د وروسته پاتي والي اقتصادي نظريې/ دویمه برخه

 
 
د ياد شویو او نورو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د رامنځته کېدو لاملونه او د هغوی د له منځه وړلو لپاره لارې چارې د اقتصادي پرمختګ په بېلابېلو نظريو کې تشرېح شوي دي. زه به په خپله دغه ليکنه کې زيار وباسم چې له دغو تر ټولو د پام وړ يې په لنډه توګه وڅېړم.
د مدرنيزه کولو نظريې
د مدرنيزه کولو نظريې د ملي اقتصاد اوږدمهاله وده څېړي. د دې نظريو له مخې د ملي اقتصاد د وروسته پاتې والې لاملونه په ځانګړې توګه دوديزه کرنه، بېسوادي، د کار د وېش ټيټه کچه او د اقتصادي بنسټونو کمه وده دي. د پرمختګ لپاره باید د وروسته پاتې والي ياد شوي عوامل له منځه يووړل شي او د اقتصادي پرمختګ د عملي کولو لپاره د پرمختللو هېوادونو له اقتصاد څخه د بېلګې په توګه کار واخیستل شي. د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو ملي اقتصادونه له يوه او بل سره تړلي دي او د توليد د مدرنيزه کولو لپاره باید وروسته پاتې هېوادونو ته د پانګونې مرستې وشي او د تکنالوژۍ په انتقالولو کې آسانتياوې ورته برابرې شي.
د مدرنيزه کولو د نظريو له ټولو نامتو استازی امريکايي اقتصاد پوه روستوف دی. روستوف د ملي اقتصاد د ودې پروسه د الوتنې د پرواز له بېلابېلو پړاوونو سره په مقایسه « د اقتصاد د ودې پړاوونو» په نامه خپل اثر کې تشریح کړې ده. دا د الوتنې لپاره د شرايطو برابرولو، د الوتنې د پیل، د ارتفاع نيونې او په يوه معېنه ارتفاع کې د الوتنې د دوام پړاوونه دي. دا نظريه د ودې د پړاوونو د نظريې په نامه هم يادېږي. د دې نظريې له مخې باید ټولنه د مدرنیزه کېدو په لار کې له پنځو پړاوونو څخه تېره شي:
دوديزه ټولنه – د ودې په دغه پړاو کې ملي اقتصاد زياته وده نده کړې، توليد دوديزه بڼه لري او يوازې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ترسره کېږي، په اقتصاد کې د غېرمؤلدو سکتورونو ونډه زياته ده او مالي وسيلې له ټولو تر مخه د خدمتونو په سکتور کې او د دفاعي او مذهبي موخو لپاره کارول کېږي. خلک تر ډېره حده پر خرافاتو عقيده لري، د خپل ژوند د حالاتو پر ښه کولو باور نه لري او هر څه د قضا او قسمت پر لاس ږدي. په دا شان ټولنو کې سوداګري هم تر ډېره حده بارتري حالت لري چې په معاملو کې توکي له توکو سره تبادله کېږي. د اقتصادي ودې پړاو - په دې پړاو کې په اصطلاح د اقتصاد د الوتنې د پیل لپاره شرایط برابريږي. دا شرایط د دودونو او خرافاتو د اغېزو کمېدل، په تولید کې د مدرنې ټکنالوژۍ کارونه، د سپماوو لوړېدل او په دې توګه د نوې پانګونې لپاره د مالي وسيلو برابرول دي. د ودې په دې پړاو کې سوداګري پراختيا مومي او د ترانسپورتي لارو د جوړېدو په نتيجه کې سيمه یيزه او دوديزه بڼه له لاسه ورکوي، د هېواد نورو سيمو ته هم پراختيا مومي او بلاخره نړیوالو بازارونو ته لار پېدا کوي. په دې توګه د وګړو عواید او له هغو سره سم د پانګونې لپاره وسيلې هم زياتېږي. د ودې په دې پړاو کې د ملي عوایدو له ۵ سلنې برخې زياته اندازه د پانګونې لپاره کارول کېږي. د الوتنې پیل (Take off) – د ودې په دې پړاو کې ملي اقتصاد د پانګونې او په کرنه کې د تکنالوژۍ د کارونې له امله زياته وده کوي او د ملي اقتصاد پرمختګ چټکتيا مومي. د دې پړاو له ټولو ارزښتناک ټکی  پر ځان د بسيا کېدو د موخې لپاره فعاليت دی. په بله وینا په دې پړاو کې د وګړو د کار او فعاليت بنسټ دودونه نه بلکې اقتصادي پروسې دي. اقتصادي پرمختګ د خنډونو د له منځه تللو له امله، لکه ناوړه دودونه، خرافات او داسې نور، په يوه نورمال حالت بدلېږي. په کرنه کې د کار د مؤلديت د لوړېدو له امله په دې سکتور کې د بوختو کسانو شمېر کمېږي، سپما او پانګونه لا نوره هم زياتېږي. د بلاغت خواته خوځېدل – ټولنې د ودې د پېل له پړاو څخه د بلاغت پړاو ته د رسېدلو لپاره د اقتصادې ودې او پرمختګ يوې اوږدې مودې ته اړتيا لري. د پرمختګ د دې پړاو يوه مشخصه په توليد کې د ټکنالوژۍ زياته اندازه کارول دي. ملي اقتصاد د پر ځان بسيا کېدو داسې يوه حالت ته رسېږي په کوم کې چې د رامنځته شویو شتمنیو په مرسته د لا زياتې پانګونې شونتياوې رامنځته کېږي. د اقتصادي ودې له امله ملي اقتصاد په نړیواله کچه هم وده او پرمختګ کوي، زيات شمېر توکي چې پخوا له بهر څخه راواردېدل په هېواد کې د ننه توليديږي او په دې توګه د بهرنۍ سوداګرۍ بڼه او ترکيب هم بدلون مومي. کتلوي مصرف – د ودې په دې پړاو کې د ملي اقتصاد د پرمختګ په پروسه کې د سپماوو او د پانګونې د لوړتيا له امله د خلکو د عوایدو او په دې توګه د مصرف په کچه کې هم زياتوالی رامنځته کېږي. دوامداره مصرفي توکو او خدمتونو ته د وګړو غوښتنه زياتېږي. په دې پړاو کې ټولنه د اقتصاد په بېلابېلو څانګو کې د کارونې لپاره په پوره اندازه وسيلې په لاس کې لري. ( اکاديميا، ۲۰۱۵). په دې توګه هر اړخيز پرمختګ هم شونی کېږي.
 
دوه ګونواله (Dualism) نظريې
د دې نطريو له مخې په يوه ملي اقتصاد کې په عین وخت کې دوه سکتورونه وجود لري چې د ټولنيز جوړښت، د توليد د بڼې او موخو له پلوه له يوه او بل څخه توپير لري. له يوې خوا دوديز توليد دی چې په کمه کچه توليد کوي، د محصولاتو په توليد کې د کار برخه زياته او د پانګې برخه کمه ده او د کار وېش په کې لږ دی. له بلې خوا په ملي اقتصاد کې مدرن سکتور وجوود لري چې د پانګې ونډه په کې زياته ده او د نړیوالو بازارونو لپاره توليد کوي. دا نظريه د لومړي ځل لپاره له نيدر لند څخه د يوليوس هېرمن بويک په نامه اقتصاد پوه له خوا طرح شوه.
 
د نوموړي د افکارو له مخې دا دواړه سکتورونه له يوه او بل سره ډېرې کمې اړيکې لري. په مدرن سکتور کې په زياتو حالاتو کې بهرنۍ پانګونه ټاکونکی رول لوبوي او په دې توګه یې پراختيايي ګټه هم بهرنيو پرمختللو هېوادونو ته رسيږي. د دوه ګونواله تيورۍ له مخې د مدرن سکتور د ودې له امله د هېوادونو دوديز سکتور تر فشار لاندې راځي. کارګران له کرنې او له کلو څخه ښارونو ته ځي. د وروسته پاتې هېوادونو په کرنه کې پټه بېکاري موجوده ده يعنې په کروندو کې له اړتيا څخه زيات کسان بوخت دي، سره له دې هم دا پروسه په منځمهاله توګه په کرنه کې د کارګرانو او د توليد د کمېدو لامل ګرځي. ښارونو ته د کليوالي وګړو ګډوالي، په ښارونو کې د کارګرانو شمېر او يا عرضه او بېکاري زياتېږي او د کارګرانو مزد کمېږي. د خلکو عوایدو د کمېدو له امله په کورني بازار کې د صنعتي توليداتو لپاره غوښتنه هم کمېږي.
 
وروسته پاتې هېوادونه باید په خپلو پلانونو کې له دقت څخه کار واخلي تر څو په ملي اقتصاد کې سيمه یيز توپيرونه زيات نه شي او له ټولو مهمه دا چې د اقتصاد د پرمختګ په لار کې د کرنيزو محصولاتو پر توليد ناوړه اغېزې رامنځته نشي، ځکه چې په وروسته پاتې هېوادونو کې د کرهنې سکتور په ځانګړې توګه د صناېعو د ودې لپاره د مرستندوی په توګه زېرمې رامنځته کوي. (ف. کونېن، 1987.)
نور بیا...