
پانګه او شتمني په یو نه یو ډول د شهرت سبب کېږي. شتمن که په هره ټولنه کې ژوند کوي، د خلکو سترګې ور اوړي، خو د یو شمېر شتمنو نه خوښېږي چې خلک یې وپېژني او یا یې د بریالیتوب راز افشا شي. تاسې ته مو تر دې وړاندې هم ځینې داسې میلیاردران معرفي کړي چې د خپل ژوند او پانګې په اړه له خلکو سره معلومات نه شریکوي.
د دوی ترمنځ ډېره برخه یې ښايي له مالیاتو د تېښتې او یا کورنیو مسائلو له کبله د شهرت مخالف وي، خو امریکایی« رې ډاویس» وايي له دې کبله د خپل بریالیتوب په اړه معلومات له خلکو سره نه شریکوي چې خپل رقیبان وسوځوي.
د رې ډاویس د ماشومتوب او زده کړو په اړه معلومات هېچا نه دي ترلاسه کړي، غوره ده ووایو چې خپله یې د افشا کېدو مخه نیوله ده.
د نوموړي د ژوند په اړه معلومات د ده په کمپنۍ پورې تړلې دي.
ده به ۹۰ لسیزه کې له یو بل میلیاردر کلسي وران سره چې تاسې یې وړاندې ژوند لیک لوستی د طبیعي ګاز د پایپلاینونو په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.
په دې برخه کې د دوی لومړنی ګام په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د کارنر سټون په نوم د نللیکو د یوې کمپنۍ اخیستل وو.
وروسته یې د نللیکو نورې کوچنۍ شبکې هم وپېرلې او یو ګټور کاروبار یې ترې جوړ کړ.
ډاویس په ۲۰۰۷ کال کې د «Energy Transfer Equity» په نوم د کمپنۍ د اجرایوي ریاست له مشرۍ استعفی وکړه، خو لا هم په دې کمپنۍ کې شپږ سلنه ونډې لري.
ده له څو نورو پانګوالو سره په ګډه د «Texas Rangers baseball» په نوم د بېسبال یو مشهور ټیم واخیست.
په لوېدیځ په ځانګړي ډول امریکا کې د لوبو د ټیمونو مالکان ډېر مشهور وي او د لوبډلو د پلویانو ترمنځ مهم ځای لري، خو ډاویس د هغو له ډلې نه دی.
د «ډي» په نوم د یوې مجلې خبریال وايي په دوو کلونو کې یې دری ځله د مرکې وړاندیز ورته کړی، خو هغه رد کړی دی.
دې مجلې ډاویس مخفي میلیاردر بللی دی.
نوموړي چې پرله پسې یې د ډاویس په غونډو کې له بېلابېلو لارو ګډون کړی وايي چې ډاویس د خپل ژوند او بریا په اړه د معلوماتو له شریکولو سره سخت مخالف دی.
ډاویس په یوه غونډه کې چې د مدیریت د بڼې په اړه یې وینا کوله وویل:« زه تر یو ځل ډېر سوځېدلی یم او زما چک لېست څو پاڼې دی. زه هغه له چا سره نه شریکوم، ځکه غواړم رقیبان مې وسوځي، نه زه.»
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۱۱ نېټې د شمېرو له مخې رې ډاویس دری اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ام ځای لري.
د تکزاس ایالت په ډالاس کې ژوند کوي، واده یې کړی او دری اولادونه لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.