دافغاستان د اطلاعاتوکلتور وزارت ډېر کار ته اړتيالري

د لوی او بخسوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت،چې د حکومت وياند بلل کيږي تردې دمه داسې لاس ته راوړنه نه لري،چې حساب پرې وشي يوازې د باختر اژانس يوڅه کوي،چې تازه او پروخت خبرونه وړاندې کوي .د اطلاعاتو کلتور د وزارت ويب پاڼه خو يوازې بڼه لري او نور هيڅ کارنه کوي د نوموړي وزارت له خوا که څه هم يو شمېر نندارتونونه او سيمينارونه جوړشوي خو تردې دمه اولس پرې قانع نه دى .
 د يو حکومت د ژبې په توگه د اطلاعاتو کلتور وزارت د يو هېواد په پرمختگ کې ستره ونډه لري که مونږ يوازې د گاونډيو هېوادونو اطلاعاتو کلتور وزارتونو ته پام وکړو ډېر څه لري او د افغانستان په پرتله يې ډېر کارکړی دې نوموړي وزارت دا استدلال کوي،چې مونږ له صفر څخه پېل کړى خو نړېوالې مرستې،چې د افغانستان سره کيږي خامخايې يوه اندازه نوموړي وزارت ته ورکول کيږي او د حکومت د يو غړي په توگه ځانگړي بوديجه لري خو نوموړى وزارت په تېرو اته کلونو کې داسې غوره کارنه دى کړى،چې حساب پرې وشي  ـ
که د رهين پروخت څه نه کېدل نو دليل يې دا و،چې نوموړى د پښتون ژبې او يوازې تربگنۍ ته يې لمن وهله ټول کارونه يې په تربگنۍ کول،چې په همهغه وخت هم ملي کړېو خپل غږ پورته کړى و خو اوس،چې عبدالکريم خرم يې وزير دى بيا هم چندان پرمختگ يې نه دى کړى څو ځله اولسي جرگې ته غوښتل شوى پوښتنې ترې شوي خو مونږ ترې د يو هېواد د کلتور د وزارت په توگه غوره کار غواړو همدا خبري رسنۍ ته که وگورو باختراژانس يې تانده انځوريزه څانگه نه لري،چې وخت په وخت تازه انځورونه وړاندې کړي خبرونه يې هم ماښام مهال پر ليکه کيږي ښايي،چې نوموړى وزارت انځوريزه څانگه هم ولري،چې نوې او تازه او رنگين انځورونه ټولنې ته وړاندې کړي مونږ به د مثال په توگه د پاکستان داطلاعاتو کلتور د وزارت ويب پاڼه وړاندې کړو، چې انگليسي،اردو او اوس اوس يې پښتو څانگه هم پېل کړې يوازې يوه څانگه يې د انځورونو لپاره ده، چې په سمدستي توگه دولتي انځورونه او خبرونه خپروي ان،چې نېغ په نيغه يې هم خپروي خو که مونږ د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت ته وگورو نو بيا نوموړى په دې کار کې پاتې راغلې دى او ډېر کار ته اړتيا لري د لوي او
 
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com