
د بریالیتوب د روانشناسۍ مشهوره څېره ناپېلیون هېل وايي بېوزلي هغه څوک جذبوي چې ذهن یې ورته تمایل لري، داسې لکه یو څوک چې شتمنېدو ته تمایل لري او شتمني ترلاسه کوي. په دې دواړو پروسو کې یو شان قوانین پلي کېږي. د بېوزله کېدو ذهنیت په داوطلبانه توګه هغه ذهن تر خپلې ولکې لاندې راولي چې د شتمنېدو ذهنیت نه لري. د بېوزلۍ او شتمنۍ دواړو ذهنیت د عادت له مخې د سړي ذهن ته لار کوي. د شتمنۍ ذهنیت که له ابتدا یو سړی ونه لري، باید جوړ یې کړي.
هغه کسان چې د شتمنېدو ذهنیت لري، پر دې فکر نه کوي چې اوس څه دی، تمرکز یې پر دې وي چې په راتلونکې کې څومره شتمن کېدای شي.
یوناني الاصله « جان کټسیمیډیټیس» په بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی او رالوی شوی، خو وايي تل به ځان «Aristotle Onassis» ورته ښکارېده.
اریسټوټل اوناسیس یونانی سوداګر او د بېړیو د یوې سترې کمپنۍ مشر و چې په نړیواله کچه مشهور و.
جان د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د سپټمبر په ۷ مه نېټه د یونان « نیسوروس» کې زېږېدلی دی. د شپږو میاشتو و چې کورنۍ یې د امریکا متحده ایالتو ته کډواله شوه. پلار یې په امریکا کې د بس بای یا د هوټل د پاکوونکي په توګه کار پیل کړ. په شمالي امریکا کې بس بای هغه کس ته وايي چې د هوټل مېزونه پاکوي او خیرن لوښي مینځي.
ده په نیویارک ایالت کې د بروکلین په نوم د تخنیک ښوونځی ولوست. سره له دې چې د امریکا په پوځي اکاډمۍ کې د زده کړو فرصت یې درلود؛ خو د برېښنايي انجنیرۍ په برخه کې زده کړو ته یې دوام ورکړ.
له زده کړو سره پر یوه وخت یې د خپل یوه ملګري له تره سره د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې کار پیل کړ. لا پر زده کړو بوخت و چې هغه ملګري یې د خوراکي توکو په پلورنځي کې خپله نیمايي ونډه پر جان وپلورله. همدا لومړی ګام و چې جان د شتمنېدو پر لور پورته کړ.
له دې هټۍ په ترلاسه کړو پیسو یې په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې خپله لومړۍ هټۍ پرانیسلته. څه موده وروسته یې یوه بله هټۍ هم وپېرله او د ریډ اپل نوم یې ورباندې کېښوود.
په تدریج یې کاروبار پراختیا کوله او نن یې له برکته میلیاردر دی. دی اوسمهال د «Gristedes» په نوم د کوچنیو سوپرمارکېټونو د یوې کمپنۍ مالک دی.
پر دې سربېره په پنسلوانیا کې د تېلو یو چاڼځای، نللیکه او ۳۵۸ د ګاز سټېشنونه لري. د ریډ اپل په نوم د املاکو یوه کمپنۍ هم لري. نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د نیویارک د ښاروال په توګه په ټاکل کېدو کې پاتې راغی، خو خلکو ته د خپل غږ د رسولو په موخه د « پشیانو د ګردي مېز» په نوم یوه راډیويي خپرونه چلوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د درېیمې نېټې د شمېرو له مخې د « جان کټسیمیډیټیس» پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ځای لري.
نوموړي واده کړی، دوه اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.