ایریوان هوب؛  له یوې هټۍ له پیل شوي کاره میلیاردر شوی

 
کاروبار او سوداګرۍ که کوچنی هم وي، ګټه یې دا ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره د عوایدو د یوې سرچینې او الګو په توګه پاتې کېږي.
جرمنی «ایریوان هوب» له داسې کاره میلیاردر شوی چې مور او پلار یې له یوې هټۍ پیل کړی و. دوی خپله لومړۍ هټۍ په ۱۸۶۷ زېږدیز کال کې د جرمني په « Muelheim» کې پرانیستله چې اوس په نړیواله کچه د پروچون فروشیو پر یوه ستره امپراطورۍ بدله شوې ده.
ایریوان د ۱۹۳۶ کال د سپټمبر پر ۲۹ نېټه په « ویس باډن» کې زېږدلی.
نوموړي وړاندې له دې چې لوړې زده کړې وکړي په امریکا کې دوه ځایه بریالۍ پانګونه وکړه. لومړی یې په شیکاګو کې د جېول په نوم د حلقوي سوپر مارکېټونو په یوه کمپنۍ او دویمه یې هم په کلفورنیا کې د الفا- بېټا په کمپنۍ کې وه.
وروسته بېرته له امریکا جرمني ته ستون شو او په هامبورګ پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځۍ ولوسته.
تر زده کړو وروسته په ۱۹۶۳ کال کې یو ځل بیا د خپلې کورنۍ له کاروبار سره یو ځای شو او د همدې کال په مارچ میاشت کې د «ټینګلمن» د لارښوود بورډ مشر شو.
په ۲۰۰۰ کال کې یې دا پوست خپل مشر زوی ته وسپاره او دی د نظارت له بورډ سره یو ځای شو.
د متحده ایالاتو د « Saint Joseph» پوهنتون د سوداګرۍ پوهنځۍ هم د هوب په ویاړ د ده په نوم نومول شوې ده.
د ټېنګلمن تر چتر لاندې د « Kaiser’s Tengelmann GmbH» په نوم د کورنیو توکو پلورنځی فعالیت کوي چې ۵۳۱ څانګې لري. دغه راز د « KiK Textilien und Non-Food GmbH» په نوم پلورنځی په جرمني کې دری زره، په بلجیم کې ۲۳۵، په چک کې دوې او سلوانیا کې یوه څانګه لري.
د « وول ورډ» په نوم فرعي کمپنۍ یې په جرمني کې ۲۰۰ پلورنځي لري. د ګروپ تر چتر لاندې دوې نورې کمپنۍ هم فعالیت کوي چې په جرمني او اتریش کې سلګونه څانګې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۱۲ نېټې د شمېرو له مخې د ایریوان هوب او کورنۍ پانګه یې دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په جرمني کې ۴۳ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او د جرمني په « Mülheim» سیمه کې ژوند کوي.


دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.