د افغانستان امنيت د پښتونخوا د امنيت پورې تړلى دى

 
د افغانستان امنيت د پښتونخوا د امنيت پورې تړلى دى د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) د پښتونخوا ايالت اعلى وزير امير حيدر هوتي په خپل دفتر د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانگړي استازي سره په خبرو کې ويلي دي،چې پښتونخوا د جنگ د لومړۍ کرښې په توگه د ترهگرۍ په خلاف ستره قرباني ورکړې نړيوال بايد زمونږ د قربانيو اعتراف وکړي د قبايلي سيمو او افغانستان امنيت له يو بل سره تړلې دى، چې د دغه دواړو امنيت بيا پر پښتونخوا پورې تړاو لري که چرې په افغانستان او قبايلي سيمو کې امنيت وي نو په پښتونخوا کې به خامخا امنيت وي د ترهگرۍ په خلاف جگړه کې زمونږ اولس ډېر ځپل شوى نوموړي دا هم زياته کړې، چې د سوات او ملاکنډ د سيمو جنگ ځپلي بېرته خپلو سيمو ته ستنيږي، چې ورسره نړېوال بايد بشپړه مرسته وکړي دا خبرې په داسې وخت کې رامنځته شوي، چې د امريکا ځانگړى استازى هالبروک د سيمې د دورې څخه ستون شوى او اوس د جرمني ځانگړى استازې هم سيمې ته راغلې او بله دا، چې د افغانستان په هلمند کې د خنجر، په غزني کې عقاب او نورو لرې پرتو ولايتونو کې عمليات د طالبانو خلاف روان دي بلخوا پاکستان په ائتلافي ځواکونو غږ کړى، چې په هلمند کې د عمليات ودروي، چې د عملياتو له لامله طالبان پاکستان ته رانه شي او دلته امنيت له گواښ سره مخ نه کړي د امريکا دپوځ قوماندان جنرال سټينلى هم پاکستان ته په ناڅاپي دوره راغلې او د پاکستان د پوځ له مشر پرويز اشفاق کياني سره يې د ترهگرۍ پرخلاف د مبارزې په ستونزو او لاس ته راوړنو خبرې کړي دي دې ته په پام سره ، چې د لويديځ، اروپا او امريکا ځنې لوړرتبه چارواکي پاکستان دوره کوي او دلته له اولس مشر اصف علي زرداري صدراعظم ،سيد يوسف رضا گيلاني او د پښتونخوا له اعلي وزير امير حيدر هوتي سره گوري دوى هم ورته خپلې ستونزې او لاس ته راوړنې په گوته کوي يوه خبره، چې دوى پرې ټينگار کوي هغه دا ده، چې په افغانستان کې امنيت د پاکستان په گټه دى، مونږ په افغانستان کې بشپړ امنيت غواړو خو بل لوري ته د افغانستان دولتي چارواکي په پاکستان کله ناکله تورونه پورې کوي او کله ورسره په دې خبره هم غږي کيږي، چې ترهگر  د دواړو هېوادونو گډ دښمن دى او بايد پرخلاف يې گډه مبارزه وشي بلخوا د امريکا اولس مشر بارک اوباما او د بريتانيې صدراعظم گولډن براون په خپلو تليفوني خبرو کې د افغانستان او د سيمې د امنيت په اړه خبرې کړي دي پايله يې دا ده، چې د گاونډي پاکستان د مشرانو په گډون نړېوال دې ټکي ته رسيدلي ، چې د افغانستان امنيت د گاونډ او سيمې د امنيت پورې تړلې دى که چرې په افغانستان کې امنيت وي په سيمې او گاونډ کې به هم امنيت وي ليکوال فضل قادر انډيوال qadirandewal@yahoo.com