سیوری

 
   کېدای شي تاسو دې موضوع ته پام نه وي کړی، چې د لمر په رڼا کې ودرېږئ، نو سیوری مو تاسو ته نیږدې وي، کېدای شي سیوری مو مخامخ وي او یا هم تر شا وي او یا هم امکان لري ستاسو ترڅنګ وي. تاسو چې هرچېرې وئ، نو سیوری مو تاسو ته ورته دی او د ستاسو په څېر حرکت کوي .
   د سیوري د جوړېدو له پاره دوه څیزونه لازم دي. لومړی رڼا او دویم هغه څیز چې د رڼا مخه نیسي، دا دواړه یوه برخه تشکیلوي، چې د شاوخوا په پرتله یې ډېره تیاره ده. دا سیمه د سیوري په نامه یادېږي .
   د خلکو سیوري هغه مهال جوړېږي، چې دوی د هغې رڼا مخه ونیسي، کومه چې له لمر څخه ځمکې ته را رسېږي. په دې اړه فکر وکړئ، کله چې د ستاسو شا د لمر خواته وي، نو څه پېښېږي ؟ څه چې پېښېږي، هغه دادي، چې ستاسو د بدن مخکینۍ برخه د لمر د یوې اندازې رڼا مخه نیسي او دا د دې لامل کېږي، چې ستاسو په مخه کې یو سیوری تشکیل شي، نو دا سیوری، ستاسو د بدن شکل ځانته غوره کوي .
   کله چې لمر ستاسو په مخکې وي، نو سیوری مو شا خواته تشکیلېږي، که چېرې لمر مو چپې خوا ته وي، نو سیوری مو ښي خواته تشکیلېږي او که چېرې لمر مو ښي لور ته وي، نو سیوری مو چپې خوا ته جوړېږي .
   ونې او ودانۍ هم سیوری جوړوي، د هغوی سیوری کولای شي یوه ورځ تاسو له سوزنده لمر څخه وساتي، سیوري د دې له پاره ساړه دي، چې د لمر له رڼا څخه په امن کې دي. د لمر رڼا ځمکه تودوي او ورپسې هوا هم تودېږي .
   نور څیزونه هم شته، چې سیوری جوړوي، کله چې وریځې د لمر له مخې تېرېږي، نو سیوری جوړوي. یوه پیک لرونکې خولۍ هم ستاسو پرمخ او تندي باندې سیوری جوړوي او هغه سړوي. سیوري ډېرې کچې او اندازې لري. د کوچنیو غړو لرونکی کس کوچنی سیوری جوړوی، یوه لوړه او دنګه ودانۍ ستر سیوری جوړوي. د لمر موقعیت هم د سیوري په پرتله اغېز لري، کله چې لمر د آسمان په ټیټه ارتفاع کې وي، نو یو شی او یا یو جسم د لمر د ډېرې رڼا مخه نیسي، لوړـــ لوړ سیوري جوړېږي، کله چې لمر په آسمان کې ډېر لوړ وي، نو د رڼا مخه یې کمه نیول کېږي، نو دا دې لامل کېږي، چې سیوري کوچني شي .
یو ستر او رښتینی سیوری  :
   د شپې آسمان یوه ستر سیوری دی، کله چې د ځمکې د ګرځېدو له امله، د ځمکې یوه برخه له لمر څخه لرې کېږي، د ځمکې د یادې برخې آسمان تیاره کېږي، په دې وخت کې ځمکه د لمر د رڼا مخه نیسي او نه پرېږدي، چې رڼا ستاسو د سر د پاسه آسمان ته ورسېږي، کله رڼا نه وي، نو ښکاره ده، چې تودوخه هم نه وي، نو له دې امله شپې د ورځو په پرتله سړې او یخې دي .
   په فضا کې هم سیوري شتون لري. مسنجر ( MESSENGER ) د ناسا فضایي بېړۍ ده، چې مریخ ته د رسېدو په حال کې ده، تر څو د هغه په اړه څېړنې ترسره کړي. هغه پوهان، چې مسنجر یې جوړه کړې ده، غوښتل یې ډاډه شي، چې دا فضایي بېړۍ ډېره نه تودېږي، نو په دې ترتیب هغوی د دې فضایي بېړۍ یوه خوا، چې لمر ته مخامخ ده، د یوې ځانګړې اوبدل شوې سترې قطعې په وسیله پوښلې ده، دا اوبدل شوې قطعه د فضایي بېړۍ سیوری دی، دا سیوری یوه سخت پوښ ته ورته دی، چې د یوه څلي په جوړولو سره د لمر د رڼا په وړاندې سیوری جوړوي، دا سیوری فضایي بېړۍ سړه ساتي .