پمن

 
دوه ورځې کېدې چې پمن څه نه خوړل،کاسه یې له خیشتې ډوډۍ همداسې ډکه پرته وه،یوازې بوی به یې کړه او بېرته به ترې لرې شو. زلمی اندېښنو په سر اخیستی و چې ولې پمن څه نه خوري؟ ناروغ دی او که کومه بله ټکه پرې رالوېدلې ده، په سترګو یې څاره ، تر نور کله زیات مست ښکارېده ، په واورو کې یې ټوپونه وهل او ځلېدونکوتورو سترګو یې زلمي ته د روغتیا ډاډ ورکاوه.
زلمی پوه شو چې پمن ولې څه نه خوري، هغه یې خاصه خور اموخته کړی و، اوس یې کله سر په خیشته ډوډۍ ښکته کېده، د هغه خوراک خو د پلا ر د قصابۍ د دوکان کولمې، غدودو او هډوکي وو، خو پدې اوونۍ کې د واورې اوریا دومره زور کړی و چې پلار یې قصابي نه وه کړې، په کور ناست و، نو پمن هم خیشتې ډوډۍ ته پاتې و.
                                                      *********
زلمي دوه کاله مخکې پمن موندلی و، کله چې هغه ډېر کوچنی و،د سره اوړي یوه ورځ وه، د پلار د دوکان تر شا یې په یوه غوچوړي کې د مرګ او ژوند تر منځ شېبې اړولې، پښه یې ماته وه او د ډډې د تویې شوي ورګ پر ځای یې سرې غوښې ښکارېدې، کله یې چې زلمی ولید  نو ورو یې وغپل، لکه چې له زلمي یې د مرستې غوښتنه کوله. د زلمي زړه پرې وخوږېد، کور ته یې راوست، خواړه اوبه یې ورکړل او په سر یې د مهربانۍ لاس ورتېر کړ.
بېچاره کونګري ته د پمن نوم له همغې لومړۍ ورخې پاتې شو، هغه وخت چې د  زلمي مور خبره شوه چې زوی جان یې څه اعجوبه ورته راوړې ده. له دغې ورځې مخکې به یې مور کله هم دومره نه وو ښکنځلی، هومره چې یې د کونګري په راوړو  وښکنځه. د مور هغه خبرې یې لا اوس هم په یاد وې چې ورته ویلي یې و.
- همدا اوس به دا پمن ورکوې، ځان ته ډوډۍ نه لرو، اوس سپي هم راته ساتې.
زلمي سپی ورک کړ، خو د مور له سترګو. د انګړ په یوه ګوښه کې یې د لرګیو د خرې ترڅنګ پټ ځای ورته جوړ کړ، همدلته به یې له دوکانه راوړي خواړه ، اوبه ورکول او په ډېر زړه سوي به یې د پمن د پښې علاج کاوه. تر څو چې پمن بېرته ژوندی شو، ورو ورو یې پښه  جوړه شوه، سپین زېړچک ورګ یې راووړ او ښکلی کونګری ترې جوړ شو.
اوس یې نو زلمي ته پټول ګران شوي و، چېرته به چې ته، دی به هم پسې روان و، نور نو هاغه د لومړۍ ورځې په مرګ حال پمن نه و. ورو، ورو یې مور او د کورنۍ نورو غړو هم ومانه، خو عجیبه دا وه چې اوس هم ټولو پمن ورته ویلې، مګر په زلمي اوس دا نوم بد نه لګېده، بلکې خپله یې هم په ډېره مینه پمونکی باله.
له هغه وخته اوس دوه کاله تېر دي، کونګري پمن نه غټ سپی جوړ شوی ، چې د غپا غږ یې د دوی د  واړه کلي تر وروستي کوره رسېږي.
                                                ***********
واوره د څو تېرو ورځو په څېر څپک څپک اورېده، خو زلمی  پمن ته د خوړو د موندلوپه فکرونو کې ډوب و او له ځانه نه و خبر چې په پټو یې سپینه واوره اورېدلې ده، بالاخره یې له ځانه سره خبره غوټه کړه چې سبا سهار وخته باید ولسوالۍ ته لاړ شي او پمن ته څه راپیدا کړي، ساړه یې وشول، کوټې ته د تګ پر وخت یې د پمن په ورګ لاس را تېر کړ، خو پمن مستي غوښته، ځان یې د زلمي په پښو پورې موښه او لکۍ یې ښوروله.
**********
سهار وخته زلمی له تودې صندلۍ راپورته شو، خپل پټو یې تر ځان راتاو او د وتو تکل یې وکړ. داسې ښکارېده چې شېبه مخکې اوریا درېدلې وي، خو ګومان کېده چې وروسته به بیا پیل شي.
د انګړ وره ته تر ده مخکې پمن د وازولو په نیت خپړې بندې کړې وې ، هڅه یې کوله وره ته پرته تمبه لرې کړي، د پمن دا چل زده و.دواړه تر تادرۍ واوښتل ، تر دوی درې کوره وړاندې د سلیم پاپي هم راوتلی و. زلمی د وره تر شا کیناست او د پمن په غاړه کې یې لاسونه واچول او په ناز یې ورته وویل:
ـ پمونیه ...ځه نن دې غم خورم..... یو څه خو به درته پیدا کم...
راجګ شو،د پمن په سر یې لاس راتېر کړاو د روانېدو پر وخت یې کور ته تلو ته وهڅاو:
ـ  څه .. کورته ځه...
**********
د ولسوالۍ بازار د زلمي له کلي ښایسته ښه لرې و،  د دوی کلی له نورو کلیو هم لرې پروت و، څو کوره لکه شپږمه ګوته تر نورو جلا، ګوښې ته د خپلو ځمکو یوې خوا جونګړې جوړې کړې وې.
د پمن له خولې د غپا پر وخت کړۍ کړۍ تفتونه پورته کېدل او په سترګو یې زلمی څاره چې ورو، ورو ترې لرې کېده، سر یې د انګړ خوا ته تاو کړ، خولکه چې زړه یې نه غوښتل د خپل خاوند خبره ومني او انګړ ته ننوځي، زړه یې غوښتل چې بیا هغه ځای ته لاړ شي چې له دوو ورخو وربلد شوی و، پښو یې همغې خوا مخه وکړه.
                                                             ******
نژدې غرمه وه چې زلمي په وینو سره کڅوړه په لاس کور ته راورسېد، په پټو یې سپینه واوره ولاړه وه او له سړو یې مخ او پزه تک سره اوښتي وه، خو خوشاله پدې وو چې نن به یې پمن وروسته له دوو دریو ورځود خپلې خوښې خواړه وخوري  او ثواب به پرې وګټي.
پمن چې په انګړ کې په واورو کې رغښت ، د زلمي په لیدو د خوشالۍ غپا پیل او ورته رامنډه یې کړه په دوو پښو ودرېد او په زلمي پورې ونښت، زلمي یې په سر لاس راتېر کړ او په خندا یې وویل:
- راشه وګوره .... څه مې درته راوړي...
لدې  خبرې سره یې د انګړ د دیواله تر څنګ د پمن د خوړو حلبي کاسه له واورې راووېسته، په کاسه کې لا پرونۍ خیشته ډوډوۍ پرته وه، خالي یې کړه او له کڅوړې نه یې په وینو لړلې پلې او کړېڅۍ پکې واچولې او په پمن یې غږ کړ:
ـ راشه پمونیه ...مېلې وکه مېلې....
خو پمن یوازې کاسې ته وکتل او بېرته یې په زلمي پورې ځان موښل پیل کړل.
زلمی هک پک شو...
ـ اخر پمن په څه شي موړ دی....
ـ ولې څه نه خوري....
له ځان سره یې فکروکړ چې پمن خو څوسن هم نه دی چې غلا وکړي او په پټه څه وخوري،حیران و چې څه وکړي، ځان او ساړه یې هېر شول، بې لدې چې تود شي د خپل ملګري سلیم کور ته روان شو چې له هغه سره مشوره وکړي او د پمن غم وخوري، ځکه هغه هم یو برګ سپی لاره چې پاپي یې باله.
کله چې په وره کې د سلیم سترګې په زلمي ولګېدې سترګې یې له خوښۍ وبرېښېدې...
- زلمیه شکر چې راغلې ... عمر دې اوږد دی همدا اوس مې په زړه کې راوګرځېدې....راشه دا پاپي وګوره .. څه پې شوي هېڅ شی نه خوري، وږی تږی ګرځي....
ـ دا څه وایې ؟.... پاپي څه نه خوري؟
ـ پدې مورمړیو څه شوي... پمن هم په همدې درد اخته دی، زه راغلم چې له تا وپوښتم...
سلیم او زلمی دواړه پدې فکر کې شول چې اخر په سپیو څه تندر را پرېوتی، جوړ روغ خو په خوړو څکه هم نه کوي.
زلمی پاپي ته نه و اندېښمن ځکه هغه یې پېژاند، څوسن و، څو ځلې یې په رڼو سترګو کې غلا ترې کړې وه، خو پمن داسې نه و ، نو هغه ولې...
سلیم د زلمي د فکرونو مزی پرې کړ
ـ زلمیه... څه پکې وایې ، زه خو وایم چې دې دوو حتماً چېرته څه ښکار پیدا کړی... باید پسې څارو شو...
د سلیم خبره د زلمي زړه ته ولوېده، د منلو په دود یې سر ورته وښوراوه، سهار ورپه یاد شو چې د ده له وتو سره، پمن راووت او پاپي هم هلته لرې څار کاوه.
زلمی له ځان سره وپسنېد:
ـ هر څه چې کوي په ګډه یې کوي...
له همدې سره پاڅېد او د وره په لوري وخوځېد، په تلو کې یې سلیم ته کړه:
ـ سهار وخته راووځه...وبه یې څارو چې څه کوي...                                                 *********
سهار په خړه کې زلمی او سلیم له کلي لږ لرې په کنده کې د پټېدو په نیت روان شول، کنده نژدې وه خو پښې یې تر زنګانه په واوره کې ننوتې او تګ یې ګران کړی و.
په کنده کې ډېر په تمه پاتې نه شول،پمن راووت شاوخوا یې وکتل، سر یې اسمان ته پورته ونیو، له لنډې غپا وروسته د سلیم د کور په لوري رهي شو.
شېبه وروسته پمن او پاپي جوړه د کلي پورې خوا غونډۍ په لور روان شول.
زلمی او سلیم هک پک شول چې دوی هغې خواته څه کوي، هلته خو پرته له واورو بل څه نشته. اوړی هم ندی چې د رد مرز شویو کډوالو کیږدۍ دې ولاړې وي او دوی یې په کاسو کپړو کې څوس ووهي.
زلمی او سلیم غلي - غلي پسې روان شول، سپیان ورو- ورو غونډۍ ته نژدې کېدل، خو د غونډۍ په لمنه کې یو دم جوړه له سترګو پنا شول، لکه په مځکه چې ننوتي وي.
زلمی او سلیم ورخطا شول ، یو بل ته یې وکتل، په خپلو سترګو یې باور نه کېده، د دواړو په سترګو کې يوه پوښتنه ځلېده :
یو دم دواړه غبرګ څه شول؟
په واوره کې د سپیو په پلونو پسې غونډۍ ته نژدې شول، په همغه ځای کې چې سپیان ترې، تري تم شوي وو غلی خرپ خرپ اورېدل کېده.
سلیم غوږونه بوڅ کړل، د پاپي د غورمېدو غږ یې وپېژاند او زلمی یې په اشاره وپوهاوه چې همدلته دي.
دواړو شاوخوا وڅارله،  له سپینې واورې پرته بل څه نه ښکارېدل، یوازې یو ځای لکه کوم شی چې د واورې لاندې شوی وي تر شاوخوا ځایو اوچت برېښېده، زلمی ور نژدې شو، ښه چې ځیر شو یوې خوا ته یې یوه توره سوړه تر سترګو شوه، ورټیټ شو، د واورې له لاندې د یوې پرېړې خړې ټوټې ژۍ  راوتلې وه ، لږ یې راکش کړه ، د ترپالي کېږدۍ ژۍ وه. غوښتل یې دا خبره سلیم ته وکړي، خوله یې لا وازه کړې نه وه چې له سوړې د پاپي ورخطا ټوپ یې خبره ترې هېره کړه، زړه یې بوټ وخوت،په وېرېدلو سترګو یې پاپي پسې وکتل چې په خوله کې یې د بنیادم د لاس پنجه نیولې وه او په غونډۍ یې پورته منډې وهلې.