
د نړۍ د مشهورو څېرو او بریاليو کسانو د ژوند په اړه به مو ډېرې پوښتنې په ذهن کې درګرځي. له دې پوښتنو ښايي یوه یې دا وي چې بریالي کسان خپله ورځ څنګه پيلوي.
ستاسې ترمنځ ډېری به دا پوښتي چې د بېل ګېټس او وارن فافټ په څېر بریالي کسان او میلیادران خپله ورځ پر څه شي پیلوي؟!
غالب ګومان به دا وي چې د دغو کسانو د ورځې لومړني ساعتونه به پر مهمو جلسو، اړینو ناستو، د کاروبار د اړوندو لنډمهالو او اوږدمهالو ستراتیژیو په اړه پر مشورو تېريږي، خو د پیاوړو مدیرانو په اړه شوې اروزې ښيي چې ډېری یې د خپلې ورځې لومړني ساعتونه پر مطالعه تېروي.
دا ښايي په لومړي نظر د یوه بریالي کس او کاروباري لپاره چې د میلیاردونو ډالرو کاروبار چلوي، مهم کار ونه بلل شي، خو حقیقت دا دی چې په یوه ټولنه کې د سیاسي- اقتصادي او ټولنیز بدلونونو په اړه تازه معلومات د یوه کاروبار په پراختیا او بریالیتوب کې ستر رول لري.
له همدې کبله ده چې په نړیواله کچه مشهور او ستر کاروباریان خپل ورځني فعالیتونه د ورځپاڼو په لوستلو پیلوي.
د بېلګې په توګه وارن بافټ چې په امریکا کې یو له مخکښو سوداګرو او په نړیواله کچه درېیم ستر شتمن دی والسټریټ ژورنال، فایننشل ټایمز، نیویارک ټایمز او امریکن بانکر هر سهار مطالعه کوي.
د هغه شریک چارلي مانګر بیا د اکونومېسټ مجلې هره ګڼه لولي.
د ویرجین د امریکايي څانګې مدیر ډیوېډ کاش بیا نیویارک ټایمز، وال سټریټ ژورنال، یو اېس ټوډې او فایننشل ټایمز مطالعه کوي.
د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس هم والسټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز لولي او پر دې سربېره یې د اکونومیسټ اونیزه هم د مطالعې برخه ده.
د جنرال الکتریک شرکت مدیر بیا د ورځپاڼو د مطالعې جالبه روش کاروي. جفري ایملټ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په بشپړ ډول لولي، ورپسې د فایننشل ټایمز ورځپاڼه ته ورځي او ویل کېږي چې د دې ورځپاڼې ځینې پاڼې د ځان لپاره ان سکن کوي. د نیویارک ټایمز بیا یوازې د اقتصاد برخه لولي.
د پیپسي شرکت پخوانی اجرایوي مشر اسټیو رینمونډ به سهار وختي د دې لپاره پاڅېده چې د کار تر پیل وړاندې ورځپاڼې ولولي.
ځینې فکر کوي د هغو کسانو لپاره چې د سترو کاروبارونو مسئولیت ورله غاړې دی، د ورځپاڼو لوستل یوازې د وخت ضایع کول دي، خو د بېل ګېټس او هوارد شولتز تجربو ثابته کړې چې د نړۍ له وضیعت ځان خبرول د بریالیتو مدیرانو یوه مهمه ځانګړنه ده.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.