
د اټکلونو له مخې چین په ۲۰۳۰ کال کې د نړۍ لومړی اقتصادي ځواک کېږي. معنا دا چې په اقتصادي لحاظ به تر امریکا وړاندې او د ډالرو په حساب به یې د ناخالصو کورنیو محصولاتو کچه تر امریکا لوړه شي.
د چین په اقتصادي ځواک کې یو مهم فکټور د دغه هېواد صنعتي وده ده. چین ته له همدې کبله د نړۍ فابریکه هم ویل کېږي. د صنعت په پرخه کې د پرمختګ یو لامل له دغه سکټور سره د ځوان چینايي نسل مینه ده.
ډېری چینايي ځوانان غواړي چې د تکنالوژۍ او صنعت په برخه کې زده کړې او کار وکړي. چینايي «Wang Wenxue » د صنعتي پارکونو له رامنځته کولو پیسې پیدا کړې دي.
نوموړي د ۱۹۹۸ زېږدیز کال په جولای میاشت کې په رسمي ډول د « China Fortune Real Estate Development Co., Ltd» په نوم کمپنۍ رامنځته کړه. په ۲۰۰۲ کال کې خپل فعالیتونه د صنعتي پارکونو رامنځته کولو ته پراخ کړل. په همدې کال یې د «ګو آن» په نوم یو صنعتي ښارګوټی یا صنعتي سیمه رامنځته کړله. په ۲۰۰۶ کال کې دغه صنعتي ښارګوتی د هوبي د ولایتي ادارې له لوري د ولایت د پراختیايي زون په توګه ومنل شو.
د ۲۰۰۷ کال په مې میاشت کې یې د « Dachang Chaobai River Development Area» په نوم د صنعتي پارک تړون لاسلیک کړ.
وانګ د کمپنۍ له لارې د صنعتي پارکونو رامنځته کولو ته دوام ورکړ تر دې چې تر پروسږ کال پورې یې د صنعتي پارکونو شمېر ۱۷ ته ورسېد. پر دې سربېره یې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې د « ادرتوڼ پسفیک ګرین ګروپ» او « الارام ډاټ کام» په نوم له کمپنیو سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ چې د ختیځ چین په وکسي ښار کې به یو صنعتي پارک جوړوي.
دغه راز یې په دوو نورو سیمو کې هم د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ تړونونه ترلاسه کړي دي.
وانګ خپله کمپنۍ په ۲۰۱۱ کال کې عامه کړه او په ۲۰۱۳ کال کې یې د فوربس مجلې د میلیاردرانو نوملړ ته لاره وموندله.
په ۲۰۱۳ کال کې د نوموړي د کمپنۍ عواید تر هغه د وړاندې کال په پرتله دوه چنده شوي او ۱،۴ میلیارده ډالرو ته ورسېدلي وو.
وانګ وېنکسو د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د اوومې نېټې د شمېرو له مخې دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په خپل هېواد چین کې ۴۱ ام ځای لري.
نوموړی ۴۸ کاله عمر لري، واده یې کړی او په پلازمېنه بیجېنګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.