څنګه اولادونو ته د پیسو مدیریت ورښوودلی شئ؟!

 
کله چې د پیسو بحث مطرح کېږي، تر ټولو ستره لارښوونه چې اولادونو ته مو یې کولی شی، هغوی ته د یوې پیاوړې مالي پایې پرېښوودل دي. له هماغه پیله هڅه کوو چې اولادونو ته مو د سپما یو حساب خلاص کړو یا د هغوی لپاره دومره پیسې ټولو کړو چې لوړې زده کړې ورباندې وکړي. خو داسې څه هم شته چې ستاسې د اولادونو لپاره خپله تر پیسو مهم دي او هغه په ژوند کې د پیسو د مدیریت څرنګوالی دی. اولادونه به مو د دې په زده کولو سره چې څنګه نن خپلې پیسې مصرف او سپما کړي، سبا ښه ژوند ولري.
 
ماشومان او پیسې
کوم وخت مناسب دی چې خپلو اولادونو ته د پیسو مدیریت ور زده کړئ؟ دا کار چې څومره ژر وشي، هغومره غوره دی. څېړنې ښيي چې ۷۰ سلنه والدین په دې باور دي چې اولادونو ته د پیسو د مدیریت لارې چارې باید په ماشومتوب کې ور زده شي، یعنې له شپږ او اوو کلنۍ. شنونکي وايي که مو زوی دومره شوی چې خواږه یا د لوبو توکي غواړي، د دې جوګه هم دی چې د پیسو اړوند لږ معلومات ترلاسه کړي. کولی شی هغه مهال چې دوی ته حساب ورښيی، له پیسو د ګټلو اخیستلو لارې  هم ورزده کړئ. خو که مو اولادونه تنکۍ ځوانۍ ته رسېدلي وي او تر اوسه مو د پیسو اړوندې خبرې ورسره نه وي کړې، همدا یې وخت دی.
 
د پیسو د اړوندو مسائلو د زده کړو مهم ټکي
 
لومړی: پیسې یې د ورځیني ژوند یوه برخه وګرځوئ. کله چې یوه پلورنځي ته ځی، اولادونو ته مو اجازه ورکړئ چې د دوی د خوښې وړ خوراکي توکو د بیې لېبلونه وګوري. هغوی ته اجازه ورکړی چې میاشتیني لګښتونه مو محاسبه کړي او یا په دې برخه کې له تاسې سره مرسته وکړي.
 
دویم: پیسې وکړئ خو ډېرې نه. ډېری کارپوهان په دې باور دي چې جیب خرچ یا د جېب پیسې له ماشومانو سره مرسته کوي چې د پیسو اړوند د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړي. خو ډېرې پیسې کېدای شي ستونزې رامنځته کړي. اولادونو ته مو باید د لګښت په برخه کې ځینې محدودیتونه وضعه کړی، مثلا که هغوی اونیز جیب خرڅ په دوو ورځو کې مصرف کړي، باید د اوونۍ تر پایه بې پیسو صبر وکړي.
درېیم: اولادونو ته مو د انتخاب حق ورکړئ. اولادونه مو باید خپله پرېکړه وکړي چې پر پیسو یې څه کوي، داسې لکه لویان. د مالي مسائلو یو طراح ډیویډ پالر وايي:« تر ټولو بد انتخاب چې والدین یې د پیسو د اړوندو زده کړو په برخه کې کولی  شي دا دی چې اولادونو ته د انتخاب په برخه کې څه شی ور زده نه کړي.»
دا ښايي لږ وخت ونیسي چې ماشومان او تنکي ځوانان د سپما په فکر کې شي، خو د بانکوټي« همیانۍ ته ورته کوچني بانک» ورکول یو ښه انتخاب دی چې هغوی سپما ته هڅولی شي.
څلورم: اولادونو ته مو د اوږدمهالو لګښتونو د پلان جوړونې په اړه روزنه وکړئ. کله چې ماشوم ته پیسې ورکوی، هغوی باید دا اجازه هم ولري چې هغه مصرف کړي، تر څو د خپل انتخاب پر پایلو پوه شي.
د بېلګې په ډول ستاسې ماشوم ښايي د بایسکل لپاره پیسې سپما کوي، خو په هټۍ کې یو جوړ بوټ یې سترګې اخلي او هغه بوټ دې ځان لپاره پېري چې په دې توګه یې سمپا ته زیان رسېږي. هغه ته اجازه ورکړئ، مه یې هڅوی چې پیسې سمپا کړي. وروسته یې چې کله د بایسکل د نه شتون له کبله ګیله وکړه، ورته توضیح یې کړه چې باید د بایسکل اخیستلو لپاره ډېر وخت صبر وکړي. په دې ډول ماشومان زده کوي چې د توکو د اخیستلو لپاره پلان جوړ کړي.
پنځم: د اولادونو لپاره مو مثال و اوسئ. د ژوند د ټولو برخو په څېر به ستاسې ماشومان د پیسو په برخه کې هم ستاسې چلند منعکس کړي. که ستاسې لپاره د میاشتینیو لګښتونو پرې کولو سخت وي، په غالب ګومان به ستاسې اولادونه هم له ورته حس سره مخ شي. اولادونو ته مو باید ور زده کړی چې څه ډول انتخاب ولري او پلان جوړ کړي. دغه راز هغوی ته تر اندازې د ډېر پور عواقب توضیح کړی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.