
نیټه: ۱۴/۴/۱۳۹۴،ه،ش
دوهمه صلیبي جګړه:۱۱۴۶ــ ۱۱۴۸، ز
هغه مسلمانان چې له فلسطین څخه بغداد ته مهاجر شوي وو د بغداد په لوی مسجد کې راټول شول د مسلمانانو خلیفه څخه یې غوښتنه وکړه چې بیت المقدس له کفارو څخه آزاد کړي خو خلیفه پوره ځواک نه درلود چې دا کار تر سره کړي خو د موصل امیر زنګي نومي د مهاجرینو غوښتنه ومنله او په کال (۱۱۴۴، ز) کې یې په ادسا پر ښار باندې چې د مسیحیانو په لاس کې وه ونیوله، پخپله زنګي ووژل شو خو د ده زوی نورالدین زنګي (محمود زنګي) چې له خپل پلار څخه څو ځله زړور ؤ، ځای ناستی شو، د دغې پېشې خبر آروپا ته ورسید او د آروپایانو لخوا دوهمه صلیبي جګړه پېل شوه.
قدیس برنار د فرانسې پاچاه اووم لویی ته ورغلو او هغه یې وهڅولو چې پخپله د صلیبي عسکرو مشري پر غاړه واخلي برنار د فرانسې پاچاه او د فرانسې خلک دوهمې صلیبي جګړې ته تیار کړل او المان ته یې مخ کړ، برنار د خپلو اغېزناکې وینا له امله د المان امپراتور دریم کونراد هم صلیبي جګړې ته چمتو کړ له کونراد څخه ډېرو اشرافو ملاتړ وکړ چې له هغوی څخه فردریک د سوابیا حاکم هم ؤ چې وروسته په دریمه صلیبي جګړه کې له منځه ولاړ، کونراد او د ده لښکر په کال(۱۱۴۷، ز) کې د عیسویانو د فصح اختر په ورځ د بیت المقدس پر لور حرکت وکړ او له فرانسې څخه لویي د خپل لښکر سره د اورشلیم پر لور روان شو، د لارې په اوږدو کې یې د بیزانس ډېر ښارونه لوټ کړل چې له امله یې ډېرو ښارونو خپلې دروازې د دوی پر مخ وتړلې... د (دورولایوم = د اسکي اوسنی ښار) په سیمه کې د کونراد عسکر د مسلمانانو قواؤ سره مخ شول او داسې یې ووژل چې له هرو لسو تنو مسیحیانو څخه یوازې یو تن ژوندی پاتې ش، د فرانسویانو لښکر چې د جګړې له سیمې سره یې ډېر واټن درلود. (تاریخ تمدن، ص۲۲۶۸)
نوموړی لښکر وغولیده او د درغو خبر یې ترلاسه کړ چې جرمنیانو بری ګټلی دی نو وړاندې ولاړل، چې د لوږې، تندې او د مسلمانانو د بریدونو له امله یې درانه تلفات ولیدل، د فرانسویانو وروسته پاتې لښکر چې پخپله لویي ورسره ؤ ایټالیې ته ورسید، لویي د یوناني کښتیو څخه وغوښتل چې د ده عسکر مسیحي ښار طرسوس یا انطاکیې(د ننې ترکیې ښارونو) ته ورسوي، خو د کښتیو څښتنانو له دوی څخه ډېره زیاته کرایه وغوښتله، لویي د څو تنو اشرافو سره د الئونور او یو شمېر میرمنو سره په کښتۍ کې کښیناستل او د انطاکیې ښار پر لور روان شول او فرانسوي عسکر یې په ایټالیا کې پریښودل، د مسلمانانو لښکرو پر هغه ښار باندې برید وکړ او تقریباً ټول فرانسویان یې له تېغه تېر کړل(۱۱۴۸، ز)
لویي د خپلو ښځو سره اورشلیم ته ورسید خو د ده سره عسکر نه وو او کونراد چې په لُمړیو کې یې له د المان راتیسبون ښار څخه له یو لوی لښکر سره حرکت کړی ؤ اوس د ګوتو په شمېر عسکر ورسره پاتې وو، دا چې دوی ژوندي پاتې شوي وو او هغه سرتیري چې په اورشلیم کې وو له هغو څخه یې لښکر جوړ کړ چې د درو تنو مختلفو مشرانو هر یو کونراد، لویي او دریم بودوئن تر قوماندې لاندې راټول شوي وو د دمشق ښار پر لور یې حرکت وکړ چې هغه مهال دمشق محاصره ؤ په دې وخت کې د اشرافو تر منځ لفظي جګړه رامنځ ته شوه چې کله هم ښار ونیول شي حکومت به د چا وي؟... کله چې صلیبیانو خبر واخیست چې د حلب او موصل امیران د خپلو ډېرو لښکرو سره د دمشق د ژغولو لپاره راروان دي د صلیبیان لښکر په ډلو ووېشل شو او د انطاکیې، عکا او بیت المقدس ښارونو ته تښتیدل، کونراد په داسې حال کې ناروغ، مغلوب او زړه ماتی آلمان ته ولاړ، الئونور او نور ډېر فرانسویان خپل هیواد ته ستانه شول.
لویي یو کال په فلسطین کې پاتې شو، د صلیببیانو دوهمه ماتي د آروپایانو د خواشنۍ سبب شوه، مخالفو کسانو پر قدیس برنار باندې ور ودانګل او هغه یې یو خیالی واعظ وبللو، چې د ډېرو خلکو د قتل سبب شوی دی... برنار خلکو ته په ځواب کې وویل، دا د مسیحیانو د کړیو ګناهونو پر وړاندې مجازات وو، چې د خدای له لوري ورسره مخ شول، خو وروسته له دې تر ډېرې مودې پورې خلکو پر مسیحي واعظانو باندې باور نه کولو او هغه عقیده چې پخوا د صلیبي جګړو په اړه په خلکو کې موجوده وه له منځه ولاړه. (۲۲۶۹، ز)؛ (تاریخ تمدن، ص۲۲۷۰)
دلیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي