که غواړئ، چې اولاد مو دسړی او نارینه  په څېر راستر شي

 
طبیعي ده،که ماشوم ستر هم شي ځینې عادتونه به  یې له ځان سره ساتلي وي ، خو ددې امکان شته،چې  دیو محترم او دروند سړی په توګه راستر شي او په ټوله مانا  نارینه  ترې جوړ شي، دلته زما موخه دا نه ده،چې تاسې یې اړ باسئ ،چې  تړلی لاس ارام کیني، له لوبواو منډو  یې  ایسار کړئ ، له دې یې منعه کړئ،چې خپل چاپیریال وپیژني،دا باید زده کړي،چې څرنګه  له حکمته ډک چنلد وکړي، دنورو په اړه فکر وکړي،چې سړی شي او تاسې پرې  وویاړیږئ.
لاندې ۲۴ درسونه درسره مرسته کولای شي،چې  په ټوله مانا انسان ترې جوړ شي.
۱-  له الله عزوجل  څخه ډار ، دا دعلم او پوهې پیل دی.
۲- غوږ نیول : زیرکه او پوه سړی غوږ نیسي او ډېر څه  زده کوي.
۳- دپلار سپارښتنو او لارښونو ته غوږ نیول : وروسته  به  همدا زوی له خپل پلاره مننه کوي.
۴- دمور سپارښتنې باید له  یاده ونه باسي، موږ هم  پوهه او حکمت ور زده کوي.
۵-  پر غوسه کنترول:  څوک،چې  ځان کنترولولې شي دا له هغه چا ډېر پیاوړی دی،چې یو ښار کنترولوي.
۶-  خپله ژمنه ترسره کوي: دروند او محترم سړی،چې څه وايي هغه بیا عملي کوي.
۷-  له بدو وګړو سره خپل وخت نه ضایع کوي: ناوړه او بد ملګری ، اخلاق خرابوي.
۸- کلکه او رښتینې ملګرتیا جوړول : ملګری له سکه ورور  ډېر ورسره پاتې کیږي.
۹-  هغه څه کول،چې اړتیا یې وي  او پرته له دې ،چې څوک ورته سپارښتنه وکړي.
۱۰-  پاکوالې : تل باید هڅه وکړي،چې کالي یې پاک ، ښکلي او منظم وي.
۱۱- پر الله عزوجل  باور ولري، دځینو چارو او کارونو په شننه کې پر خپلې شننې ډډه ونه لګوي.
۱۲- له نیوکو تنګ نه شي : نیوکه باید دپرمختګ او زده کړې  لپاره چانس وګڼي.
۱۳- په خپل کار کې باید زیار وباسي، داوریدو هنر باید زده کړي او له هر ډول ګواښونو سره دمخامیدو وړتیا او زړه ولري.
۱۴-  هر ګام یې باید روغ او پر ځای وي : له اخلاقي فساد څخه باید ځان لرې وساتي او دښه نیت څښتن وي .
۱۵-  باادبه  وي : ادب او نزاکت  دمحترم سړی له ځانګړنو څخه شمیرل کیږي، ادب  دزړورتیا په څېر ارزښت لري.
۱۶- ورزش او سپورټ : ځوان سړی  باید خپله ځواني  او فزیکي ځواک وساتي، چې دستونزو پرمهال ښه مقابله وکولای شي.
۱۷-  دکوچنیانو او کمزورو خلکو ساتل او ژغورل.
۱۸- دنورو خدمت کول: په ډېره عاجزۍ دنورو خدمت کول دنارینه  له ځانګړنو څخه شمېرل کیږي او کوم خلک،چې  ددې خبرې برعکس وايي ، هغوي تیروتي دي. 
۱۹-  له ښځو سره وړ چلند او سلوک:  له ښځې سره باید ښه وچلند وشي ځکه ښځه مور ده خور ده ، باید ملاتړ څخه وکړي.
۲۰-  تل باید د زده کړې په حال کې وي: دمختلفو موضوعاتو په اړه هر وخت زده کړه وکړي،مختلف کتابونه ولولي، پوښتنې طرحه کړي.
۲۱-  دسپین ږیرو درناوی وکړي: مخامخ ورته وګوري، دستړی مه شي پرمهال باید دواړه لاسونه ورکړي، خبرو ته یې غوږ ونیسي.
۲۲-  له اخلاقي تیروتنو باید ځان وساتي: هر وخت که پوه شو،چې دلته  اخلاقي تیروتنه راڅخه کیږي هغه ځای باید سمدلاسه خوشی کړي.
۲۳-  زړورتیا: د زمري په څېر باید زړور وي، هغه سړی،چې پر حقه وي هغه باید دحقیقت له ویلو نه شرمیږي.
۲۴- دالله عزوجل له نوم سره مینه ولري: هغه سړی ،چې الله عزوجل ورته لارښوونه او هدایت وکړي په دې نړۍ کې بیا نیکمرغه او دښه بخت څښتن وي.