لاسنيونه

 
په پښتو قاموس ((درياب)) کې "لاسنيونه" د يو چا سره امداد، مرسته کول او د ضرورتمندو سره د کومک په مانا ده. دا کار په اسلام کې هم د انساني روابطو يو ډېر مهم اصل دی، چې له يو بل سره مرسته وکړو، ځکه چې انسان په يوازې صورت نه شي کوای ژوند ته ادمه ورکړي، ځکه خو ټولنې جوړېږي او وګړي يې د يو بل لاسنيوي ته اړتيا پيدا کوي، خدای پاک په قران پاک کې فرمايي:
په پرهېزګارۍ او ښو کارونو کې د يو بل سره مرسته وکړئ؛ خو د ظلم و زياتي په لار کې او په ګناهونو کې د يو بل تر شا مه درېږئ (مرسته مه کوئ).
په ښو کارونو کې د يو بل لاسنيونه د ټولنې د بقا سبب ګرځي او په هغه کارونو کې مرسته کول، چې ټولنه شړوي، پکار نه ده، پکار خو دا ده، چې د بدو کارونو د مخنيوي لپاره د يو بل تر شا ودرېږو او مخه يې ونيسو.
زموږ خلک چې د نړۍ د بېوزلو خلکو په کتار کې راځي؛ تر هرې بلې ټولنې د خواخوږۍ، مالي او معنوي مرستې ډېره تږې ده؛ خو مرسته به څنګه ورسره کوو؟
که زه او ته له ډېرو وړو وړو کارو چې د خلکو خير پکې نغښتی وي، د خلکو خدمت شروع کړو، يوه ورځ به مو د خير پر لاره ډېر اوږد مزل کړی وي. دين مو له يو بل سره مرسته او همکاري په دوو برخو وېشلې، چې يوه برخه يې مادي او بله معنوي ده. که د پيسو زکات دې وباسه، که د بېوزلي درغزېدلی لاس دې تش پرېنښود او که څوک دې له غلطې لارې پر سمه روان کړ؛ د خير په کار کې دې سل پر سله ونډه واخېسته، دا هم ضرورو نه ده، چې يو څوک دې ووايي، چې که مرسته کوم، ښه ډېره مرسته به کوم، د دې بېوزلي کس به زما په پېنځو لسو افغانيو درد کله دوا شي؛ خو دې ته مو بايد فکر وي، چې سينونه او خوړونه خو له څاڅکو جوړېږي؛ که د باران څاڅکي سره يو ځای نه شي، خوړ يا سين جوړېدای نه شي او بله دا چې زموږ يوه ستره هيله دا هم ده، چې  هم خدای رانه راضي واوسي او هم موږ ورته محبوب واوسو؛ نو خدای ته د محبوبيت يوه غوره لار دا ده، چې يو خو يې اوامرو ته غاړه کېږدو او بله دا چې له مخلوق سره يې مينه وکړو. د مخلوق سره مينه د خدای سره مينه ده. باچا خان د خدای خدمت د هغه د مخلوق په خدمت کې ويني، دی وايي: خدای ته د خدمت ضرورت نشته، د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی، دی دا هم زياتوي، چې د خدای مخلوق يوزاې مسلمان نه؛ بلکې سک، هندو، عيسايي... هم دي.
سمويل سمايلز وايي: نړۍ د کړنو ځای دی، دلته بايد هر انسان يو څه نه يو څه وکړي.
پر ځای د دې چې داسې کار وکړو، چې د بل چا خير پکې نه وي، ښه به وي چې هغه کارونو ترسره کړو، چې د خلکو ښېګڼې پکې نعښتې وي او خلک رانه ونه ځورېږي، دا کار مو خدای ته ورنېژدې کوي او خدای ته نېږدېوالی خو زموږ ستر ارمان دی. دلته مو د شاعر رحمان بابا ها بيت رايادېږي، چې وايي:
که دې نيت وي د کعبې د جوړولو
د بې وسه انسان زړه جوړ کړه کعبه ده
له دې نه دا هم څرګندېږي، چې خلک خوشالول او ورسره مرسته کول خورا لوړ مقام هم دی.
خو لاسنيونه يا له يو بل سره مرسته يوازې دا هم نه ده، چې مالي يا مادي مرسته دې وي. که يو چا ته دې د خير خبره وکړه، په دې پوه شه، چې مرسته دې يې کړی ده. لاندينی مثال د خير ښېګڼې يو ښه مثال بللی شو.
وايي چې يوه ورځ عبدالله ابن مبارک له کاروان سره حج ته روان و، پر لاره يې ښځه وليده، چې له ‌ډېرانه يې مړ کارغه پورته کړ. ابن مبارک غلام ورولېږه، چې وپوښتي چې ښځې ولې مړ کارغه له ځانه سره يووړ؟
ښځې غلام ته وويل، چې له درېيو ورځو راهيسې مو نه خوراک کړی دی او نه هم څښاک.
ابن مبارک حج ته د روان کاروان ټول خواراک او څښاک پر کلي ووېشه او په هغه کال حج ته نه ولاړ. يوه ورځ يې خوب وليد او يو چا په خوب کې ورته وويل، چې حج دې مبارک شه، قبول شو.
نو که له بېوزلو سره مرسته وکړو، خدای ج داسې ذات نه دی، چې بدل (ثواب) به يې نه راکوي.
پيغمبر ص وايي: د خلکو سره مرسته او خواخوږي تر يوې مياشتې روژې او اعتکاف نه غوره ده.