
نيويارک ټايمز ورځپاڼې ديکشنبې دورځې په ګڼه کې دپاکستان دهغه انديښنو په اړه ليکلي چې ګواکې امريکا پلان لري پاکستان په تدريجې توګه له منځه يوسي .
ورځپاڼه ددې عنوان لاندې د (دښمن په محاصره کې) ليکې : پاکستانيان له امريکاڅخه ويره لري ځکه هغه نظري پلان اونقشه چې دسويلي اسيا لپاره دامريکاپه ستراتژیکو ادارو کې ورباندې کارکيدولو اوس بشپړه شوی ده همدغه ګونګسي دي چې په پاکستاني سياسي کړۍ په انديښنه کې اچولي .
دغه نقشه هغه سيمه په ګوته کوي چې ختيځ ته يې دستر هند او لويديځ ته يې دلوي افغانستان سرحدونه څرګنديږي .
دپاکستان يولوړ پوړي چارواکي چې په ستراتيژیکو پلانونو کارکوي ويلي : پاکستاني پوځي او ستراتيژکې کړۍ دهند او افغانستان ګډې همکارۍ په دې انديښنه کې اچولي چې ګواکې دغه داواړه هيوادونه غواړي پاکستان له منځه يوسي
همدغه چارواکی چې له نوم له اخستنې يې ډډه کړې زياته کړې ،چې ځينې پاکستاني کړۍداسې فکر کوي ، چې متحده ايالات هند او افغانستان سره دپاکستان پر ضد په دغه توطيه کې همغږي دي.
نيويارک ټايمز دې ته هم اشاره کړې : پاکستان چې ۶۱کاله عمر لري او مختلف توکمونه په کې استوګن دي څلور ايالتونه لري اود توکمونو ترمنځ يې مشترک قاسمونه هم ډير کم دي
همدارنګه ددغه هيواد بريدونه دوخت دانګريز دامپراطورۍ له خوا په نامنظمه توګه په نښه شوی و چې ګاونډيانو سره له همغه پيله په کړکيچونو کې ښکيل و په ځانګړې توګه هند سره .
دامريکاسره داختلافي ټکو څخه دپاکستان انديښنه
ورځپاڼه ځينې پوښتنې مطرح کوي :
پاکستانيان دامريکا دنوي ټاکل شوي ولسمشر باراک اوبا دتعهداتو او راتلونکي په اړه څه فکر کوي؟
دامريکا اوپاکستان دنویو اړيکو پيل ؟اودغه پيل له کومه ځايه؟
ځينې پاکستانيان دکشمير دشخړې پر سر دهند اوپاکستان ترمنځ دامريکا پرمنځګړيتوب هم شکمن دي دوي وايې چې اوباما ددغه ستونزې دحل په اړه هيڅ پلان نه لري، مګر دفلسطين او اسرايلو دشخړې په حل ټينګار کوي ، داخو پريږده چې اوبا دخپلو څرګندونو په ترڅ کې ويلي چې عبري دولت ته به دسوله ييز ژوند زمينه برابروي ، مګر همدغه نوموړی دفلسطیانو پر ضد ددوي دناترسه بريدونه په اړه څه نه واي .
پاکستان دې ته هم ډير انديښمن دی چې متحده ايالات هند سره اټومي تړون لري ،سره ددې چې هند داټومي وسلو دنه خپراوي تړون هم نه دی لاسليک کړی .
پاکستان په افغانستان دهند له کړنو هم خوښ نه ښکاري ، هند هڅه کوي په افغانستان کې خپل نفوذ لاپسې پياوړی کړي ، چې هند په دې لړ کې دايران دچابهار بندرګاه ته درسيدو په موخه دهغه لارې دجوړولو کار پيل کړی چې هند دايران دچابهار بندر سره تړي .
بل لوري ته پاکستان له دې هم ويره لري چې په افغانستان کې دهند قونسلګرۍ به ښايې هغه بيلتون غونښتونکو ته دمرستې لاس ورغځوي چې دپاکستان څخه دجلا کيدو هيلې لري لکه دبلوچستان دجلاغوښتونکو غورځنګ .