د مېرمن کلتوري ـ  ټولنيز بهير د درې ديرشمې اوونيزې غونډې رپوټ

 
د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير دری دېرشمه اوونيزه غونډه د ۱۳۸۷ کال د سلواغې په شپږمه د استقلال لېسې په تالار کې د ګڼو ښځو په ګډون جوړه شوه.
دا غونډه  د الينا راسي په مشرۍ راحلې نوري چلوله او مشر مېلمه يې شاعر او ليکوال محمد صابر بې ريا وو.
 
د غونډې په سر کې لومړی آغلې الينا راسي ته چې نوې د حج له سفره را ستنه شوې وه د حج مبارکي وويل شوه او دعا وشوه بيا خاطرې اسحاقزۍ د تېرې غونډې بشپړ رپوټ ولوست چې د غونډې د ګڼو ګډونوالو لخوا وستايل شو، طوبا ندا  رپوټ وستايه خو زياته يې کړه چې په تېره غونډه کې دوه ورونه چې له هرات څخه راغلي وو بيد د رپوټ په سر کې يې يادونه شوې وای، بل دا چې په تېره غونډه کې حميرا کاوون د خپلې خور سارا کاوون شعرونه چې شل کاله مخکې وفات شوې ولوستل چې په رپوټ کې يې يادونه نه وه شوې، دغه راز طوبا ندا زياته کړه چې که د رپوټ په پای کې د غونډې  د ټولو ګډون کوونکو په ځای يوازې د نويو راغليو خويندو نومونه وليکل شي بهتره به وي خو د هغې دغه وړانديز د ځينو خويندو لخوا ونه منل شو وويل شول چې د امکان تر حده بايد د راغليو ټولو خويندو نومونه په رپوټ کې ياد شي.
 
د غونډې په دوهمه برخه کې د بهير په کاري مسايلو خبرې وشوې. پدې برخه کې لومړی طوبا ندا وويل چې د بي بي سي وېبپاڼه د ژورناليزم په برخه کې روزنيز مواد چې ورسره غږيز کلپونه هم وي خپروي نوموړې وړانديز وکړ که د بهير ځينې غړي همهغه روزنيز مواد هره اوونۍ راټول او د بهير نورو غړيو ته د پريزينتېشن په توګه وړاندې کړي ډېرو ته به ګټور وي او نوي څه به ترې زده کړي چې د طوبا ندا دغه وړانديز ښه او پر ځای وبلل شو  خو د دغو موادو د راټولولو لپاره کسان ونه ټاکل شول بلکې دا ښه وګڼل شوه چې په نوبتي ډول د بهير غړې مواد راټول او وړاندې يې کړي .
 
لدې وروسته د مېرمن کلتوري ـ  ټولنيز بهير د سايټ (www.mirmanbaheer.org)په اړه خبرې وشوې وويل شول چې که څه هم تراوسه په سايټ کې پوره مواد نشته خو بايد دا اوونۍ اعلان شي.
 
بيا د بهير لخوا د يوې لويې کلنۍ غونډې په جوړېدو چې تر ډېره به ازاده او تفريحي بڼه ولري خبرې وشوې چې چېرې، څنګه او په کوم نامه جوړه شي د دغې غونډې د جوړېدو د کارونو د تنظيم لپاره يو کميسيون وټاکل شو چې غړې يې پدې ډول دي خاطره اسحاقزۍ، اريانا حقپال ،طوبا ندا ، برېښنا صافۍ ، سوله نيازۍ ، لينا شريفي،او  الينا راسي.  راحلې نوري پوښتنه وکړه چې ايا دغه غونډه به ولايتي څانګې هم جوړوي که نه؟  برېښنا وويل چې په ولايتونو کې به د غونډې جوړول ستونزمن وي خو بايد هڅه وشي چې غونډې ته له ولايتونو هم ښځې راوغوښتل شي.
 
دغه راز پدې غونډه کې د برشور په اړه چې متن يې لينا شريفي ليکلی هم خبرې وشوې
خاطرې اسحاقزۍ وويل چې په برشور کې بايد د بهير د دوو غړو د ټيلفون شمېرې هم وي چې دل افروز ځيرک او طوبا ندا په خپله خوښه حاضرې شوې چې په بروشور کې يې د تلفون شمېرې وليکل شي.طوبا ندا وويل چې تر لويې غونډې بايد حتماً بروشور چاپ او وويشل شي.
 
د کره کتنې په برخه کې د اريانا حقپال مقاله چې د ( ښځې اوس هم مظلومې دي ) تر عنوان لاندې ليکل شوې وه ولوستل شوه او له ډېرو اړخونو خويندو وستايله.
الينا راسي وويل چې دا مقاله په لوړه کچه ليکل شوې  چې نه يوازې يې د افغانو بلکې د ټولې نړۍ د ښځو وضعيت پکې رانغښتی دی.
طوبا ندا مقاله ښه وبلله خو ويې ويل چې اريانا حقپال د يوه کتاب موضوعات په مقاله کې راټول کړي مثلا د جاهليت په دوران کې د ښځو د وضعيت يادونه د اوسنيو مسلمانو او غير مسلمانو  ښځو د وضعيت يادونه. ندا زياته کړه: هغه څه چې موږ يې د خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو له مخې بد ګڼو او د ښځو پر حقونو تېری ، د غربي نړۍ د کلتور او قينو له مخې د ښځو انساني حقوق دي. هغې زياته کړه چې دا مقاله به ډېره کاميابه هغه وخت وای چې يوازې د افغانو يا مسلمانو ښځو په وضعيت ليکل شوې وای او يوازې په يوې موضوع فوکس شوی وای.
 
الينا راسي وويل چې دا يوه جامع مقاله ده که ليکوال دومره توان ولري چې د يوه کتاب موضوعات په مقاله کې راغونډ او تحليل کړي دا خو ښه خبر ده او د ليکوال توان ښيي.
لينا شريفي وويل چې په مقاله کې يو ځای ويل شوي چې ( په نړۍ کې ځينو ښځو ته د مشرۍ مقامونه ورکړل شوي دي) چې دغه جمله به په دې بڼه سمه نه وي ځکه په نړۍ کې ښځو ته د مشرۍ مقامونه ورکړل شوي ندي بلکې دوی په خپله وړتيا تر لاسه کړي دي.دغه راز هغې وويل چې موږ نشو کولای پدې اعتراض وکړو چې ولې نړۍ کې  يو شمېر ښځې د فلم په پرده ظاهرېږي يا په ځينو نورو هغو برخو کې فعاليت کوي چې زموږ د ټولنې له سمو او ښايي ناسمو انګېرونو سره په ټکر کې دي، ځکه  دا د هر انسان طبيعي حق دی چې خپله د خپل ژوند لار وټاکي په خپله خوښه کار، مسلک او هنر غوره کړي او دغه څه د نړۍ د اکثرو هېوادونو قوانينو منلي او د انسان د  طبعي حق په توګه که هغه نارينه دی که ښځه خوندي کړی دی.لينا شريفي د طوبا ندا د خبرې په تاييد زياته کړه چې په ډېرو موضوعاتو ولاړه يوه مقاله وه چې که ليکوالې يوه موضوع را اخيستي وای لس نورې مقالې يې هم د همدې مقالې پر موضوعاتو ليکلای شوای.
 
خاطرې اسحاقزۍ هم وويل چې موږ نشو کولای د اسلامي ټولنې ارزښتونه له غربي ټولنې سره پرتله کړو او د هغوی په ارزښتونو نيوکه وکړو.
 
ماريا صديقي وويل چې د اريانا حقپال په څير خويندو وياړم چې د فکر خاوندې دي پر ټولنيزو ستونزو غور کوي او مقالې ليکي . سپوږمۍ نوري وويل چې په مقاله کې فورم او موضوع دواړه ډېر مهم وي دا مقاله ډېره ښه پيل شوې وه، اوج ته رسېدلې وه او ښه ختمه شوې وه چې دا خپله د يوه ليکوال لوی کار دی، د مقالې نثر خوږ وو جملې لنډې چې د ښې ليکنې ځانګړنې دي، يوازې ځينې ځای کلمې که بدلې شي ښه به وي لکه د باله شي پر ځای بلل کېږي، د موضوع د فوکس په اړه د نورو خويندو خبرې تاييدوم هر څومره چې موضوع راټوله وي په همغه اندازه کېدی شي ستونزه او حل لاره ښه روښانه شي.
 
اريانا حقپال د بهيروالو د خبرو له اورېدو وروسته وويل چې ما پدې مقاله کې دوه دورې مقايسه کړي چې که تاسو هغه وخت ته جاهليت وايۍ نو دا هم جهالت دی. بل دا چې زه د يو ازادې ليکوال په توګه دا حق لرم چې په يوه يا څو موضوعګانو مقاله وليکم يا بله ليکنه وکړم.
 
د غونډې مېلمه محمد صابر بې ريا وويل چې دا يوه نړيواله مقاله ده او د ښځو نړيوالې ستونزې يې پکې را اخيستي، هغه زياته کړه چې اوس وخت انسانان دومره مصروف دي چې نشي کوی کتابونه يا اوږده مضامين ولولي نو دا ډېره ښه ده چې د کتابونو خبرې په يوه مقاله کې را لنډې شي او لوستونکي ته وړاندې شي
 
د غونډې دری يمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې خاطرې اسحاقزۍ د يوه اردو شعر په ژباړه پيل کړه. ورپسې طوبا ندا. سپوږمۍ نوري ، ښکلا ،سولې نيازۍ، برېښنا، محمد صابربې ريا او ځينو نورو بهيروالو شعرونه ولوستل.
 
پدې غونډه کې چې راحلې نوري ، الينا راسي ، ماريا صديقي ، خاطرې اسحاقزۍ، طوبا ندا، لينا شريفي، اريانا حقپال، رڼا، ښکلا، برېښنا، سپوږمۍ نوري،سولې نيازۍ الهې رحيم او ګڼو نورو ښځو ګډون کړی وو،  د مېرمن کلتوري ـ  ټولنيز بهير د محمد صابر بې ريا د دوو شعري ټولګو او سپيدې او (مرڅله) مجلو د ځينو ګڼوپه وېشلو او د بهېر د لا نورو لاس ته راوړنو په هيله پای ته ورسېده.
 
ياده دې وي چې د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير غونډې هره شنبه له يوې نيمې تر څلورو بجو د استقلال لېسې په تالار کې جوړېږي.
 
 
+-