په اوفه کی د شانګهای د همکاری د سازمان غونډه

په اوفه کی د شانګهای د همکاری د سازمان غونډه ښایی څو زیری راوړی. دا نظر د تاجکستان – د دغه سازمان د یوه بنسټ ایښودونکی هیواد، کارپوهانو څرګند کړی دی.
تحلیلوونکی وایی چی د شانګهای د همکاری سازمان د مهمو پریکړو د نیولو په درشل کی ولاړ دی چی د دغه سازمان فلسفه، لږ تر لږه د لسو راتلونکو کلونو لپاره ټاکلی شی. په تاجکستان کی زموږ خاص خبریال علیم فصح الدینیوف چی په دی اونی کی یی په دوشنبه کی له هغه ګردی میز لیدنه کړی چی د د شانګهای د همکاری سازمان ودی ته وقف شوی وو، د سیاست پوهانو نظرونه اوریدلی او په دی هکله د ده رپوټ ته ستاسی پام راګرزوو.
د تاجکستان تحلیلوونکی باور لری چی په اوفه کی به د شانګهای د همکاری سازمان غونډه برخه لیک ټاکونکی څرنګوالی ولری. کارپوهان فکر کوی چی د شانګهای د همکاری د سازمان په وړاندی د مهمو پریکړو تصویب قرار لری چی ښایی د دغه سازمان راتلونکی وټاکی. هغوی په دی هکله د خبرو په ترځ کی دوه مهمی مسالی بیلوی. دا د شانګهای د همکاری سازمان د انکشاف د صندوق او د شانګهای د همکاری د سازمان د بانک جوړول دی. دا موسسی کولی شی د سترو بین المللی مالی جوړښتونو سره سیالی وکړی. سر بیره پر دی، هغوی کولی شی د شانګهای د همکاری سازمان د ټولو غړو هیوادونو په ګډون په روسیه او مرکزی اسیا کی د سترو پروژو تحقق وهڅوی. د دوشنبی د بین المللی چارو کارپوه او د « د شانګهای د همکاری سازمان د منځنی ختیځ په جیوپولیتیکی جوړښت کی» تر عنوان لاند کتاب مولف شریف بابایف په دی خبره باور لری:
د دی بانک د جوړیدو چاری بشپړی شوی دی. هغه کومی مسالی حل کولی شی؟ اول دا چی، بانک د شانګهای د همکاری سازمان د غړو دولتونو مالی امکانات سره یو موټی کولی شی. دوهم دا چی، د شانګهای د همکاری سازمان په بانک کی راغونډی شوی پیسی، د نړیوال بانک په شان، د ډیرو سترو پروژو د تحقق امکانات برابروی. دوه اړخیزی پروژی چی تر نن ورځی پوری مهمی وی، خپل ځای د شانګهای د همکاری د سازمان په سیمه کی د انکشاف نړیوالو پروژو ته خالی کوی.
کارپوه د دغو پروژو په لړ کی د انرژی په برخه کی نووښتونه بیلوی. د بانک د مالی مرستی په وسیله د بریښنا د انرژی د لیږدولو د مزو او د هایدروکاربنی موادو د لیږد د نل لیکو پروژی د کوچنی اقتصادلرونکو هیوادونو څخه لویو دولتونو ته عملی کیدلی شی. یو کال د مخه په دوشنبی کی د شانګهای د همکاری د سازمان په غونډه کی د موټری ترانسپورت لپاره د اسانتیاوو د برابرولو موافقه لیک لاسلیک شوی وو. اوس د هغی د اجرا مساله مطرح ده. دا تړون د ترانسپورتی دهلیزونو جوړول اټکلوی چی روسیه او چین باید له مرکزی اسیا سره ونښلوی. دریم مهم لوری، د شریف بابایف په وینا — د علومو او عالی تخنالوژیو ګډه وده ده:
علمی لوری په اوسنی وخت کی نه یوازی د پوځی مسالو، بلکه د ملکی مسالو د حل توان لری. دا د فضایی څیړنو، روغتیاساتنی لوری دی، چیری چی ډیر ستر پوتنسیال هم په روسیه او هم په چین او هم د شانګهای د همکاری د سازمان په ناظرو هیوادونو — ایران او هند کی موجود دی.
لکه څرنګه چی په دوشنبی کی باور لری، د شانګهای د همکاری سازمان د غونډی یوه بله مهم پریکړه په د نوو غړو منل وګرزی. اوس هند، پاکستان، ایران او منګولیا د دغه سازمان د غړیتوب غوښتونکی دی. د مخه په تاجکستان کی د دغه سازمان په غونډه کی د هغه د پراختیا امکانات په ډیر احتیاط ارزول شوی وو. تاجکستان په دی باور دی چی په دغه سازمان کی د سترو هیوادونو نفوذ پر کوچنیو هیوادونو اغیزه کوی او تاجکستان به د سازمان په پیڅکه کی ځای ونیسی. داسی نظرونه اوس هم اوریدل کیږی. د روسیی — تاجکستان د سلاوی پوهنتون د څیړنیز مرکز مدیره غزال محی الدینووا باور لری چی د شانګهای د همکاری د سازمان أه پراختیا باید ویره ونه لرو:
د شانګهای د همکاری سازمان د مسوولیت سیمه، زما په نظر، باید پراخه شی. د همغاړه توب بهیر په مرکزی یوریشیا کی روان دی. او په داسی وضعه کی، په څرګنده، داسی مهم دولتونه چی د هند په شان ډیر ستر پوتنسیال لری، باید د شانګهای د همکاری د سازمان غړیتوب ترلاسه کړی. د شانګهای د همکاری د سازمان سیمه په نړیوال سیاست کی په یو بل مثبت عامل بدلیدلی شی.
په دوشنبی کی باور لری چی په اوفه کی به د شانګهای د همکاری د سازمان په غونډه کی امنیتی مسالی هم مطرح شی. تاجک کارپوهان تر ټولو زیات د هغه ګواښ په وړاندی چی له افغانستان او نژدی ختیځ څخه رامنځ ته کیږی، له غبرګون سره علاقه لری. تحلیلوونکی دا خبره ناممکنه نه بولی چی ښایی د شانګهای د همکاری د سازمان ځینی غړی د دغو ګواښونو، له هغی جملی د اسلامی دولت د تروریستی ډلی له لوری د ګواښ پرخلاف د ګډ غبرګون ښودلو مفکوره وړاندی کړی. هغه د شانګهای د همکاری د سازمان ټول غړی هیوادونو ته ګواښ رامنځ ته کوی. چین غواړی چی د اسلامی دولت ډله د شنجیان — اویغور ایالت ته، چیری چی چینایی مسلمانان اوسیږی، نفوذ ونه کړی. د مرکزی اسیا هیوادونو سوریی ته د جګړی په خاطر د وطنوالو د اجیرولو له درکه اندیښنه لری. همدا ستونزه د روسیی په وړاندی هم پرته ده. ښایی په اوفه کی ټاکلی اعلامیی او پریکړی تصویب شی. په دوشنبی کی باور لری چی ښایی کار د ایتلاف تر جوړیدو ونه رسیږی، خو ټول لوری ښایی له تروریستی او افراطی ډولو سره د پوځی مشاورینو د ګډی موسسی د جوړول په هکله موافقی ته ورسیږی.
سرچینه: سپوتنیک نیوز