مذهبي ترهګري(تروریزم)/ شپږم څپرکی؛ اوومه برخه

 
 
 نیټه: ۲۲/۴/۱۳۹۴،ه،ش
څلورمه صلیبي جګړه ۱۲۰۲ــ۱۲۰۴،ز
دریم پاپ اینوکنتیوس او کشیش فولک دونویي په خپلو مذهبي تبلیغاتو کې د دې په لټه کې وو چې د اروپا پاچاهان او عام وکړي څلورمې صلیبي جګړې ته وهڅوي، خو د انګریزانو پاچاه لُمړی ریچارد باندې دغو تبلیغاتو اغېز ونه کړ او هغه ګستاخانه لیک چې سلطان صلاح الدین ایوبي ته یې پرایښی ؤ او په هغه کې یې لیکلي وو چې درې کاله وروسته بیا د اورشلیم د نیولو لپاره ورځي ترې هېر شوی ؤ خو بیا هم د ۱۲۰۲/ ز، کال په اوړي کې په ونیز ښار کې یو نوی صلیبی لښکر راټول شو دغه لښکر لُمړی په زارا بندر باندې یرغل وکړ چې د دوی دا عمل د پاپ د غوښتنې پر خلاف ؤ، وروسته د بیزانس(ننی د استانبول) د ګوښه شوي پاچاه اسحاق آنګلوس زوی آلکسیوس د ونیز له سنا او صلیبي لښکر څخه غوښتنه وکړه چې پلار یې وژغوري او بیا یې سلطنت ته ورسوي او په بدل کې یې وعده ورکړه چې کله د فلسطین پر مسلمانانو باندې برید کوي هر ډول اړتیاوې یې پوره کوي... پاپ اینوکنتیوس صلیبان د بیزانس امپراتورې له یرغل څخه منع کړل او ویې ویل چې هر څوک چې د ده له خبرو څخه مخالف عمل وکړي د کافر حکم به پرې وکړي، د پاپ پر خبرو باندې لږو صلیبیانو عمل وکړ او نورو ډېرو صلیبیانو د اکتوبر په لُمړۍ ۱۲۰۲/ ز، کې (۴۸۰) کښتۍ په داسې حال کې چې کشیشان د کښتیو پر جنګي ټاپوګانو(برجونو) باندې مذهبي سندرې ویلې حرکت وکړ او په ۱۲۰۳/ ز، د جون په ۲۴ نیټه د صلیبیانو لویې کښتۍ د قسطنطنیې ښار ته ورسیدې چې ټول صلیبیان د نوموړي ښار عظمت او ښکلا هک حیران کړل... (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۶)
د بیزانس غاصب پاچاه چې د هغه نوم هم آلکسیوس ؤ، لږ مقاومت وکړ او وروسته تراکیا ته وتښتید او د بیزانس ګوښه او ړوند شوي پاچاه اسحاق یې له تورو څاګانو څخه راویوست او د بیزانس پاچاهی یې د نوموړي  زوی څلورم آلکسیوس ته ورکړه او د بیزانس د امپراتورۍ تاج یې په سر ورکیښود، خو کله چې خلک خبر شول چې څلورم آلکسیوس خپل بریالیتوب په څومره لویه بیه اخیستی دی له نوموړي څخه یې په کرکه او قهر سره مخ واړولو... په دې ښار کې صلیبیان یو شمېر مسلمانان ولیدل چې په مسجد کې لمونځ ادا کوي هغه هم په یو مسیحي ښار کې نو صلیبیانو مسلمانان ووژل او مسجد يې وسوزولو... هغو شهزاده ګانو چې له امپراتوري کورنۍ سره یې نږدې اړیکي درلودلې خلک یې د صلیبیانو پر وړاندې پاڅون ته وهڅول، څلورم آلکسیوس یې وواژه او د ده پلار اسحاق یې بیا بندي کړ او شهزاده دوکاس ځان پنځم آلکسیوس ونوماوه او د صلیبیانو د ایستلو لپاره یې هڅې پېل کړې... پنځم آلکسیوس ونه شول کولې چې صلیبیان له هیواد څخه اوباسي او په جګړه کې یې ماتي وخوړه او وتښتید نو صلیبیان د وږو لیوانو په شان د بیزانس په پله ازمینه باندې ورشیوه شول صلیبیانو د قسطنطنیې ښار لوټ او تالا کړ تر هغې چې په کلیساوو کې چې د زرو کالو راپديخوا سره زر، سپین زر او جواهرات جمع شوي وو لوټ کړل... وایي چې د سانتا سوفیا کلیساء ته دومره لوی زیان واړول شو چې په کال ۱۴۵۳/ ز، کې ترکانو هم نه ؤ اړولی، صلیبیانو د نوموړي کلیساء لوی محراب ټوټې ټوټې کړ او د محراب سره او سپین زر یې په خپلو منځوکې سره ووېشل.    
... غلامان، مجسمې، منسوجات، او ټول جواهرات د صلیبیانو لاس ته ورغلل او څلور برنزي آسان چې د ښار په لوړ کې ځای پر ځای شوي وو وینز ته یوړل شول... . (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۸)
دریم پاپ اینوکنتیوس وایې چې«لاتنیي(صلیبی) سرتېرو نه د چا سن، نه د چا جنس او نه هم د چا دیني دندې ته کتل، د یونان د کلیساؤ راهبې دې ته مجبورې شوې چې د نوموړو عسکرو بداخلاقې وزغمي» سره له دې، یرغلګرو کتابتونونه او قیمتي خطي نسخې، موزیمونه، کلیساوې او د خلکو ډېر کورنه یې وران او وسوزول... دبیزانس امپراتوري یې په برخو ووېشله او په هره سیمه باندې د لاتین(صلیبیانو) یو یو تن حکومت کولو... ډیر صلیبیان چې د بیت المقدس د آزادولو په نیت راوتلي وو له قسطنطنیې څخه د ډېرو لوټ شویو مالونو سره خپلو هیوادونو ته ولاړل او یوازې لږ کسان فلسطین ته ورسیدل چې هغوی هم بې پایلې وو. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۹)
                                    دلیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي