د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير  دڅلورپنځوسمې غونډې رپوټ

\"\"
لينا شريفي
 د اسد په درېيمه د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ۵۴ غونډه د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د استادې حميدې صادقي په مشرۍ  جوړه شوه. دغه غونډه چې لطيفې وردګ چلوله، مشر میلمه یې لیکوال او شاعراستاد سعدالدين شپون و.
 
پدې غونډه کې لومړی په کاري مسايلو خبرې وشوې. اغلې ساهرې شريف وويل چې د ځلا مجلې لپاره ډېر زيات مطالب راټول شوي چې طوبا ندا ساپۍ اصلاح کړي هم دي نو پکار ده چې کتونکې ډله د مجلې د لومړۍ ګڼې لپاره مطالب ترې غوره کړي.د غونډې ګډون کوونکو پرېکړه وکړه چې په همدې اوونۍ کې باید د مجلې د مطالبو د غوره کولو کار بشپړ شي.
 
خاطرې اسحاق زۍ چې د مېرمن بهير له غړيتوب سر بېره  د افغانستان لپاره د روغتيايي، تعلیمي او مسلکي پروګرامونو د پرمختګ د موسسې مشره هم ده او تر ډېره ښځو ته کار کوي وويل چې د دوی موسسه  په نژدې راتلونکې کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په مرسته یو ورکشاپ جوړوي نو له بهير والو یې غوښتنه وکړه چې پدې ورکشاپ کې ګډون وکړي.
 
د کره کتنې برخې ته تېره اوونۍ د مينا نظري شعر ټاکل شوی و،مينا نظري خپل شعر ولوست  خو د لیکوالۍ د کورس د پيلېدو له امله په دغه شعر کره کتنه ونه شوه.
 
د لیکوالۍ د کورس د لومړي لکچر له پيل کېدو مخکې ښاغلي علم ګل سحر وويل چې دغه کورس به یوه مياشت د بهير په اونيزو غونډو کې جوړېږي او هره اوونۍ به د هېواد یو تکړه لیکوال را غوښتل کېږي او معلومات به ورکوي. دغه راز وويل شول چې د دغه کورس په پای کې به د کورس ګډون کوونکو ته په پښتو او انګلیسي ژبه بری لیکونه هم ورکول کېږي.
 
د لیکوالۍ د کورس لومړۍ ورځ د نامتو شاعر او لیکوال استاد سعد الدين شپون په لکچر پيل شوه. درانه استاد د کیسه لیکنې په برخه کې خبرې وکړې ویې ويل چې :
 
کيسه ليکل چل نه لري ، کيسه ليکل هنر دی ،مهارت دی.
ولې کیسه لیکو؟
 استاد د خپلې پوښتنې ځواب ورکړ:
 
یوه تجربه په موږ تېره شوي وي ، غواړو نورو ته یې هم ورښکاره کړو. د هیچا خبره بابېزه مه ګڼۍ ، کیدی شي په هغه کې د کیسې تومنه پرته وي. لویو خبرو پسې مه ګرځئ، وړې پېښې راواخلئ. افغانستان د مضمونونو مور ده ، د موضوع کمی نشته.
 
استاد د خپلو خبرو په دوام وويل چې لیکوال باید دسپلين ولري په خپلو احساساتو کنترول ولري ، هنر له زړه نه، له مغزو راوځي.
 
استاد زياته کړه یوه پیښه تاسو داسې ولیکئ چې که یې لوستونکي  یوه پاڼه ولوسته تر پایه وغواړي چې ویې لولي. کیسه تر هغه وخته بيا بيا ولیکئ چې جالبه راشي.
 
استاد سعد الدين شپون په خپل لکچر کې د کیسې په موضوع ، محتوا او جوړښت مفصلې خبرې وکړې او د بهير والو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
 
استاد د خپل لکچر په پای کې يادونه وکړه چې خويندی کولای شي خپلې کیسې د ایميل له لارې ورته ولیږي تر څو ورته اصلاح یې کړي او د لا ښه والي لپاره یې ورته لارښوونه وکړي.داستاد شپون لکچر دټایپ او ویدوپه ذریعه ثبت شو،کیدای شي دميرمن بهير ویبپاڼې له لارې خپور شي.
 
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره هم وشوه چې د مينا نظري په شعر پيل شوه اوشريفې فیضي،فریدې خوستۍ،لينا شريفي،خاطرې اسحق زې،آريا حافظ،نفیسې ستانیکزۍ،پاریسې خزان،ویدا حافظ،لطيفې ،مينې صابر وردګ،ګلمينې یوسفزۍ،وږمې فضلي،اوږۍ اميل،مرضیې امين، ګلالۍ امرخيلې،ساهرې شريف اونظيفې نيازۍ ګډون کړی و او ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
په پای کې (اسلامي ډیوه)او (عدالت) مجلې او یوشمير کتابونه دميرمن بهير په غړو وویشل شول.
په دې غونډه کې داوونۍ بختوره او ترټولو فعاله نجلۍ ګل مينه یوسفزۍ وټاکل شوه او دميرمن بهيرځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو.
د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغونډه د مازدیګر په څلور نیمو بجودمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده.
د يادولو ده چې د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير اوونيزې غونډې دهره شنبې ورځ د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په تالار کې جوړېږي.