مذهبي ترهګري(تروریزم)/ شپږم څپرکی؛ شپږمه برخه

 
 
 نیټه: ۲۰/۴/۱۳۹۴،ه،ش
دریمه صلیبي جګړه: ۱۱۸۹ــ ۱۱۹۲، ز
 سلطان صلاح الدین ایوبي بیت المقدس او نورې اړونده سیمې له صلیبیانو څخه ونیولې خو بیا هم درې ښارونه هر یو صور، انطاکیه او طرابلس له صلیبیانو سره پاتې شول، د صور لوی اسقف ویلیم، اروپا ته ولاړ او د مسلمانانو لخوا د اورشلیم د نیولو خبرې یې د ایټالیې، فرانسې او المان خلکو ته واورولې، د المان په ماینتس ښار کې د ده تبلیغاتو پر فریدریک بارباروسا (سور ږیری) باندې تر هغې کچې اغېز وکړ چې دغه اوه شپیته کلن امپراتور، بې له ځنډه د خپل لښکر سره د بیت المقدس پر لور روان شو او ټولو مسیحیانو نوموړی دوهم موسَی او د موعودې (دخدای لخوا وعده ورکړ شوی)ځمکې ژغورونکی وباله، دغه تازه دمه صلیبي لښکر د ترکیې په ګالیپولي ټاپو وزمه  کې له هلسپونت له تنګي څخه تېر شو او په یو نوی مسیر باندې روان شول، وایې چې دوی هماغه تېروتنې تکرار کړې چې په لُمړۍ جګړه کې صلیبیانو کړي وې، د ترکانو سرتېرو پرله پسې پر دوی باندې بریدونه کول او د دوی او د دوی د اړتیا توکو تر منځ یې اړیکې پرې کړې په سلګونو کسان له لوږې څخه مړه شول، پخپله د رُم امپراتور لُمړی فردریک بارباروسا د کیلیکیا په ټاپو وزمه کې د سالف په یوه کوچني سیند کې غرق شو او یوازې لږ شمېر لښکر یې ژوندی پاتې شو چې د عکا ښار په محاصره کې یې ګډون وکړ.
دا شان د انګریزانو پاچاه لُمړی ریچارد چې په شېردل مشهور ؤ... او د فرانسې پاچاه فیلیپ اوګوست تصمیم ونیو چې له مسلمانانو سره جګړه وکړي، نو د وزله په سیمه کې دواړو ځوانو پاچاهانو ته د لویو تشریفاتو سره یو ځای د صور د لوی اسقف ویلیام لخوا صلیب ورکړ شو... ریچارد او فیلیف سیسل ته ورسیدل، ریچارد د سیسل له پاچاه تانکرد، څخه خوابدی شو، نو د سیسل د مسینا ښار یې په چټکۍ سره ونیوه، ریچارد نوموړی ښار د څلوېښت زره اونس(تقریباً د دیرشو ګرامو معادل) طلا په بدل کې تانکرد ته بیرته ورکړ... وروسته ریچارد د خپل لښکر سره فلسطین ته روان شو، د انګریزانو یو شمېر کښتۍ د قبرس د ساحلي جزیرې سره ماتې شوې او د سوناني حاکم د کښتیو کارکوونکي زندان ته واچول، ریچارد له لږ ځنډ څخه وروسته قبرس ونیوه او هغه یې د اورشلیم شړل شوي پاچاه (ګي دو لوزینیان) ته ورکړ او پخپله په ۱۱۹۱،ز کې یاني یو کال وروسته چې له وزله څخه یې حرکت کړی ؤ د عکا ښار ته ورسید، فیلیپ پخوا له ریچارد څخه وچې ته رسیدلی ؤ، د مسیحیانو لخوا د عکا د ښار محاصره له نولسو میاشتو راپدېخوا روانه وه او زرګونه کسان په کې وژل شوي وو، د عکا ښار ته د ریچارد له رسیدو، څو هفتې وروسته مسلمانان تسلیم شول... ریچارد له دوه زرو مسملمانانو څخه سرونه غوڅ کړل، کله چې صلاح الدین ایوبي د انګریزانو له دې ناوړه عمل څخه خبر شو نو امر یې وکړ چې وروسته له دې، د انګریزانو ټول اسیران دې ووژل شي، دا چې ریچارد راتلونکي حالت ته پام شو نو یې وړاندیز وکړ چې خپله ځوانه خور د سلطان صلاح الدین ورور عادل ته ورکوي تر څو په دې کار سره صلیبی جګړو ته د پای ټکی کیږدي، کلیسا د ریچارد دا ډول کار ناوړه وباله، نو په دې بنسټ ریچارد هم په دې اړه ټینګار ونه کړ.
 د فرانسې فیلیپ اوګوست ناروغه شو او خپل لس زره پنځه سوه لښکر یې پر ځای پریښود او پخپله فرانسې ته ولاړ، وروسته د فردریک له مړینې او د فیلیپ له تلو څخه ریچارد د روانې دریمې صلیبي جګړې مشر پاتې شو. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۳)
له یو شمېر جګړو وروسته ریچارد هم ناروغ شو او د عکا او صور لخوا نظامي مرستې هم  نه ورته رسیدلې، نو د سولې غوښتنه یې وکړه... د سپتامبر په دوهمه ۱۱۹۲/ ز، کې یې د درو کالو لپاره سوله وکړه او د فلسطین خاوره (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۴) یې ووېشله، په تړون کې راغلي ؤ چې ریچارد دې په ټولو ساحلي ښارونو باندې له عکا څخه تر یافا پورې حکومت کوي، مسلمانان او مسیحیان دې په آزادانه توګه د یو او بل په خاوره کې ځي راځي، د اورشلیم د زیارت کوونکو ځان او مال دې په امان کې وي خو بیت المقدس دې د مسلمانانو په لاس کې پاتې شي. د دغې تړون په مناسبت یې لوی جشن جوړ کړ، په دې باب د پېښو شاهد او لیکونکی ریچارد وایي:«یوازي خدای تعالَی د دغو دوه ډلو سرتېرو له خوشالۍ څخه خبر دی» ریچارد مخکې له دې چې انګلستان ته روان شي صلاح الدین ته یې په یو بې ادبه (ګُستاخانه) لیک کې لیکلي وو چې، درې کاله وروسته بیا راځي او اورشلیم به آزادوي. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۵)
کله چې ریچارد له فلسطین څخه انګلستان ته په لاره ؤ په ختیځه اروپا کې د خپلو دښمنانو لخوا ونیول شو او د ډېرې فدیې په ورکول سره یې خوشی کړ. (نګاهی به تاریخ جهان ۳۹۰)
                            دلیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي