د نړۍ لس غوره بانکونه

 
   که څه هم اوس یو شمېر بانکونو پر ځان باندې د باور ارزښت ثابت کړی دی، خو یو شمېر نورو یې خلکو ته پرته له سر خوږي، نور څه نه دي ورکړي  .
د بانک ډاټ آی آر د راپور پر بنسټ، 10 غوره بانکونه چې لاندې یې نوم ذکر شوی د نړۍ د غوره، معتبرو او باور وړ بانکونو په کتار کې راځي .
1 ـــ سیټي بانک ( Citibank ) :
   دا بانک په اتلسمه پېړۍ د نیویارک په ښار کې تاسیس شو او دم ګړۍ  د ډېرو معیارونو په پام کې نیولو سره د نړۍ د غوره بانکونو په کتار کې راځي. دا بانک چې په امریکا کې دی، خپل ډېر پرمختګونه؛ د خپلې غوره او ښې بانک دارۍ  سیستم پایله ګڼي، دغه راز د دې بانک څانګې په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په امریکا کې د پراختیا په حال کې دي .
2 ـــ اچ اس بي سي بانک ( HSBC ) :
  د اچ اس بي سي له تاسیس څخه کابو 20 کاله تېرېږي او څانګې یې د انګلستان په ډېری سیمو کې تر سترګو کېږي. د فوربس خپرونې د خبرتیا له مخې د تېر کال په لړ کې دا بانک د سترو او بریالیو بانکونو په ډله کې شمېرل کېده. دا بانک د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو ښو او اغېزمنو مشورو او لارښوونو له کبله، چې په آسیا کې یې لرلې، د خپلو آسیایي مشتریانو له تود هرکلي سره مخ شو .
3 ـــ جي پي مورګان چېس بانک ( JP Morgan Chase ) :
  جي پي مورګان چېس له سیټي بانک څخه هم مخکې تاسیس شوی دی او پانګه یې 2 تریلیونه ډالرو ته رسېږي. دا بانک د ډېری خلکو ترمنځ، له دولتي چارواکو او پانګوالو څخه نیولې تر عام وګړو پورې ډېر زیات محبوبیت لري .
4 ـــ کریډیت اګریکل ګروپ ( Credit Agricole Group ) :
  د دې بانک بنسټ په فرانسه کې ایښودل شوی دی، د خپلې ښې، دقیقې او ځیرکې بانکدارۍ  له کبله په نړۍ کې ډېر شهرت لري، اروپا په خپله اتحادیه کې دا بانک د نورو تر منځ، د ستر او غوره بانک په نوم پېژني. دا بانک د خپلې بانکدارۍ په چارو کې تر ټولو ډېر ځیرک او حساس دی، همدا لامل دی، چې تر ټولو ډېر مشتریان لري .
5 ـــ د میزوهو مالي ډله ( Mizuho Financial Group ) :
  د دې بانک اصلي څانګه په جاپان هېواد کې ده او خپله پانګه یې تر 108 تریلیون ډالرو پورې لوړه کړې ده، په دې هېواد کې له یوه بل بانک سره د ډېرې سختې سیالۍ له امله په ډېرې چټکۍ او کمه موده کې، ډېر ستر پرمختګ کړی دی .
6 ـــ د سکاټلینډ رویال بانک ( Royal Bank of Scotland ) :
  دا بانک په سکاټلینډ هېواد کې د بانکدارۍ د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره، په دې هېواد کې 650 څانګې لري. د خلکو د باور پرخلاف دا بانک د سکاټلینډ له مرکزي بانک سره کوم تړاو نه لري، بلکې دا یوه موسسه ده، چې له هغه څخه ډېره مخکې پرانیستل شوې ده.  
7 ـــ د توکیو د میتسوبیشي مالي ډله (Mitsubishi Tokyo Financial Group) :
   د میتسو بیشي د مالي ډلې بنسټ په توکیو کې ایښودل شوی دی او پانګه یې کابو 1040 تریلیونه ډالره اټکل شوې ده، دا بانک له ډېرو لوړو ارزښتونو څخه برخمن دی، په دې ترتیب په جاپان کې دا بانک د یوه ستر او بېساري بانک په نامه پېژندل کېږي او د نړۍ د غوره بانکونو په سر کې ځای لري، میتسو بیشي خپلو مشتریانو ته  د مالي مشاور په توګه بېساري خدمتونه وړاندې کوي، دا موسسه 70000 کارمندان لري .
8 ـــ اچ بي او اس بانک ( HBOS ) :
  د دې بانک د امتیاز څښتن د لیلوید د بانکدارۍ مالي ډله ده، چې د بیمې او نورو خدمتونو په وړاندې کولو سره د خلکو بېساری باور یې ترلاسه کړی دی. خپل کار یې په 2001 زېږدیز کال کې پیل  او ورو ورو په انګلستان کې په یوه ستره بانکي موسسه بدله شوه .
9 ـــ بي ان پي پاریبس بانک ( BNP Paribas ) :
  دا موسسه په یوه وخت په پاریس او لندن کې اداره کېږي، د فوربس خپرونې د ریپوټ پر بنسټ دا بانکي موسسه، د نړۍ د لس غوره شرکتونو په کتار کې راځي . بي ان پي پاریبس د نړۍ په ډېرۍ بانکونو کې ونډه لري، نو له دې امله په نړۍ کې یوه ستره ځواکمنه بانکي موسسه ګڼل کېږي. د خپل وروستي مالي بحران په لړ کې دا شرکت اړ شو، چې خپل ډېر ګډون کوونکي له بانکونو څخه بهر کړي .
10 ـــ بانک آف امریکا ( Bank of America ) :
  له هغه وخته، چې په اقتصاد کې د پانګونې بازار خپل ځای پیدا کړ، نو دا بانک د نړۍ د سترو او غوره بانکونو په ډله کې شتون لري. دا بانک د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې څانګې لري، د دې بانک ستر سیالان ول فارګو او سیټي ګروپ دي .