اسلامي امارت، د اسلامي دولت په لومه کې!!

 
دا د نړۍ قانون دی، چې يو هيواد به د بل هيواد په وينو، غوښو او هډوکو خپله وږې او نهاره خيټه مړوي؛ د نورو په وينو به خپله جل وهلې سينه خړوبوي، خپله ملا به د نورو ملاګانو په ماتولو او کړوپول پياوړې کوي، د خپل ژوند او نسل د بقا لپاره به د نورو ولسونو په ورميږونو پښې ږدي خو خپل کړکيچن حالت به له کړکيچه وباسي، دا هغه څه دي، چې موږ يې د سر په سترګو شاهدان يو او هره ورځ يې ژوندۍ بېلګې رابرسيره کيږي، د حسرت او افسوس خبره داده، چې دغه کرکجن حالت د نړۍ په کچه په اسلامي هيوادونو کې زيات ليدل کيږي او هغه هيوادونه د دې ميدان ستر نڅاګر دي، چې د اسلام او مسلمانۍ نوم ورته منسوبيږي.
د تاريخ په اوږدو کې، همېش اسلامي هيوادونه د نورو اجنبي کړيو په غوښتنه، خپلو منځونوکې اخته شوي او خپلې تندې يې د يو بل په وينو خړوبه کړي، چې د دې دردناک او بوږنونکي حالت لمن ورځ تربلې په ډېره چټکۍ سره مخ په وړاندې روانه ده، هر نن يې تر پرون بد تر او وخيم دی، د دغه دردناک او بحراني حالت صحنې هغه تراژيدي فلم ته ورته دي، چې د قتل، ترور، غلا، ظلم، اخلاقي تجاوز، غصب، تحقير، رټلو.... اوږد داستان لري، هرڅوک يې په خورا نرم او لطيف زړه ګوري خو، چې کله د فلم صحنې پاي ته ورسيږي، هر يو له يو اوږد او سوړ اسويلي سره راپورته شي او د خپلې خونې په لور مخه کړي، نه يې د حل لپاره کوم تکل وي او نه يې د ژغورنې لپاره کومه طرحه او برنامه وي؛ زموږ هيواد هم کټ مټ د فلم هماغه دردناک داستان ته ورته دی، چې هر بافکره افغان يې په ليدو اوښکې تويوي خو د نجات لپاره له هېچا سره هم کومه فکره او حل لاره نشته.
پاکستان د پيدايښت له لمړۍ ورځې بيا تر ننه زموږ په هيواد کې د دغه تراژيدي فلم ستر اداکار او کرکتر دی، چې د دغه فلم ټولې صحنې يې په مظلوم افغانستان کې عکاسي کړي او لا هم دغه لوبه روانه ده، چې تر ننه پورې نه د ولس په کچه او نه هم د نظام په کچه د دغې لوبې د شنډولو لپاره منظم او شعوري ګام اخستل شوی، طالبان په ټوله معنی د پاکستان په غيږ کې راوټوکيدل، وروزل شول، مسلکي او اخلاقي تربيت يې همالته وشو، خيالي قيادت ورته وټاکل شو، چې لنډه موده وروسته د مصنوعي اسلام او پالش شوو،منورو قوارو سره جوخت د يو ياغي توپان په څير د پنجابي جنرالانو په شمول د هيواد په قضاياؤ کې دخيل شول، پاکستان غوښتل، چې د خپلو شرارتونو او رذالتونو د ښه ترسره کيدا لپاره په افغانستان کې دوه موازي قوتونه په لاره واچوي، چې وروسته ورته دغه ماموريت طالبانو په ډير ښه او مناسب شکل ترسره کړ، د طالبانو په راتګ سره د پخواني جهادي تنظيم(حزب اسلامي) د جهادي مشرانو، قمندانانو او د همدې تنظيم مخورو څيرو، ژوند له ګواښ سره مخ شو، ځکه دوي ته ماموريت ورکول شوی ؤ، چې د اسلامي حزب اړوند مشران او جهادي مخور شخصيتونه د قتل، ترور او اختطاف له لارې حذف کړي او ترڅنګ يې د دغه اسلامي تنظيم د جنګياليو سره يوه نه پخلاکيدونکي اوږد مهاله جګړه په لاره واچوي، همداسې وشول دغه لوبه د پاکستان په رهبريت تر ډيره وخته پورې په شور او زوږ سره روانه وه، چې په عراق کې اسلامي دولت(داعش) راښکاره شو، لږه موده وروسته داعش افغانستان ته وزرې وکړې، چې له راتګ سره جوخت، طالبانو د مخالفت سر راپورته کړ او د اسلامي دولت سره د اسلامي حزب په څير دا دی په نه پخلاکيدونکی او اوږد مهاله جګړه کې ښکيل شول، اسلامي دولت چې له لمړۍ ورځې يې په نورو حرکتونو ډار او ويره خپره کړې وه، طالبانو يې هم په وړاندې مورال له لاسه ورکړ او د هيواد په مشرقي خواوو کې  د داعش له لخوا د مرګونو ګذارونو سره مخ شول.
طالبانو په خپل لنډ مهاله عمرکې نړۍ ته ثابته کړه، چې دوي د مبارزې او جهاد په تکل نه، بلکې د نورو جهادي حرکتونو او خوځښتونو سره د ټکر او خنډ لپاره راټوکيدلي ؤ، خپل ماموريت يې په احسنه توګه هم د اسلامي حزب په وړاندې او هم دا دی د اسلامي دولت په وړاندې ترسره کړ، د هر جهادي حرکت سره د طالبانو ټکر او د هغوي په وړاندې خنډ واقع کيدل، په دې معنی دي، چې طالب جنګيالي  په داخل کې نه جهادي تربيه لري او نه هم جهادي روحيه، ځکه خو د نورو جهادي حرکتونو سره د دې پرځای چې تفاهم وکړي ټکر کوي او په وړاندې يې خنډ واقع کيږي.