
امريکا څرگنده کړې، چې د افغانستان ټول ټاکنې به رڼې نه وي
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړي استازي هالبروک په واشنگټن کې د يو پريس کانفرانس په ترڅ کې څرگنده کړې، چې د افغانستان امنيتي ستونزو ته په پام سره د افغانستان ټول ټاکنې که څه هم په خپل ټاکلي وخت به ترسره شي خو ټولو ته د منلو وړ پايلې نه شي څرگندې دى نوموړي دا هم څرگنده کړه، چې ټول ولس ته د منلو او غوره ټول ټاکنې په امريکا کې هم نه دي ترسره شوې نوموړي زياته کړه، چې د امريکا ولس مشر بارک اوباما غواړي، چې د افغانستان ټول ټاکنې عادلانه، غوره او ټول ولس ته د منلو وړ وي او دا هم غواړو، چې د افغانستان د ټول ټاکنو پايلې افغان ولس او نړېوالۍ ټولنې له خوا ومنل شي او د افغانانو د هيلو سره سمې وي؛ځکه، چې په دې ټاکنو کې افغانان خپله رايه کاروي. هالبروک اندېښنه وښودله، چې داسې شونتيا شته، چې د افغانستان په ځينو برخو کې د امنيتي ستونزو له امله ولس له رايې اچونې بې برخې پاتې شي خو افغانستان سره امريکا په خپلو ژمنو ولاړه ده. د افغان ملي ځواکونو د روزنې دنده مهمه گڼي بل خوا طالبانو هم په يوې نوې خپره شوې اعلاميه کې پر افغان ولس غږ کړى، چې د افغانستان په دې ټاکنو کې برخه وانه خلي او دا يې د امريکا له خوا جوړه شوې، د امريکا په مرستو جوړه شوې پروسه گڼل شوې اوس افغانان په يو دوه کې حيران دي، چې انتخاباتو کې برخه واخلي او که نه يوه خبره، چې امريکا هم په دې باوري ده. هغه د هېواد په ځينو برخو کې د امنيت نشتوالى دى. او د انتخاباتو د رانېږدې کيدو سره سره هېواد په زياترو سيمو کې طالبانو او نورو مخالفينو خپل عمليات او بريدونه زيات کړي د انتخاباتو د کمپاين په دفترونو بريدونه شوي، کمپاين کوونکي وژل شوي او يا ټپيان شوي د کورنېو چارو د وزارت له خوا ورکړى شوي پوليس هم د امنيت په ټينگښت کې تر دې دمه چندان بريالي نه معلوميږي او خصوصي امنيتي کمپنيو هم د کمپاين پروخت خپلې تنخواوې پورته کړي او نه شي کولاى، چې يو عادي کانديد او يا د ولايتي شورا د کانديد د امنيت ساتنه وکړي، ځکه چې امنيتي کمپنۍ زياتې پيسې غواړي او کانديد يې نه شي ورکولاى او ځنې کانديدان، چې يو څه شتمن دي هغوي بيا د امنيتي کمپنيو د امنيت ساتنې ته هم اړتيا نه لري ولس ته هم وخت په وخت گواښونه کيږي،چې په انتخاباتو کې برخه مه اخلئ. او د انتخاباتو خپلواک کميسون بيا په راډيو او تلويزيون او ورځپاڼو له لارې اعلانونه خپاره کړي، چې د هېواد په ټول ټاکنو کې برخه واخلئ او خپل راتلونکى په خپله وټاکئ
ليکوال فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com