
زما د یوه مرحوم دوست سردار محمد د خولې خبره درته لیکم ، زما مرحوم دوست هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مامور وه ،
۱۹۹۲کال وه مجاهدین نوي کابل ته راغلي وه د جمعیت ګوند یو غل صدیق چکري د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د وزیر په توګه معرفي شوی وه یوه ورځ ېې د وزارت ټول کارکونکي د غونډو تالار ته غوښتي وه د غونډې په پيل کې چکري خبرې پيل کړې وې د خپلو خبرو په دوام کې ېې دا جمله کارولې وه چې ( مرده ګاو را کې تعریف کرده میتواند ) په غونډه کې د نارینوو تر څنګ زیات شمیر خویندې هم موجودې وې ، ښه د ګډونوالو له ډلې دری څلور کسه په نوبت پورته شوي وه او د ( مرده ګاو ) کلیمه ېې ورته تعریف کړې وه خو د جناب وزیر د منلو وړ نه وه په اخیر کې بیا چکري ورته ویلي وه چې تاسو یوه هم سم تعریف ونکړو اوس به ېې زه درته تعریف کړم ، دده جناب تعریف داسې وه چې ( مرده ګاو به شخصې ګفته مېشود که خودش درخانه و خانمش به کار یا ماموریت دولتي میاید ) د وزیر په همدې جملې سره ټول ګډونوال چپ پاته شوي وه خو پدې وخت کې د ګډونوالو له ډلې څخه کومه خور پورته شوې وه او ورته ویلي ېې وه چې وزیر صاحب شما هم مرده ګاو را درست تعریف نکردین ګوش کنید که مه برایت تعریف کنم ، وزیر دا ګومان وکړو چې دا به ېې هم په یو ډول راته تعریف کړي خو خبر نه وه چې غاښ ماتونکی ځواب به وركوي ، هغې خور ورته داسې ځواب ورکړی وه چې وزیر صاحب مرده ګاو به مثل شما وارې میباشد که فامیلش در پاکستان و اقتدارش در افغانستان میباشد ، د همدې ځواب سره غونډه پای ته ورسیده او ټول کورونو ته لاړو او غږ ېې وکړو چې نور به څوک کار ته نه راځي هغه وه چې وزیر مجبور شو یوه ، یوه کس پسې ېې احوال او موټر کورته ولیږلو او بیرته ېې کار کولو ته وغوښتل .