
ممکن دا لیکنه پر یو شمېر کسانو ښه تاثیر ونه کړي او پرما نیوکې وکړي . خو په لیکنه کې له ذکر شوي حقایقو څخه سترګې پټول هم ستره جفا ده چې هرڅوک یې د رد کولو حق لري ځکه تاریخ په دې اړه عادلانه قضاوت کوي. زما لیکنه زما شخصي او فکري مبارزه ده او له هیڅ ډلې هم د ملاتړ مانا نه لري، چې د لوستو په وخت کې ګرانو لوستونکو ته ځغم او حوصله غواړم.
تل مو دا ګیلې او زارۍ دي چې ولې جنګ جګړه ، ولې خون او نفاق ولې یرغل او غلامي او بلاخره ولې مرګی او بد امني، دا ټولې پوښتنې دي او ځواب غواړي خوله بده مرغه له شاهي نظامو را په دې خوا یادو پوښتنوته نه یوازې دا چې ، ځواب ونه ویل شو بلکې نورې پوښتې ی هم ور ډېرې شوې.
اوس نو افغانستان ولې دارزښتونو قبرستان ؟ دغه پوښتنه په څو عناوینو کې ځواب غواړي چې له شک پرته همدې پوښتنو افغانستان د ارزښتونو پر قبرستان مشهور کړی دی.
د یاد پوښتنو په ځواب کې به له دې ځایه پیل وکړو: یو لوی او اسلامي ارزښت جهاد او مجاهدت دی چې مسلمان امتونه ورباندې مکلف دي او جهاد خاص د کفر او الهاد په ځپلو خپل معنوي او دیني موقف برجسته کوي، چې په اصل کي الهي هدایت او دستور دی،خو دا دستور ځانګړتیاوې لري ، خاصیتونه لري ، قربانۍ غواړي غیرت او شعور غواړي، مینه او الهي شوق ته اړتیا لري ،
چې بدني وړتیا يې لوی اصل دۍ او دې ته ورته په لسګونه نور شرعي او دیني خصوصیات په دې ستره فریضه کې پراته ده ، جهاد په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د سرو لښکرو پروړاندې په محدود زمان او مکان کې عملي او حقیقي موقف غوره کړ او مجاهدت هم عیني او واقعي تصویر وړاندې کړ ، شهیدان مو ورکړل وینې تویې شوې خو بلاخره جهاد په اصلي معنی او مفهوم په عمل کې د کفر او یرغل ټغره ټوله کړه، له دې سره سم ریښتیني مجاهدین یا شهیدان شول او یاهم په کور کښیناستل ځکه دوی خپله موخه تر لاسه او جهاد یې هم د خدا درضا په خاطر وکړ او له نورو نه د جهاد بدیل او امتیاز ته پښې لوڅې نه کړې.
جهاد ختم شو خو بدیل یې شیطاني اعمال پیل شوب او د جهاد له نامه چې څه فساد او خیانتونه ، څه ناوړه ګټې او څه نخرې او قتلونه چې د ظلم او وحشت په آخري مدارکې نه وو په دې خاوره کې پرمظلوم ولس او پر ملسمانو خلکو عملي شول ، ستمونه ، عمدي او ډله ایزقتلونه ،ناموس ته د تجاوز لویې او دردونکي ډرامې ، غلا ، شکونې او ربړول او بلاخره چې څه وحشت او جهالت وو د جهاد په نامه د فاسقو او اجیرو څيرو او ډلو تنظیمونو او احزابو له خوا ترسره شول،
بلاخره جهاد او د جهاد تقدس د یادو ظالمانه اعمالو او افرادو په واسطه او یهودو د پلانونو او نقدي مرستو په مرمټ بل رنګ او تعبیر ناسم او شایطاني تعریف پیداکړ. په دې تر تیب د جهاد او ریښتني مجاهد نوم خاورې او د شیطان له نطفې روزل شوي آدمیان مجاهدین او قهرمانان شول، چې ځینې یې تللې او ځینې لاهم شته چې الله به یې سزا ورکوي .
اوس چې د شیطان له نطفې لوی شوی مجاهد وینې ملیون جریبه ولکه شوې ځمکه، سلګونه دنګ دنګ تعمیرونه، ترلیون ډالر او غرب کې ژوند او پادشاهي لري او بیا وایې دا د جهاد ثمرې دي چې تر لاسه کړي یې دي. په دې ترتیب له واقعي جهاد څخه د ضعیفو او مشرکو کسانو عقېدې بدلې شوې او دهغوی په آند جهاد نابود شو ، خو حق دادۍ چې جهاد په اصلي او کلي تعاریفاتو سره پر اسلامي او دیني ارزښتونو ولاړو ستنو باندې له هم جاري او دوام لري. او خدای به هغه ورځ راولي چې د عدالت میزته د دغو کسانو حضور د سر په سترګو ووینو او له دوی څخه به د دوي د ظلمونو پوښتنې وشي .
آزادي اوحریت د آدمي زاد ملګری او مل جوړښت ، آزادي په اسلام کې د عدالت او حق ، عزت ، انسانیت او شرف ، خپل همنوعي ته متقابل درنښت دی او دایې کلي او مفصل مفهوم دی چې په قرآني مبارکو آیاتو کې د راغلو اوامرو او په نبوي متعدود احادیثو کې غوڅ احکام یې اصلي منابع دي چې له مخې یې آزادي مفوهم او معني غوره کوي خو البته د مسلمان لپآره.
مګر له بده مرغه آزادي په تیرو لسوکلونو کې د جګړې ډګرونه او مرګ ژوبلې ماشین د دښمن په ګټه چالان وساتلو داځکه چې د بشر په لاس جوړ شوي نظام کې رسنۍ دیو نظام څلورم رکن بلل کیږي چې جنګي بهرني ډلو له دې رکن څخه د ځان او په ګټه د اسلام په تاوان کار واخیست... ، تیره لسزیزه له وحشت او جنایت ډکه فلسه په یهودي او نصراني افکارو کې جوړ او د دیموکراسۍ په نامه افغانستان ته دیوې نسخې په توګه ډالئ شوه او خلکو یې هرکلی وکړ، راځي عواقبو ته یې کتنه وکړ،( زنا او فحاشي دغه ستر ظلم او لویه ګناه د اوسنۍ آزادۍ یوه ستره برخه ده او په ستره کچه افغانان یې پرې ولړ، لومړی سر کې یې خوندونه او ډالر وویشل خو اوس ډالر ختم او کسان پرې روږدي پاتې شول او تر خواي په ناوړه عواقبو او دردونو هم اخته شول، خود خلاصون لارې ترې ورکې دي، بلاخره په دې قانع شول چې دوی ګناه کاران دي )
په دې ترتیبت ( له دین څخه وتل یا مرتد کیدل او یاهم ارتداد ! د روانې لسیزي یوه ستره لاسته رواړنه ده چې په شوقي او آزاده بڼه له اسلام څخه دیو شمېر ضعیفه او سپکو وګړو وتل دي ، چې په ملیون افغان وګړي البته د یوې خاصې فرقې او مذهب خلک په لوړه کچه مرتد شول او پر قرآنکریم یې پښې واچولوې ترڅو بهرنی پاسپورټ ترلاسه کړي، د ارتداد حکم په اسلامي نظام او اسلامي فقه کې واضحه دي چې حاکم نظام یې له پلي کولو د خپلو بادارانو په زور او فشار او یا خپله خوښه عاجز دي او لوی خدای ته مخ تور ور روان وي)
دې ته ورته بل سهولت( ظلم او بې عدالتي اداري فساد او دې ته ورته سترنور ظلمونه دي چې د حق او باطل ترمنځ یې ټولې پولې ګډې کړي دي ملامت او سلامت سره ورک دي، قتلونه او او په مختلفو سنینو کې پر ماشوم ، تنکی ځوان ، جلۍ که وړه وي که بالغه ، د مور او زوی تر منځ ، د پلار او لور او په همدې ډول د محارمو زنا ګانې او جنسي تیري، غلا او د نور مال خوړل او د اداري کارونو تر سره کولو لپاره له خلکو جوب شکول ) هغه ناغیړي دي چې خلکو ته یې د میراث په توګه ډالۍ او په زرګونه وګړي پرې ککړ او په سلګونه دوسیې او قضیې په محاکموکې لاینحل پاتي دي مهمه داده چې په سرکې خلکو ته یې هم خوند او مزې ورکړې وې او داسې ګنل چې ګواکي اصل ژوند به همداوي ، خو اوس نو لکه سرطان دانه په ټولو کې سم دم درد او غم ور ګډ دی .
چې د چارو مشران او مسولین یې له اصلاح او درمان څخه عاجز دي، مګر محمدي شریعت او اسلامي اصل او ډبرين قانون په واسطه . چې ټول ترې منکر او په ښکاره ګمراهي کې وخت تیروي.
په دې آزادي پورې تړلی بل اړخ (سیاسي کړه وړه ،د ولسونوژوندانه او فرهنګي راکړه ورکړه ده چې له غیر اسلامي هیوادنو سره ېې لري چې له شک پرته دا برخه هم د نظام په کچه تر ټولو د فساد او بد اخلاقۍ په رایج کولو کې ستره ونډه لري چې د یوه ستر دیني ارزښت پرخلاف عمل بلل کیږي حال داچې اسلامي نظام او اداري جوړښت د نبي کریم (ص) له حیات او واک څخه را پیل تر خلافت دورو او بیا د امیر او امارت تر واکمنئ پورې سترې بیلګې او ګټورې نسخې یې وړاندې شوې اوتر ننه پورې بې بدیله بلل کیږي. )
بیان آزادي (رسنۍ او عامه اطلاعات یوه بله ستره تشه ده او ستره موخه یې د اخلاقي کوډونو له منځه وړل دي ، اوپر ځای یې د مفاسدو لپآره دبیان ، لیکنې ، ویلو ، ګډا نڅا ،مبتذلې خپرونې نا عادلانه رپوټونو ورکول او جانب دارانه اقدامات ، له کفري لښکرو او سازمانونو د مالي مرستو په مقابل کې ملاتړ او د اسلام پر خلاف او رټلو ستره دښمني اومبارزه او فعالیتونه دي چې حاکم دۍ.
دبیان آزاد په اسلام کې تر هغه ستر شرط بلل کیږي چې د حق او باطل ترمنځ واټن نه وي رامنځته شوي ، خو بیان آزدي اوس په دې مانا ده چې هرڅوک حق لري هرډول اوتې بوتې ، کفري ،غیر اخلاقي ، بلاخره چې څه یې خولې ته ورتلو وايي دې او څه یې چې په وس کې دي لکه غاړې وهل او نڅا ګانې په عام او عمومي ځایونو اوبل هر ځای کې یې چې خوښه وي خیزونه او مستئ دي چې په کولو یې ممانعت نشته ، داشوه د بیان آزادي) چې په حقیقت کې دا د دې نظام په چوکاټ موجوده شیطاني سهولتونه دي.او له دې شیطاني سهولتو پرمټ د دې خاورې راتلونکي نسلونه د ګمراهۍ لوري ته بیايي.
بشري حقونه یا د غیر اسلامي اساساتو پر خلاف د یوې داسې ادارې رامنځته کول چې په هغه کې فساد او خیانت ، دښمني او دې ته ورته د مفاسدو سترې مجموعې وړاندې کیږي ، د شیطان په مشري د دې ادارې سترې موخې دادي چې څنګه او له کومولارو دوی کولای شي چې د مسلمانانو دیني او اسلامي ارزښتونه نابود کړي، چې په دې برخه کې دوی ټولنیزو ژوندانه او فردي موارد په ګوته کړي لکه د ښځو حقوق چې په دې برخه کې بیا دغیر اسلامي او دیني ارزښتونو پر ضد داسې قانون او کړنلارې له کفري مجامعو څخه راوړل شوي چې په ښکاره ډول قرآن منه کړي دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخ والي د منع قانو یا ستر او ګواښونکي زخم چې ملاحظه کړئ ویښته به در پورې نیغ شي. چې دادئ دتصویب مراحل یې ختم او دم ګړئ په محاکمو کې اجراکیږي چې په واسطه یې د دې خاورې عزت او حیا د ناموس نه کنټرول او نه ساتنه ، ښځوته د بدلمنۍ ترویج او خودکامګئ ته یې لاره هواره کړې ده.
(بشری حقونه) یوه مسخره او له جهالت څخه ډک اقدام ، د افغانستان په نظام کې د سترو مفاسدو را غونډول او د یوه بیکاره کمیسیون په تشکیل کې خلکوته یې وړاندې کول هغه ستره تشه ده چې دجاهلو اعرابو په زمانه کې حاکمه وه . اوسنی نظام اسلامی اساسات او لارښونې خپل کفري او غیر اسلامي چوپړتیاو تر سیوري لاندې راوستی دی ، حال داچې دوی په غلطه روان دي ، بشري حق په قرانکریم کې ثابت شوی او د نبوي احادیثو بنسټ او منځ پانګه د بشریت حق پر متعددو اړخونو او عدالت باندې ولاړ احکام لري.
خو دوی د کفر په لاس جوړ شوي څو بې معنی او له شرکه ډکې جملي د قانو په جامو کې برابر او خلک پرې ګمراهۍ ته وباسي، د دغه کمیسیون سترې موخې دادې چې په هرکورکې نظام او دسپلین نابود او هر څوک خپل سره او نا مشروع آزادي ولري چې د دې آزاديو پولې مفاسدو، فحشا ، زنا او بداعاتوته لاره خلاصوي.
د غه کمیسیون په کاري چاروکې د مظلوم او ظالم فرق یوازې هغه مهال شوڼي ده چې یوطرف په کې واک لرونکی او ثروتمند وي، نو که ظالم هم وي باک یې نشته، دې ته ورته په لسګونه داسې موارد اوغیر اخلاقي کړنلارې په دې کمیسیون کې دبشر حقوقو تر سیوري لاندي پلي کیږي او تش په نامه مجاهدین او دیني عالمان ورته غلي ناست دي او خپل میاشتنی ډالري معاش جوب ته اچوي ددغه شیطاني کمیسیون دکار ګټې او مفادات یوازې هغو کسانوته دي چې له دین او الله خڅه منکر دي او مرتد کیدلوته لیواله دي.
د ( ښځوحقوق) څرنګه چې پورته مو یادونه وکوله ، بل شیطاني او له منافقینو څخه پیروي او دهغوی له خبرو ملاتړکونکي کسانو د ښځو حق مطرح کوي او په دې ترتیب د مسلمانې ښځې پر شخصیت او اخلاقو ښکاره یرغل ترسره کوي.
ښځې ته خدای (ج) دومره حقونه ورکړي چې حد نه لري ، دغه راز د نبي کریم (ص) په احادیثو کې دښځې موقف لوړ ثاب شوی او عظیم ځای لري، چې یادون یې دې ځای کې امکان نلري، خو د دغه فاسدو کسانو پر دې طرحې خورا ډېرې پوښتنې را برسیره کیږي چې څو مهم یې را اخلو.
دوی ښځوته حق ورکوي چې له میړه به غیر نورو نارینه وسره که یوځای کیږي ستونزه نشته جانبین توافق د ملاحظې وړ بلل کیږي او دایې حق دی . ( آیا اسلام دا مني) ښکاره ده چې نه یې مني او دوی د کفر قانون پر مسلمان باندې عملي کوي،
بیا واي چې ښځه حق لري له خپلو آزدیو او صلاحیتونو څخه هرډول ګټه پورته کړي، حتی د جنسي شهواتو رفع کول هم ورکې شامل دي ، خاوند ، ورور پلار او نور اولیا حق نه لري ښځه منع کړي ، دوی واي ښځه میړه ته طلاق ورکولی شي، خو میړه حق نه لري چې ښځې ته طلاق ورکړي ،
د لته که مثالونه را واخلو دکاغذ له توان پورته خبره ده نو له همدې مواردو سره چې په لنډوکې مو ورته ګوت نیونه وکړه بسنه کوو خو ورسره داهم وايو چې ستر ناورین او ظلم حاکم دی.
د بحث په راغوڼدولو کې مهمه دیني مسله د یادونې وړ بولم هغه داچې له اسلامي احکامو او د نبوي احادیثو په رڼاکې داسې نظام لپاره دم ګړۍ اړتیا ده چې خبره یې د قرآن و حدیث وي او چارې یې د الله (ج) په لارښونو، نو مسلمه امت په تیره بیا غیور افغان ولس ته اړتیا ده چې په ټول توان او قوت سره د اسلام مبارک دین لپاره د هرډول قربانئ او فداکارۍ لارې ته ور ودانګي او پر ګران هیواد د کفري نظام او ملاتړو ډلو ټغره په اور نابود کړي ، ځکه خیر او برکت د دوي په شتون او حضور کې نا ممکن او غیر عملي بڼه لري ، مجاهد ولسونه او مسلمان هیواد وال دې په دې ښه پوه شي مشروع نظام ، ملي نظام ، منلی او خدای ته مطرح نظام هماغه اسلامي نظام دی چې قانون یې قرآن وي.
له دې پرته هرډول نظام او دولت چې حاکم شي او د نړۍ کفري لښکرې ورپسې ولاړ او ملاتړیې وکړي مشروعیت او منل یې ګران کار دی، نو زما په اند افغانستان هغه مهال د ارزښتونو خاوند کیدای شي چې قرآنکریم یې قانون وي له دې پرته افغانستان د ارزښتونوقبرستان پاتې کیږي او د نابودۍ کنده به ورته هرکلی وايي.
لیکوال:
عبدالغفار کامیاب