د اروپا فکري تاريخ ته ځغلنده کتنه !!  

          لمړۍ برخه
دا چې د اروپا له فکري تاريخ نه پيل وکړو، غوره به وي چې موضوع ته له داخليدو وړاندې د عيسائيت په شاليد مختصر بحث وکړو، ځکه په اروپا کې چې څومره بدلونونه او نظامونه ښکته پورته شوي تر شايې د عيسائيت يو ډول نه يو ډول تړاو شتون درلود، چې د دغه تړاو  څرنګوالی د تاريخ په پاڼو کې په مختلفو بڼو ثبت شوی، د اروپا په ټولو ډګرونو کې هغه که نظامي وي، سياسي او يا هم اقتصادي وي په ټولو کې د عيسائيت پراخه ونډه ځای لري، ان تر دې چې د اروپا په ولسي بدلونونو کې هم د عيسائيت ونډه د مکس وړ ده؛ نو پيل به په دې وکړو چې د عيسائيت لړۍ له کوم ځای نه پيليږي او بيا تر ننه د دغې لړۍ تاريخي ادوار کوم دي؟؛ د بحث د ښه روښانولو لپاره لازم ده، چې له بني اسرائيلو پيل وکړو.
جوته ده چې اسرائيل د صابر او باعزمه پيغمبر يعقوب عليه السلام نوم دی، د هغه دولس زامن وو، چې د دغه دولس زامنو څخه يې بيا دولس کورنۍ منځ ته راغلې چې دغه کورنۍ د دولس اسباطو په نامه هم ياديږي، چې بيا وروسته دغه هره کورنۍ په ستره قبيله بدله شوه چې د دوي اصلي او پلرنی ټاټوبی فلسطين دی، دلته يو لنډ اړين بدلون ته اشاره کوو، هغه داچې کله يوسف عليه السلام مصر ته يوړل شو او هلته د مصر واکمن شو، چې بيا وروسته هغه خپله کورنۍ، مور پلار او وروڼه مصر ته را وغوښتل، دا هغه محال وو چې عمالقه وو پر فلسطين يرغل وکړ او هغه يې تر خپلې ولکې لاندې راووست، په لمړيو کې د مصر فرعونيانو د بني اسرائيلو خورا زښت زيات درناوی کاوه او کامل عجز به يې د هغوي په وړاندې ښکاره کاوه؛ خو د وخت په تېريدو سره کله چې وروسته کوم فرعون راغئ هغه بني اسرائيل خپل غلامان کړل، چې دغه لړۍ بيا د موسی عليه السلام تر راتلو پورې روانه وه، يعنې بني اسرائيلو د موسی عليه السلام تر راتګ پورې د فرعونيانو تر ولکې لاندې محکوم ژوند کاوه.
موسی عليه السلام چې کله خلکو ته د الله جل جلاله لور ته د وحدانيت او د الهي دين د حاکميت بلنه پيل کړه، نو ورسره جوخت يې دا غږ هم پورته کړی وو، چې زه به د فرعونيانو له ولکې او سلطې نه د بني اسرائيلو د خلاصون او نجات لپاره مبارزه کوم، چې بيا وروسته يې په عمل کې ثابته کړه او بني اسرائيل يې بالاخره د مصر نه په ويستلو سره د تورتم له ماښامونو وويستل، د يادونې وړ ده چې دوي له عمالقه وو سره له جهاد نه نټه وکړه چې پايله يې د دوي په سرګردانۍ او پريشانۍ تمامه شوه، دا هغه محال وو چې موسی عليه السلام هم په همدې ځای (سينا) په ميدان کې له دې بې معنويته نړۍ سترګې پټې کړې.
د موسی عليه السلام له وفاوت وروسته د هغه نائب يوشع عليه السلام او  د يوشع نائب کالب عليه السلام دواړو په ګډه د عمالقه وو سره د ټکر او جهاد هڅه وکړه، چې تر ډيره بريده په دغه مبارزه کې هغوي بريمن شول، د فلسطين يوه برخه يې له عمالقه وو بېرته ونيوله او پکې همالته ميشت شول، دا هغه وخت وو چې د فلسطين ځنی سيمې لا د عمالقه وو په ولکه کې وې؛ د دغې مرحلې په تېريدو سره کله چې يوشع عليه السلام او کالب عليه السلام وفات شول نو د دوي له وفات وروسته د بني اسرائيلو د نظم پړی هم وشليد او مشري يې ګډه وډه شوه، داسې مشر نه وو موجود چې ټول پرې راټول شي، کوچيانه ژوند يې پيل کړ، هرې ډلې به ځانته يو مشر درلود چې هماغه مشر به يې قاضي هم وو، دغه دور د قاضيانو د دور په نوم هم ياديږي چې قاضي به د مشر په توګه د دوي ستونزې حل کولی، دغه مهال نه پاچايې وه  او نه هم حکومت.
په دې وخت کې سموئيل عليه السلام د پيغمبر په توګه راغئ، نو بني اسرائيلو ورته وړانديز وکړ، چې دوي ته يو مشر ور واستوي چې د هغه په مشرۍ له پاتې عمالقه وو سره جهاد وکړي او خپل هيواد (فلسطين) په بشپړ توګه د هغوي له ولکې څخه ازاد کړي. د دغه وړانديز يادونه قران داسې کوي:  
( اذ قالوا لنبي لهم ابعث لنا ملکا نقاتل فی سبيل الله) البقرة . ۲۴۶
(( او کله چې دوي خپل نبي ته وويل چې موږ ته يو پاچا راوليږه چې د هغه په مشرۍ د الله په لار کې وجنګيږو)).
د هغوي د غوښتنې سره سم، سموئيل عليه السلام د دوي لپاره د دعاء لاسونه لپه کړل، چې الله تعالی ورته (طالوت) د پاچا په توګه انتخاب کړ، طالوت د بني اسرائيلو لمړنۍ هغه پاچا دی چې پيغمبر نه وو، له دې وړاندې هر پاچا به چې دوي ته راته هغه به پيغمبر او د هغوي د قوم مشر هم وو، هماغه وو چې طالوت له عمالقه وو سره جهاد وکړ او الله تعالی ورته بری ورپه برخه کړ.
د عمالقه وو سره د جهاد په وخت کې داود عليه السلام هم ژوندی وو، خو لا پيغمبر نه وو، چې د طالوت په صف کې د عمالقه وو پر خلاف جنګيده، کله چې د عمالقه وو سره په جنګ کې د هغوي ستر پهلوان ((جالوت)) ده وواژه نو د خلکو ليونۍ مينه ورسره نوره هم پراخه شوه، چې وروسته ورته بيا پيغمبري هم ورکړل شو، چې ورپسې د هغه زوي سليمان عليه السلام هم پاچا شو، چې نوموړي په خپل دور کې د بيت المقدس وداني هم جوړه کړه. او د ده د واکمنۍ لمن تر ټولې نړۍ  پورې وغځيده، د ده واکمني د (يهوديه) په نوم ياديده، چې د ده له وفات سره سم دغه واکمني د نوموړي زوي (رحبعام) ته پاتې شوه او هغه يې ځای ناستی شو.
د سليمان عليه السلام زوي چې نهايت نا اهله او عياش وو، ځکه خو يې په لنډ وخت کې د پلار نه ورپاتې واکمني دړې وړې کړه او خپله د يهوديه واکمنۍ خلک د ده پر خلاف راپورته شول، چې له همدې فرصت نه په استفادې سره د ده بل ورور ( يوربعام) د (اسرئيل) په نوم د نوي دولت ډبره کيښوده. نو له همدې ځايه اسرائيل په دوو واکمنيوو، وويشل شو:
يو (يهوديه) چې پلازمينه يې ((يروشلم)) وو، چې اوس ورته بيت المقدس وايې او دويم يې ((اسرئيل)) وو، چې پلازمينه يې ((سامره)) نوميږي اوس ورته (نابلس) وايې.
نور بيا .....