دبلک واټر خپسکه دپيښور استوګن ګواښي

تورې ويرونکې عينکې په سترګو  ، نوې تفنګچي او وسلې ورسره په توو زرې موټرو کې سپاره  يو ډله دپيښور په کوڅو او سړکونو کې له ويرې پرته تګ راتګ کوي ، ترافيکي اشارو ته پاملرنه نه کوي ، ځينې وخت عام موټر چلوونکي هم ګواښي او که اړتيا پيښه شي له مرمۍ چلولو هم کار اخلي . د دوی دنده دقبايلي بانفوذه مشرانو اخستل او دځان ملګري کول دي همدارنګه دوی دهغه مالونو اوپيسو تعقيب هم کوي چې څرنګه له ملي او نړيوالو بانکونو څخه دالقاعدې مشرانو او طالبانو  ته رسيږي .
د ويرې دغه فضا دامريکا  دځانګړي جنجالي امنيتي کمپنۍ  بلک واټر   اجيرانو اوعسکرو  دپيښور په سړکونو کې
جوړه کړې ده .يو پيښوری کارګر احمد يارخان اسلام ان لاين ته په دې اړه داسې وايې: په پيښور کې دورته کمپنيو له شتون څخه ډير په ويره کې يو ځکه د همدغه کمپنيو له خوا زموږ ژوند او شتو ته خطر متوجه دی .
د استخبارتي سر چينو پر بنسټ دغه امنيتي شرکت چې په نړيواله کچه يو بد نام شرکت دی ، او  په عراق کې يې دبې ګناه او ملکي وګړو په وژنه کې لوي لاس درلوده اوس يې دشمال لويديځ ايالات په پلازمينه پيښور کې ډير مرکزونه جوړ کړي او دپيښور په ښار کې له ويرې پرته تګ راتګ کوي دوی د ډيپلوماټيکو پاسپورټونو ګټه اخلي هيڅوک يې پر وړاندې نه شي دريدلی .
يو استخباراتي چارواکي چې دموضوع دحساسيت له امله نه غواړي خپل نوم څرګند کړي اسلام انلاين ته ويلي چې  بلک واټر کمپنۍ  امريکايې ، اروپايې او افغان  ډيپلوماټانو او هغه کارګرو ته چې په امريکايې کمپنيو کې کار کوي اسانتياوې برابروي
ويره او ورخطايې
مګر  استخباراتي مسول دپيښور استوګنو په حواله وايې چې دغه ډله په ښار کې ويره خپره وي . نوموړی وايې چې دوی په سړکونو کې دريږي او عامو خلکو سره ناوړه  رويه کوي .
 د دوی ښکاره سرغړونې د تر افيکي اشارو نه مراعت کول دي او که په داسې وخت کې څوک مخې ته راغلل نو حتي ډزې هم ورباندې کوي ، خان وايې که څه هم د دوی پر وړاندې شکايتونه هم شوی خو هيڅ ګټه يې نه ده درلودلې . امتياز خان چې په يونيورسټي ټاون کې اوسيږي او د دغه کمپنې هډه يې هم کورته څيرمه پرته ده  د پورتنيو خبرو تايد کوي او وايې : دوی کله کله پر سړک ودريږي له خپل وسلو ناوړه استفاده کوي او په دې برخه کې دهيچا پروا هم نه لري
د دولت منځ کې دولت :
خان دمسخرې په ډول وايې : څوک زموږ سړکونه ساتي ؟ دپاکستان حکومت او که امريکايان ؟ د دولت دننه يې بل دولت جوړ کړی
دبلک واټر ترټولو مهه دنده  دا ده چې د ( کريټيف اسوشيټس انټرنشنل ) کارکوونکو ته اسانتياوې برابر کړي دغه شرکت په قبايلي سيمو کې دامريکايې پروژو دپلي کولو دنده لري چې ميليونونو ډالرو پانګه پکې په کار اچول کيږی . بلک واټر هغه ځانګړې امنيتي  کمپنۍ ده چې په ۱۹۹۷ ز د امريکا يو بحري ضابط  آريک برينس جوړه کړی چې په زرګونو دلويديځ هيوادونو پوځيان او د دريمې نړۍ ځينې اجير پوځيان هم پکې په دنده بوخت دي دغه کمپنې هغه ستره امنيتي کمپنۍ ده چې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت پورې اړونده  ده په نړيواله کچه يې د ميليونو ډالرو په ارزښت تړونونه يې لاسليک کړي . دغه کمپنۍ هغه مهال دمطبوعاتو پام ځانته را واړاوه کله چې يې په ۲۰۰۷ ز دعراق په پلازمينه کې ۱۷ بې ګناه وګړي هغه مهال په ډزو ووژل چې دوی خپله دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت يو کاروان چې يوغونډې ته روان وو بدرګه کاوه . دغه شرکت اوس  د امريکا د و يرجينا په ايالات کې ديوې ملکي  قضيې سره مخامخ دی دغه قضيه هغه کسانو وړاندې کړې دچا  دکورنۍ غړي چې د بلک واټر له خوا وژل شوي . په دې ورستيو کې دامريکا کانګرس يو رپوټ خپور کړی چې پکې  له ۲۰۰۵ ز څخه تر اوسه   يې   ۱۹۵ بې ګناه وګړو د وژنو  پړه  دبلک واټر کمپنۍ  پر غاړه  ور اچول شوې  ده  .
دماشومانو غلط استعمال
همدارنګه دغه کمپنۍ  دبشر دحقوقو او ماشومانو غلط استعمال په برخه کې هم يو لړ نور اتهاماتو سره هم  مخامخ ده . همدارنګه ويل کيږي ، چې دغه کمپنۍ دکردستان  کارګر ګوند چې دملګرو ملتونو  ، اروپايي اتحاديې او ناټو سازمان سره د ترهګر سازمان په نامه ثبت دی  سره وسلواله مرستې کړي  ، دغه معلومات په تير کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا خپاره شوي دي .
دغه کمپنۍ د ۲۰۰۹ ز په فبروارۍ  کې د خپل بد نوم د پټولو لپاره په نوې بڼه د ( اکس ورلډ وايډ ) به نامه رامنځ ته شوه  او په روانه مياشت کې يې پخوانی مشر هم له دندې ګوښه شو  .
دا چې بلک واټر په نړيواله کچه يوه بدنامه کمپنۍ ده نو ځکه خو د پاکستان دکورنيو چارو وزارت  دخپلو څلورو صوبو له چارواکو وغوښتل چې د دغه کمپنۍ کارونه تعقيب کړي .په ځانګړې توګه  دغه هڅې هغه لا پسې غښتلې شوې کله چې کريټيف اسوشيټس انترنشنل دغه کمپنۍ په فاټا کې دخپلو کارکوونکو دساتنې په موخه استعمال کړه .
دجګړې سيمه
دپيښور استوګن له دې ويره لري چې هسې نه سيمه يې د بلک واټر داجيرانو او طالبانو ترمنځ دجګړې ډګر ونه ګرځي ، له همدې ويرې خان وايې هڅه کوي پيښور کې خپل کور وپلوري خو لا هم نه توانيدلی اخستونکی ورته پيداکړي ، نوموړی وايې هر ورځ په پيښور کې تيرول ورته دمرګ لپاره شپې سبا کول دي نوموړی وايې په هر لحظه کې دا امکان شته چې ځانمرګې بريد او يا هم بله پيښه ترسره شي