
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
دا،چې د اگست پر شلمه نېټه په افغانستان کې د انتخاباتو ورځ ټاکل شوې دکورنېو او نړيوالو خبري رسنيو گرمه سکالو همدا گرځېدلې، د دولت مخالفينو گواښونه او د کورنېو چارو د وزارت او د انتخاباتو د خپلواک کميسون هوډونه ارزول کيږي ، طالبانو په يوې اعلاميه کې پر ولس غږ کړى، چې په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي او ورته غږ د حزب اسلامي له خوا هم په يوې اعلاميه کې شوى، خو طالبانو بيا په خپلو پلويانو دا غږ هم کړې، چې د دولتي او ائتلافي ځواکونو خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي او د انتخاباتوڅخه يوه ورځ وړاندې دې ټولې لويې لارې دې وتړي ، چې انتخابات ترسره نه شي خو بلخوا د انتخاباتو د خپلواک کميسون وياند څرگنده کړې، چې مخالفين نه شي کولاى، چې انتخابات گډوډ کړي د ټاکلي پلان سره به سم انتخابات ترسره شي ټولو لرې پرتو ولايتونو، ولسوالېو او کليو ته به د انتخاباتو لوژستکي سامانونه ورسول شي د کورنېو چارو د وزارت وياند زمري بشري هم د طالبانو نوې گواښ رد کړى او ويلي دي، چې د کورنېو چارو وزارت پوره چمتوالى لري ، چې د انتخاباتو پر ورځ بشپړ امنيت وساتي په دې لاره کې ورسره نړېوال ځواکونه هم مرسته کوي که ددغه دواړو لوريو اندونه په ناپيلي توگه وارزول شي نو سړى دې پايلې ته رسيږي، چې د افغانستان په اوسنيو سياسي حالاتو کې انتخابات څومره اړين و آيا اوسنيو حالاتو ددې غوښتنه کوله ، چې د هېواد په داسې کړکيچنو او ترينگلو او حالاتو کې ټاکنې ترسره شي، او بيا په داسې حالاتو کې ، چې په ځنو سيمو کې دولت واک نه لري او د هغو سيمو د ترلاسه کيدو لپاره ائتلافي ځواکونه عمليات کوي ، چې په کې انتخابات باوري شي دا څرگنده خبره ده، چې د دولت مخالفين به چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې يې پرخلاف عمليات کوي خپل غبرگون څرگندوي او گواښونه به کوي او که وس يې ورسيږي د انتخاباتو روانه پروسه به گډه وډه کړي د کورنېو چارو وزارت اوس هغو سيمو کې کمپاين کوونکو ته څه ډاډ ورکړى، چې يا وژل شوي يا ټپيان شوي او د کمپاين دفترونه يې ړنگ شوي دي او ولس ته ډاډ ورکوي، چې د کورنېو چارو وزارت چمتو دى، چې د انتخاباتو په ورځ بشپړ امنيت ونيسي په همدغه مهال په ختيځ، جنوب او نورو سيمو کې د انتخاباتو د کمپاين په دفترونو کې بريدونه شوي، چا کړي څرگند نه دي خو د کورنېو چارو وزارت تر دې دمه هېڅوک نه دي نيولي او نه يې پلټنې پېل کړي، چې ولې د انتخاباتو د کمپاين په دفترونو بريدونه کيږي د نړېوالو او کورنېو خبري رسنېو د طالبانو وروستۍ اعلاميه، چې گواښ په کې شوى جدي نيولې او په اغېزوو اندېښنو يې د سياسي کارپوهانو سره مرکې کوي دا به وروسته څرگنده شي، چې څه پايلې راوځي خو ولس له اندېښنې سره مخ دى.
qadirandewal@yahoo.com