سټنلي ډرکنمیلر؛  د انګلېنډ بانک ویجاړوونکی

 
د اقتصاد په ځانګړي ډول بانکدارۍ بنسټ باور دی. خلک د باور پر بنسټ د خولو په تویولو ګټلې پیسې بانک ته سپاري. که د بانک د باور په اړه شکونه رامنځته شول د ماتې شونتیا یې ډېرېږي. په تاریخ کې ځینې وخت داسې پېښ شوي چې افرادو د خپلو ګټو لپاره بانکونه له ماتې سره مخ کړي دي.
د دغه ډول پېښو یوه یې د انګلېنډ د بانک ماتې وه چې په ۱۹۹۲ کال کې رامنځته شوه.
د جورج سوروس په نوم امریکايي میلیاردر چې د انګلېنډ بانک د ویجاړوونکي په نوم هم مشور دی له « سټنلي ډرکنمیلر» سره په ګډه د برېتانیا مرکزي بانک له ماتې سره مخ کړ.
دوی محاسبه وکړه چې د برېتانیا مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو دومره زېرمې نه لري چې د سټرلېنګ فونډ د لوړ ساتلو لپاره له بازار څخه فونډ راټول کړي.
د دوی نیوکه دا وه چې د مرکزي بانک د سود کچه په غیرې واقعي ډول لوړه کړې ده.
دوی د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ پر ۱۶ مه نېټه په یوه ځل میلیاردونه فونډه وپلورل او په دې توګه یې د برېتانیا د اسعارو بازار له نوسان سره مخ کړ.
سره له دې چې بانک څو ځله د دوی په غبرګون کې له بازار څخه فوڼد راټول کړل، خو بلاخره له ماتې سره مخ شو او د سوروس ډلې له دې ماتې شاوخوا یو میلیارد ډالره ګټه وکړه.
په لوبه کې د سوروس یو مهم کس سنټلي ډرکنمیلر و. نوموړی د ۱۹۵۴ کال د جون پر ۱۴ مه نېټه د پنسلوانیا په ایالت کې زېږېدلی.
لا د ښوونځي په لومړنۍ دوره کې و چې مور او پلار یې سره جلا شول او دی له پلار سره نیوجرسي ته ولاړ. کالج یې په ویرجنیا کې ولوست او د اقتصاد او انګریزي ژبې په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړې یې په «باوډوین» کې وکړې.
د مشیګان په پوهنتون کې دکټورا هم پیل کړه، خو په دویم سمسټر کې یې له دې کبله پرېښووده چې د پیټزبرګ په ملي بانک کې یې د تحلیلکوونکي په توګه د دندې فرصت ترلاسه کړ.
په ۱۹۷۷ کال کې یې له همدې بانک سره د مالي برخې د « کار اموز» په توګه کار پیل کړ؛ خو په یوه کال کې د ارزښت لرونکو پاڼو د څېړنو د برخې مشر شو.
په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې یې د « Duquesne Capital Management» په نوم د پانګې د مدیریت یو بنسټ رامنځه کړ. د دې ترڅنګ یې د «  Dreyfus Fund» د پانګې د مدیریت له بل بنسټ سره د مشاور په توګه دنده ترسره کوله چې وروسته یې مشر شو.
نوموړي د پانګې د مدیریت بنسټ « Duquesne Capital Management» په ۲۰۱۰ کال کې وتاړه.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای په څلورمه نېټه د سټنلي ډرکنمیلر پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالتو کې ۲۰۱ ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.