
په دوشنبه کې د افغانستان پاکستان او تاجکستان ترمنځ د مرستې تړون
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان ولس مشر حامدکرزي د پاکستان ولس مشر اصف علي زرداري او د تاجکستان ولس مشر امام علي رحمان ترمنځ پر يو تړون لاسليک وشوو چې له مخې به يې درې واړه هېوادونه په خپلو کې اقتصادي، فرهنگي، سوداگريزې، دفاعي اړيکي ساتي او په دې تړون کې د ترهگرۍ پرخلاف په گډه مبارزه ټينگار شوى دى درې واړو هېوادونو ترهگري د سيمې لپاره يو ناسور گڼلې او پرخلاف يې د گډې مبارزې هوډ کړى دى دا، چې په افغانستان کې د ټول ټاکنو ورځې ورځ په ورځ رانېږدي کيږي او اوس دغې ټول ټاکنو ته پوره شل ورځې پاتې دي او ورسره ورسره د لرې پرتو سيمو کې طالبانو خپلو بريدونو ته زياتوالى ورکړى دى او ورسره يې په يوې اعلاميه کې په خپلو پلويانو غږ کړى،چې د ټاکنو پر ورځ لوى لارې وتړي ، چې اولس ونه شي کړاى په ټول ټاکنو کې برخه واخلي په اعلاميه کې دا خبره هم راغلې ، چې طالبان دې دائتلافي ځواکونو پراهدافو بريدونه زيات کړي اوس چې ولس مشر کرزي د پاکستان ولس مشر اصف علي زرداري او د تاجکستان ولس مشر امام علي رحمان سره ترهگرۍ په خلاف د مبارزې لپاره نوى تړون لاسليک کوي اوس پوښتنه دا ده، چې په دغې درې واړو هېوادونو ترمنځ به دغه تړون په څه ډول پلى شي ايا گاونډي هېوادونه به د خپلو پولو ساتنه وکړي ځکه ، چې د دوى په گمان طالبان د افغانستان او پاکستان په سرحدي پولو تگ راتگ کوي او په يو او بل هېواد کې امنيتي گواښ بريښوي دوى غواړي، چې ددې لارې نورې نړېوالې مرستې هم ترلاسه کړي له دې وړاندې طالبانو خپلو پلويانو ته يوه لايحه هم خپره کړې، چې په کې د جنگي تکتيکونو او نورې لارښوونې شوي دي، که څه هم ائتلافي ځواکونو او د دفاع وزارت د طالبانو يو تبليغاتي جگړه بللې خو که حقيقت ته وکتل شي د ټول ټاکنو د پيل د اعلان څخه راوروسته طالبانو خپلو بريدونو ته زياتوالى ورکړى او د نامعلومو وسله والو له خوا د ډاکټر عبدالله په گډون يو شمېر کانديدانو د کمپاين په دفترونو بريدونه شوي دي د ولس مشر کرزى بايد په ولسي کچ ستونزې حل کړي د گاونډيو هېوادونو سره تړونونه به څه گټه وکړي آيا گاونډيان به د افغانستان پولې د ترهگرو د تگ راتگ څخه وساتي د هرڅه نه به لومړى پوښتنه کرزي وراوړي، چې ولې د خپل هېواد پولې نه شي ساتلى په داسې حال کې ، چې نړېوال ځواکونه او د ملي اردو او ملي پوليس هم تريوې اندازې پورې روزل شوي او د هېواد پولې اوس هم ناامنه دي
ليکوال فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com