
نیټه: ۲۷/۴/۱۳۹۴،ه،ش
په هند کې د جلال الدین اکبر(مغُل اعظم) الهي دین:
په هند کې د مغلو د لړۍ له پاچاهانو څخه جلال الدین اکبر(مغُل اعظم) د مسلمانانو، هندوانو، مسیحیانو، زردشتیانو او نورو له ګروهو څخه د (دین الهي) په نوم یو ځانګړی مذهب رامنځ ته کړ.
جلاالدین اکبر بې سواده ؤ لوستل او لیکل یې نه شول کولی، خو سره له دې نوموړی یو پوه او هوښیار سړی ؤ، اکبر د کتاب لوستونکو ډله درلودله چې ده ته به یې کتابونه لوستل، د اکبر په حکم د سانسکریت ډېر کتابونه په فارسې ژبه وژباړل شول. (نګاهی به تاریخ جهان، ص ۶۱۰)
د اکبر پاچاه په شا او خوا باندې د مسلمانانو، هندوانو، زرتشتیانو او نورو ادیانو رند او چالاک پوهان راټول شوي وو، نو ځکه یې د ده پام یوه نوي او ګډ مذهب د جوړولو لپاره اړولی ؤ، دغو پوهانو د اکبر له دې عقیدې سره مرسته وکړه چې نوموړی یې د وخت خلیفه، کامل انسان او د سجدې وړ وباله.
د الهي د دین پیروانو کلمه په دې ډول لوستله: (لااله الاالله اکبرخلیفة الله) او په دې عقیده وو چې د خلیفة الله په لاره کې د اخلاص څلور درجې دي: د مال پریښودل؛ د ناموس پریښودل؛ د دین پریښودل؛ د ځان پریښودل.
اسلامي احکام پای ته رسیدلي وو ځکه چې عمر یې زرو کالو ته رسیدلی ؤ نو هجري نیټه یې په الهي نیټه واړوله چې د اکبر له تخت کېناستلو (۹۶۳،ز ،ه،۱۵۵۶) څخه یې پیل کړه.
د الهي نوي دین پیروانو(الهیان) د قرآن، تفسیر او فقې لوستل پریښودل او پر ځای یې د نجوم، حکمت، حساب، تاریخ او شعر لوستل پېل کړل.
الهیانو د هر مذهب آزادۍ او د عبادتځایونو جوړولو ته پراختیا ورکړه او د ستي دود (د ژوندۍ ښځې سوزول د خپل مړه میړه سره)د اکبر د فرمانونو پر بنسټ منع کړی شو. (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۱۶۷)
په هندوانو او نورو غېر مسلمانانو باندې یې د (جزیې) ورکول منع کړل او هغه قیودات چې د هندي زیارت کوونکو لپاره ټاکل شوي وو له منځه یوړل، اکبر پاچاه د هندوانو د راجپوت له قبیلې څخه یوه ښځه واده کړه او وروسته یې د راجپوتانو څخه خپل زوی ته هم ښځه وکړه او دا ډول ودونه یې تشویقول. (نګاهی به تاریخ جهان ص ۶۰۲)
په دې اړه آغلي صفیه حلیم وایي: د هندو راجگانو لوڼې يې واده کړې او د هغوي پلرونو او وروڼو ته يې په حکومت کې ونډه ورکړه. د غوا په حلاله يې بنديز ولگولو، په ټاکلي ورځ به يې غوښه نه خوړه او نور به يې هم منع کول، په دربار کې ورته سجده کيده او آن چې ځان ته يې “ظل الهي” يا د خداې سيورې خطاب غوره کړو.(دوه پيران او يو اخوند، د صفیه حلیم لیکنه)
دا شان سید بهادر شاه کاکا خېل وایي: هغه یو نوی دین جاري کړ چې په دین الهي مشهور دی او داسې محلدانه عقاید او طرزعمل یې اختیار کړو چې د یو مسلمان پاچاه له شان څخه خلاف ؤ د هغه دا مقصد ؤ چې د دنیوي اقتدار سره مذهبي اقتدار هم تر لاسه کړي او د پېغمبرۍ درجه حاصله کړي. (پښتانه د تاریخ په رڼا کې، ص ۵۴۴)
په اکبر باندې د زردشتي دین عالم، دستور مهرجې رانا دومره اغېز وشیندلو چې، په ابوالفضل یې امر وکړ چې د زردشتیانو د رواج سره سم باید د ورځې په ټولو ساعتونو کې په دربار کې د (مقدس اور) د ساتلو بندوبست وشي. (د تاریخ نندارې ص ۱۰)
جلال الدین اکبر په دې ګروهه ؤ چې په هر مذهب کې داسې متفکران او پرهېزکار خلک شته چې د لوړ ځواک خاوندان دي نو په دې بنسټ ولې حقیقت په یو مذهب پورې منحصر وبلو؟. (نګاهی به تاریخ جهان ص ۶۰۸)
پای