د جلریز پېښې ته دې قومي او مذهبي رنګ نه ورکول کیږي

 
د جلریز ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو قومي مشرانو د میدان وردګو والي سره د لیدنې په ترڅ کې وغوښتل چې په دغه ولسوالۍ کې ترسره شوي پېښې ته دې قومي او مذهبي رنګ نه ورکول کیږي .
د اسماعیل خیلو سیمي قومي محمدرحمن رحیمي وویل یو شمېر سیاسي ډلې د جلریز ولسوالۍ پېښې ته لمن وهل پیل کړي،ترڅو قومي او مذهبي رنګ ورکړي خو دغه کړنه د امنیتي ځواکونو د زیان ترڅنګ په قومونو کې اختلافات پیدا کول دي .
ده غوښتنه وکړه،چې په جدي ډول دې له دغه تعصبي کړنو څخه لاس واخیستل شي.
قومي مشر حاجي فاروق بیا حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې له هغه کسانو دې هم څېړنې وشي،چې د جلریز ولسوالۍ پېښې ته په قصدي ډول د مذهبي او قومي تعصب لمن وهي.
ده زیاته کړه، که یادې موضوع ته د امنیتي ستونزې په شکل ونه کتل شي،نو په حقیقي ډول به ولسونو او سیاسي رهبرانو د دې خاروې سره خیانت کړی وي او له همدې امله د جلریز ولسوالۍ اوسیدونکو خپل غبرګون د ولایت مقام سره شریک کړ.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي،چې د یادې موضوع په اړه داسې کړنې ترسره کړي،ترڅو مخالف لورې ته په کې د تخریب ترسره کولو زمینه برابره شي .
ده وویل د جمهور رئیس له لورې ټاکل شوی پلاوی د غبرګولې په ۱۷ مه نیټه خپلې چارې په رسمي ډول پیل کوي او د څېړنو په ترڅ کې به د ولایتي شورا غړو،ولسونو او د پېښې زیانمنو کورنیو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي .
ده زیاته کړه، یاد پلاوی پخپل تشکیل کې ډیر پیاوړي کسان لري او هیله مند دی چې څېړنې به یې په پوره توګه بې طرفه او په ترڅ کې به یې ولسونو ته د یوه خوندي امنیت زمینه هم برابره او په راتلوونکې کې به د ورته غمېزو مخنیوی هم وشي .
دا په داسې حال کې ده،چې د مګړۍ هم په جلریز کې د مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه د ګدو کورنیو ځواکونو له لورې عملیات روان دي .