
«جیم ګېلېنسکي» د لاتینې امریکا له مخکښو بانکدارانو څخه دی. نوموړی د ۱۹۵۷ زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۴ نېټه په کلمبیا کې زېږېدلی. پلار یې د خپلې سیمې له بریالیو سوداګرو وو چې د خوړو د تولید او د پلاستیک دوې فابریکې یې لرلې.
جیم د ښوونځي تر بشپړولو وروسته جورجیا ته ولاړ او هلته یې د تکنالوژۍ په انېسټېټیوت کې انجنیري ولوسته. دلته تر زده کړو وروسته یې هارورډ پوهتون ته مخه کړه او له دغه پوهتون څخه یې د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
له فراغت سره سم له سټنلي مورګان سره یو ځای شو او یو کال یې ورسره د همکار په توګه کار وکړ. تر هغه وروسته د ۹ کلونو لپاره یې د خوراکي او لګښت وړ توکو له بېلابېلو کمپنیو سره د ستراتیژیکو پلانونو د جوړولو په برخه کې کار وکړ.
نوموړي په ۱۹۹۰ کال کې له یوه فرصت څخه په ګټې اخیستو د بانکدارۍ په برخه کې پانګونې ته مخه کړه. جیم د « Bank of Credit and Commerce International)» په نوم د بانک د کلمبیا ونډې واخیستې. دغه بانک په دې وخت کې له ماتې سره مخ و. له اخیستو سره سم یې د بانک نوم « Banco Andino» ته بدل کړ.
د جیم د هڅو په پایله کې له ماتې سره د مخ بانک ونډې په څلورو کلونو کې د کلمبیا په بانکي سیستم کې پر یوه او مهم ګټور بانک بدلې شوې.
دغه بانک یې پر پښو تر درولو وروسته په ۷۰ میلیونه ډالره وپلوره.
وروسته د پانګې د مدیریت له څو نورو بنسټونو سره د « Banco de Colombia» واخیست چې تر څو کلونو وروسته یې وپلوره او ده ته په کې له خپلو ونډو ۴۱۸ میلیونه ډالره ورسېدل.
په ۲۰۰۳ کال کې یې د « Banco Sudameris او Banco Tequendema» په نومونو بانکونه وپېرل او سره یو ځای یې کړل چې د «GNB Sudameris» په نوم داسې بانک یې تشکیل کړ چې شپږ میلیارده ډالره پانګه لري او د کلمبیا په ۱۰ سترو بانکونو کې راځي.
وروسته یې د اې ټي اېم ماشینونو یوه شبکه او د اسعارو د تبادلې یوه کمپنۍ هم واخیستله. په ۲۰۱۲ کال کې یې د «اېچ اېس بي سي» په نوم د مشهور بانک د لاتینې امریکا د هېوادونو څانګې په ۴۰۰ میلیونه ډالره وپېرلې. دغه بانک د لاتینې امریکا په څلورو هېوادونو کې ۶۲ څانګې لري، چې ۲۴ په کلمبیا، ۲۰ په پېرو، ۱۱په یوروګوای او اووه په پاراګوای کې دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۱۱ مې د شمېرو له مخې جیم ګېلېنسکي دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په کلمبیا کې دویم ځای لري.
نوموړي واده کړی، په لندن کې اوسي او څلور اولادونه لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.