
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د افغانستان د پوهنې وزارت ورځ په ورځ د رسنيو له لارې د پوهنې د وزارت اړوند خبرونه او لاس ته راوړنې خپروي، چې دا په خپله ولس ته د پوهنې وزارت د لاس ته راوړنوثمره او پايله په گوته کوي .
د پوهنې وزارت وياند محمد اصف ننگ، چې کله د پوهنې د وزارت د وياند په دنده ټاکل شوى او د پوهنې وزير محمد فاروق وردگ د وزارت دندې ته رسېدلې وخت په وخت يې خپل کاري راپورونه د رسنيو په واک کې ورکړي، چې اولس ته د پوهنې د وزارت د کارونو نتيجه په ډاگه شي .
د ولايتونو، ولسواليو، په کلو او ښارونو کې د پوهنې د وزارت کارونو ته که لنډه کتنه وکړو د نورو وزارتونو په کچ يې لاس ته راوړنې اولس ته ډېرې رسيدلي دي که هر وزارت همدا ډول د خپلو کارونو راپورونه رسنيو ته وخت په وخت ورکړي او د خپلو کارونو څخه ولس خبر کړي نو په خپلو وزارتونو به يې باور زيات شي او دا به وانگيري، چې وزارتونه د اولس خدمت کوي او که هرڅه يې په وزارت کې دننه ترسره کيږي او اولس ته يې راپور او خبر نه ورکول کيږي نو اولس پرې شک څرگندونه کوي اوس هم وخت شته، چې نور وزارتونه هم د خپلو کارونو راپورونه اولس ته وړاندې کړي، چې اولس پرې قضاوت وکړي، چې وزارت په کوم ځاى کې څومره کارکړى او څومره لگښت يې شوى .
يوه ستونزه، چې د پوهنې وزارت پام ورته راړول کيږي هغه په پاکستان کې د افغان لېسو د دولسمو ټولگو د سندونو ورکړه ده، چې افغان کډوال ورسره په ستونزه اخته دي د پوهنې وزارت بايد په دې اړه يو ځانگړې پلاوی په پاکستان کې د افغان لېسو د کارونو د څارنې لپاره وټاکي، چې دوى د خپل هېواد د بچيانو د راتلونکې لپاره څومره کارکوي ، څومره ناغيړي کوي څومره يې زده کوونکي په ښه توگه روزي څومره ښوونکي ورته گمارل شوي او څومره يې معيار پورته دى په پېښور کې مېشت افغانان د پوهنې د وزارت څخه غوښتنه کوي، چې په دې اړه رغنده رول ولوبي او په پاکستان کې د افغان لېسو د ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې وسنجوي
ليکوال فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com
دروهي ويب پانې د ادارې يادونه :
د ځينو نورو وزارتونو لخوا هم ، په ځانګړې توګه د روغيتا وزارت له خوا ، زموږ په پته خبرونه رارسيږي خو يوازې په دري او انګريزي ژبه دي . له روغتيا وزارت نه خو موږ څوځله هيله هم وکړه ، چې په پښتو هم موږ ته ليکنې راواستوي ، خو يوازې يو ځل يې دا کار ترسره کړ .
څرنګه چې زموږ د پاڼې زياتره لوستونکي او همکاران پښتانه دي او هم د حکومتي ادارو دنده ده ، چې د ژبو انډول وساتي ، د نه مراعت په صورت کې يې موږ د مطالبو له خپرولو ډډه کوو .
موږ دې ته چمتو يو ، چې په دواړو رسمي پښتو اودري ژبو او انګريزي مطالب خپاره کړو ، په دې شرط چې له ژبو سره د مور او ميرې چلند نه وي شوی .