
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د ننگرهار د اطلاعاتو اوکولتور رييس اورنگ صميم له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانگړې مرکه کې خپلې درې مياشتنۍ لاسته راوړنې په گوته کړي دي او څرگنده کړې يې ده، چې په لسگونه فرهنگي غونډې او مشاعرې يې جوړې کړي دي، رحمان بابا، ملنگ جان، مومند بابا، نارنج گل، او د ننگرهار ادبي بهير په گډون يې ناستې، کره کتنې، ادبي غونډې او سيمينارونه جوړ کړي دي، د کتابونو، ښکلو هنرونو اوانځورونو نندارتونونه يې پرانستې دي، چې وخت په وخت يې د خپرونو له چلوونکيو او ژورنالستانو سره ناستې لرلې او د هغوي د ستونزو د حل په موخه ورسره غږيدلي دي .
پخواني گډوډ اوغېرمنظم کارونه يې هغه مهال راجوړکړل، چې تخنيکي سلاکار ورته راوپېژندل شو او مامورين يې وروزل که څه هم دا ښکاره خبره ده، چې ننگرهار د ادب او کولتور په وده کې ځانگړې رول لري او د مسئوليت ډېره گوته د اطلاعاتو کولتور رياست ته نيول کيږي دا، چې د نوموړي رياست رييس ښاغلى اورنگ صميم ديوې مرکې په ترڅ کې رسنيو ته د خپلو درې مياشتنيو کارونو راپور او لاسته راوړنې وړاندې کوي، چې اولس پرې قضاوت وکړي ښه خبره ده دا، چې تېرمهال اطلاعاتو کولتور رياست څه کول او څه يې نه کول دوى به هم گوته مرکز ته نيوله، چې اړوند وزارت ورسره مرسته نه کوي خو اوس، چې نوموړي په همدغه مرکه کې څرگنده کړې، چې د اعلاناتو له لارې٢٣١٣٥٠ افغانۍ او د پلور له لارې٧٦٥٠ افغانۍ لاس ته ورغلي دي،چې په دې کولې شي، چې خپلې مالي ستونزې حل کړي.
د ننگرهار ورځپاڼه، چې د ننگرهار د ادب،کولتور او ژورناليزم په څانگه کې ځانگړى مقام لري اوس هم په اصلي معنا ورځپاڼه نه ده د نوموړي په خبره په تېرو درې مياشتو کې شپاړس گڼې د شپاړس زرو په تېراژ خپره کړى، چې دا په خپله هم د ورځپاڼې معنا نه ورکوي او په اوونۍ کې پنځه گڼې خپريږي نوموړى رياست د ننگرهار پر ورځپاڼې ترڅنگ بايد د ننگرهار مجلې ته هم ځانگړې پاملرنه وکړي او دا، چې د واټونو نومونه يې د افغان شمله ورو او وياړونو په نوم کړي دا هم خپل ذات کې غوره فرهنگي او کولتوري لاس ته راوړنه ده، چې مونږ بايد په خپلو افغان شمله ورو ووياړو او نومونه يې د واټونو، د ښوونځيو او مدرسو پر نومونو د تل لپاره په ياد وساتو، چې راتلونکى نسل په خپلو وياړونو وياړ وکړي
ليکوال فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com