ازادولو په نیت راوتلي وو، د دې پر ځای چې فلسطین ته ولاړ شي  د بیزانس پر امپراتورۍ یې برید وکړ او یوازې لږ کسان فلسطین ته ورسیدل چې هغوی هم بې پایلې وو.
په پنځمه صلیبی جګړه کې هغه معصوم ماشومان چې د اورشلیم د نیولو لپاره راوتلي وو فلسطین یې په سترګو ونه لید ټول ماشومان په ډول ډول مرګونو باندې مړه او نور یې پر غلامۍ خرڅ شول، په دې جګړه کې د امپراتور لخوا له مسلمانانو سره د سولې تړون وشو د مصر او دمیاط ښارونه یې یوازې د یوه صلیب په بدل کې پرېښودل، صلیبیانو د دغې ناکامۍ عامل د آلمان او ایتالیې ځوان امپراتور دوهم فردریک وباله.  
په اوه مه جګړه کې لس زره صلیبیان او د فرانسې پاچاه نهم لویې په ګډون د مسلمانانو لخوا ونیول شول.
په اتمه جګړه کې نهم لویي چې د آفریقا خاورې ته راورسید د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ، په داسې حال کې چې د اورشلیم، اورشلیم کلمه یې په خوله وه.
یو کال وروسته انګریز شهزاده ادوارد د عکا په ښار کې ښکته شو او څو بې ګټې بریدونه یې پر مسلمانانو باندې ترسره کړل خو په بیړې سره بې پایلې او بې مانا انګیستان ته ستون شو.
د صلیبي جګړو د پرله پسې ماتو له امله اروپایان پر مسیحی روحانیونو باندې بې باوره شول او وروسته له دې چا د صلیبي جګړو غږ پورته نه کړ او (۷۳۰) کاله، د لُمړۍ نړیوالې جګړې ۱۹۱۷/ ز، کال پورې د مسلمانانو په لاس پاتې شو.
                                          پای