مذهبي ترهګري(تروریزم)/ شپږم څپرکی؛ پنځمه برخه

 
 نیټه: ۱۶/۴/۱۳۹۴،ه،ش
سلطان صلاح الدین ایوبې او د بیت المقدس آزادول:
 د مصر سلطان صلاح الدین ایوبې چې په اسلامي نړۍ کې د لوی اتل په نوم پېژندل شوی شخصیت دی په کال(۱۱۸۵، ز) کې یې اورشلیم له صلیبیانو سره د څلورو کالو لپاره اوربند وکړ، خو یو کال وروسته د صلیبیانو قوماندان رژینالد د کړي سولې پر خلاف د مسلمانانو د یوه کاروان پر وړاندې کمین ونیوه او پر کاروان یې ناڅاپي برید کړ ډېر غنیمتونه او یو شمېر مسلمانان یې ونیول چې په هغو کې د صلاح الدین آیوبي خور هم وه، رژینالد وویل:«دا چې دغو خلکو پر محمد توکل کړی دی اوس دې محمد راشي او دوی ته دې نجات ورکړي!» محمد(ص) د دوی د ژغورلو لپاره نه ولاړ، خو پر ځای یې صلاح الدین چې د قهر او غضب دیګ یې په جوش راغلی ؤ مسلمانان یې د جهاد لپاره وبلل او قسم یې وکړ چې رژینالد به په خپل لاس وژني،  مهمه صلیبي جګړه د طبریه ښار سره نږدې په حطین کې په کال (۱۱۸۷، ز) کې پېښه شوه. (تاریخ تمدن، ص۲۲۷۰)
صلاح الدین چې په سیمه کې بلد ؤ ټول د اوبو څاګان یې نیولي وو او د جګړې په ډګر کې مسلمانانو له یو تکتیک څخه ګټه پورته کړه، هغه باد چې د دښمن په لور الوت په بوټو او وښو پسې یې اور پورې کړ او د بوټو لوګیو صلیبیان تر پوزې راوستل، لویه ګډوډي رامنځ ته شوه د صلیبیانو د پلي او سپورو په منځ کې جدایي راغله، چې له امله یې پلی ځواک له منځه ولاړ، سپاره چې شهسواران یې بلل د مسلمانانو د وسلو له ګزارونو او د دود له امله وارخطا او ستړي شول، په پای کې پر ځمکه پریوتل چې ځینې یې ووژل شول او نور ونیول شول، ظاهراً صلاح الدین ایوبي امر کړی ؤ چې پر ټولو شهسوارانو باندي هېڅ ډول رحم ونه کړي... صلاح الدین دا حکم هم  کړی ؤ چې د اورشلیم پاچا (ګي دو لوزینیان) او رژینالد د ده حضور ته راولي، کله یې چې دواړه سلطان ته وروستل، نو پاچا ګي ته شربت ورکړل چې د بخښنې نښانه ده، خو رژینالد ته یې واک ورکړ چې یا دې محمد(ص) په پېغمبرۍ ومني(مسلمان دې شي) او یا دې مرګ ته تیار شي، خو رژینالد له مسلمانیدو څخه انکار وکړ نو صلاح الدین نوموړی وواژه. په دې جګړه کې یو هم د غینمتو څخه هغه اصلي صلیب ؤ چې عیسی(ع) یې پرې مصلوب کړی ؤ او صلاح الدین ایوبي نوموړی صلیب بغداد ته د مسلمانانو د خلیفه حضور ته ولیږلو.
کله چې سلطان ولیدل چې پر وړاندې یې څوک نشته نو د عکا په بندر یې حمله وکړه عکا یې ونیوله او څلور زره اسیر مسلمانان یې له صلیبیانو څخه خوشي کړل او لوی غنیمتونه یې پر خپل لښکر باندې ووېشل او په څو میاشتو کې یې تقریباً د فلسطین ټوله خاوره تر لاسه کړه، کله چې سلطان بیت المقدس ته نږدې شو د ښار مشران د سلطان صلاح الدین حضور ته راغلل او د سولې وړاندیز یې وکړ... د مسیحیانو استازو د ښار له تسلیمولو څخه ډډه وکړه خو وروسته له دولسو ورځو محاصرې څخه ښار تسلیم شو. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۱)
سلطان صلاح الدین د بیت المقدس په فتحه کې په زرګونو صلیبي اسیران او غلامان آزاد کړل او ډېر اسلامي او انساني کړنې یې تر سره کړې وایې چې صلاح الدین ایوبي د هغو ښځو او جلکیو د ژړاګانو تر اغېز لاندې راغلی ؤ چې د حطېن په جګړه کې یې خپلوان وژل شوي او یا نیول شوي وو  او هغه اسیران چې د اورشلیم پاچاه ګي هم په کې شامل ؤ آزاد کړل، په دې تړاؤ ارنول، مباشر بالیان وایی:«صلاح الدین هغو ښځو او جلکیو ته چې په جګړه کې یې میړونه او پلارونه وژل شوي وو له خپلې خزانې څخه دومره مالونه ورکړل، چې د خدای شکر یې وایستو، هغه مهرباني او درناوی چې صلاح الدین له دوی سره کړی ؤ په هر ځای کې یې یادولو»
ګي او نور اشراف چې له بند څخه خوشي شوي وو قسم یې وکړ چې په ټول عمر کې به د صلاح الدین ایوبي پر خلاف قدم پورته نه کړي، خو کله چې د مسیحیانو د امن ځایونو طرابلس او انطاکیې ته ورسیدل، د کشیشانو په حکم، د خپلې کړي وعدې څخه خلاص شول او له سلطان صلاح الدین څخه د غچ د اخیستلو په لټه کې شول.
سلطان صلاح الدین یهودیانو ته اجازه ورکړه چې په بیت المقدس کې استوګنه وکړي، او مسیحیانو ته هم اجازه ورکړه چې بې له وسلې څخه ښار ته ننوځي او د مسیحي زیارت کوونکو سره یې مرستې وکړې او د هغوی د ځان او مال ساتنه یې پر غاړه واخیستله.
د قبه الصخره ودانۍ چې مسیحیانو په کلیساء بدله کړي وه بیا یې په ګلابو باندې پاکه کړه او هغه طلایي صلیب چې د ګنبدې پر سر باندې لګول شوی ؤ د مسلمانانو له شور او زوږ سره او د مسیحیانو له زګیرویو او فریادونو سره لاندې راوغوځول شو. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۲)
                             دلیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي