د شتمنو او بې وزلو د فکر کولو ترمنځ اته توپوپیرونه

 
خلک معمولا فکر کوي چې د شتمنېدو یوازینۍ لار د تحصلي پړاوونو بشپړول دي، په داسې حال کې چې شتمن په دې باور دي، هغه شی چې انسان شتمن کولی شي، د یوې ځانګړې پوهې درلودل دي.
د شتمنو او معمولي انسانانو لیدلوري یو ډول نه دي، تر دې چې ښايي د دې دوو قشروو لید د یوې موضوع لکه زده کړو او پیسو په اړه متفاوت وي.
د بزنیس انسایډر وېبپاڼې د شتمنو او هغو کسانو چې په ښه مالي وضعیت کې نه دي د لیدلورو د توپیرونو نوملړ چمتو کړی دی:
 
۱ـ معمولي انسانان فکر کوي چې پیسې د شر سرچینه ده، په داسې حال کې چې شتمن فقر ته د شر د سرچینې په سترګه ګوري. دقیقا له همدې کبله ده چې په کم عاید لرونکو اقشارو کې شتمنېدل په یو ډول له شرم سره ملګري وي. خو شمتن پوهېږي چې پیسې که څه هم د خوښۍ تضمین نه شي کولی، ولې ژوند اسانه کولی شي
۲- معمولي انسانان فکر کوي چې پر نفس باور ځانغوښتنه ده، په داسې حال کې چې شتمن دې شي ته درناوی لري. شمتن هڅه کوي خوشاله ژوند وکړي او د نړۍ د نجات تظاهر نه کوي. د بې وزله بیا دغه ډول چلند نه خوښېږي. هغوی دې حقیقت ته فکر نه کوي چې که تاسې خپل ځان ته پام ونه کړی، هېڅ وخت به داسې ځای ته ونه رسېږی چې له نورو سره مرسته وکړئ.
۳- معمولي افراد ډېر کله د یوې معجزې د رامنځته کېدو په تمه وي، په داسې حال کې چې شمتن پوهېږي له هڅو او هاند پرته هېڅ پایله نه شي ترلاسه کېدای. د بې وزلو ذهن «لاترۍ ته ورته» دی، په دې معنا چې تل په تمه وي، څو هغه شمېره چې دوی اخیستې ده، د میلیونونو ډالرو ګټونکې شي یا دې ته منتظر دي چې د دولت قوانین به د هغوی د تقاعد کچه لوړه کړي. خو په ندرت به یو شتمن کس د لاترۍ د ټکس اخیستو پر مهال ووینی، ځکه هغوی د خپلو کاري مسائلو حل ته لومړیتوب ورکوي.
۴- خلک معمولا فکر کوي چې د شتمنېدو یوازینۍ لار د تحصلي پړاوونو بشپړول دي، په داسې حال کې چې شتمن په دې باور دي، هغه شی چې انسان شتمن کولی شي، د یوې ځانګړې پوهې درلودل دي. له همدې کبله ده چې د لږ عوایدو لرونکي ډېری کسان پرله پسې تحصیلي اسناد ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې ډېری شتمنو یوازې په یوه برخه کې د تحصیلي اسنادو په لرلو سره ډېرې پیسې پیدا کړې دي.
۵- معمولي کسان تل د تېر وخت په ښو یادونو کې ډوب وي، خو شتمن بیا د راتلونکي په اړه خوبونه ويني. اکثریت هغه کسان چې په خپله یې شتمنۍ پیدا کړې، له دې کبله میلیونران شوي چې د خپلو خوبونو او اهدافو له تعقیب څخه نه دي پر شا شوي. هغه کسان چې فکر کوي د ژوند ښې ورځې یې تېرې کړې، سخته ده چې د ځان لپاره دې ښه راتلونکې جوړه کړلی شي.
۶- معمولي افراده له داسې لارو د پیسو ترلاسه کولو هڅه کوي چې لېوالتیا ورسره نه لري، خو شمتن بیا له هغو سرچینو د پیسو ترلاسه کولو په لټه کې دي چې مینه ورسره لري. ځینې وخت داسې ښکاري چې شمتن تل بوخت وي، خو اصلي خبره دا ده چې دوی پر هغو کارونو بوخت دي چې له ترسره کولو یې خوند او پیسې دواړه ترلاسه کوي. معمولي افرادو بیا د زده کړو پر مهال دا زده کړي چې باید هڅه وکړي تر څو له هغې دندې هم یوه ګوله روزي پیدا کړي چې دوی مینه ورسره نه لري.
 
۷- روناشناسان ډېر کله خلکو ته د معمولي اهدافو د ټاکلو توصیه کوي، چې هغوی ترلاسه کړلی شي او له ناهیلۍ سره مخ نه شي. خو حقیقت دا دی چې ډېر لږ خلک به د لویو هیلو له درلودو پرته شتمن شوي وي.
۸- معمولي خلک فکر کوي چې تاسې باید ځانګړی کار ترسره کړی چې شتمن شی، په داسې حال کې چې شمتن فکر کوي تاسې باید ځانګړی کس و اوس، څو شتمن شئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.