
د پرمختللو هېوادونو چې په مجموعي ډول په کې د ژوند سطحه لوړه ده، د خلکو په ځانګړي ډول شتمنو د پانګې ډېره برخه پر عیاشۍ او استراحت مصرفېږي. د دوی د عیاشۍ یوه برخه شراب او الکولي مشروبات دي.
فرانسوی«Jean Pierre Cayard» د شرابو او الکولي مشروباتو له کاروباره میلیاردر شوی او د لومړي ځل لپاره یې تېر کال نوم د فوربس مجلې د میلیاردرانو په نوملړ کې راغی.
سره له دې چې د الکولي مشروباتو کمپنۍ یې په فرانسه کې دویمه ستره کمپنۍ ده، خو جین یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې د ژوند او کمپنۍ په اړه یې ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
تېر کال چې کله د نوموړي نوم د فوربس مجلې نوملړ ته راغی، مجلې د مرکې لپاره ورنه د وخت غوښتنه وکړه.
کمپنۍ تر اووه ځله پرله پسې غوښتنې وروسته د فوربس مجلې خبریال ته له نوموړي سره د مرکې وخت ورکړ، خو دا مرکه بیا هم مرکه نه شوه.
د مجلې خبریال «Ricardo Geromel » وايي:« کله مې چې په اووم ځل د مرکې فرصت برابر کړ، جین ته مې زنګ وواهه، د ځان تر معرفي کولو وروسته مې د فوربس د میلیاردرانو په نوملړ کې د هغه د ځای په اړه ورته وویل. وړاندې له دې چې زه سوال ترې وکړم، ده مې په خبرو کې مداخله وکړه او ویې ویل چې زه نه غواړم د میلیاردرانو د نوملړ غړی و اوسم، که مې په دغه نوملړ کې نوم وي لرې یې کړی. دا ټول هغه څه وو چې ما درته ویلی شوی، اوس به نو اجازه راکړې چې بېرته خپل کار ته وګرځم.»
فرانسوا هولانډ واک ته تر رسېدو وروسته پر شتمنو فرانسویانو مالیه لوړه کړه چې له همدې کبله اوس د فرانسې ډېری شتمن له مالیې د تېښتې په لټه کې دي او یوه برخه په سویزرلنډ کې اوسي.
نوموړي ته دغه کاروبار له خپل پلار څخه ورپاتې دی. پلار یې په ۱۹۳۴ کال کې د «La Martiniquaise» په نوم کمپنۍ جوړه کړه. په لنډ وخت کې یې هغه له مشهور حلقوي پلورنځیو سره وصل کړه او په دې توګه یې د پراختیا زمینه ورته برابره کړه.
په ۱۹۷۰ کال کې د کمپنۍ چارې جین ته وسپارل شوې چې د نوموړي د هڅو په پایله کې کمپنۍ په فرانسه کې د الکولي مشروباتو او شرابو دویمه ستره کمپنۍ شوه. کمپنۍ په ۲۴ هېوادونو کې تولیدات کوي او په ۱۱۰ هېوادونو کې یې تولیدات پلورل کېږي. د دې کمپنۍ دری برنډونه د میلیونرانو برنډونه بلل کېږي، یعنې بیې ډېرې لوړې دي.
له ده سره په کمپنۍ کې د ده مېرمن او لور هم کار کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د پنځمې نېټې د شمېرو له مخې د «جین پېرې کې یارډ» پانګه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په فرانسه کې ۱۷ ام ځای لري.
نوموړی د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.