شکر

 
ټول هغه منفي لاملونه چې تاسو خواشیني کوي مثبت کړئ!
منفي فکر کول په ژوندانه کې د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی چې په سترګو نه لیدل کېږي. ځکه خو ډير خلک دغه خنډ نه ویني او د لرې کولو لپاره یې هڅه هم نه کوي.
تاسو کولای شئ چې منفی لاملونه چې ستاسو ژوند یې تریخ کړی دی مثبت کړئ.
مسعود لعلي په خپل کتاب، مشکلات را شکلات کنید وايي:
ـ شکر چې ټوله شپه مې د خاوند خر خر اورم، یانې هغه ژوندی او روغ دی.
ـشکر دی چې لور مې د لوښو له وېنځلو شکایت کوي، دا په دې مانا ده چې هغه کور کې ده او تل کار کوي.
ـ د خدای شکر دی چې مالیات ورکوم، یانې چې زه دنده  او عاید لرم.
ـ شکر چې میلمستیا کې ستړې شوم، دا ددې مانا ورکوي چې زه دوستان او خپلوان لرم او له هغوی سره مینه لرم.
ـ شکر دی چې جامې راکې تنګې شوې، دا د دې مانا ورکوي چې زه کافي خواړه خورم.
ـ شکر دی چې د هرې ورځې په پای کې ستړی او ستومانه یم، دا ددې مانا ورکوي چې زه د ډير کار توان او قدرت لرم.
ـ شکر دی چې د کور په پاکوالي کې ستړې یم، یانې زه د کور خاونده یم.
ـ شکر چې د تفریح لپاره مې پارک پیدا کړی، داددې مانا ورکوي چې زه پارک او تفریح ته هم وخت لرم او روغ صحت لرم چې پارک ته راځم.
ـ شکر چې په اوتو کولو او وینځلو ستړې شوم، یانې چې زه ډیرې جامې لرم.
ـ شکر دی چې اخترکې مې جیب تش شو، یانې زه دوستان لرم، داسې دوستان چې د ډالۍ د ورکولو ارزښت لري.
یادونه : که تاسو هم یوه یوه منفي جمله په مثبت بدله کړئ، هم خرما هم ثواب.